د wadan wadan لخوا خپرې شوې لیکنې
څړیکه
هره ساه مې زړه نه راچارپېره شې
اور ، شپه او مساپر
لامې په ذهن کې بلیږې داسې
مورته سرود
مورې روان یمه ،دعا غواړمه
دګوشتې اتل ته !
قاسم پرزمکه پښه ووهله غر په لړزا شو ، کمر ورغړیده ګوشتې دخپل بچي غیرت ته غلي وموسلې هلته په تېښته کې له تورې ملانه لنُګ وښوېید شرم یې جوړ کړ په کوز کونړ کې یوې پېغ
ستا ترکلیزې یوه اونۍ وروسته/ دلېوال نوی شعر
نن شپه مې رګ رګ کې یو اور غځیږي لکه ستاسترګو ته چې نیغ درګورم دسندرغاړې خوږ نظر زما په سترګو خښ دی دنیم تیاره او نیم رڼا څراغ تر چتر لاندې دیوغزل له ترنم سره هوا ته وځم دهارمونیې له ستوني ستا دنیم کښو نظر ښکلا اورمه دګیتار تار مې لکه ستا موسکا &
تشه ، دلېوال نوی شعر
دروازه وټکېده ، زه مې دمور کوټې ته ورغلم چې ویې پوښتم : مورې څادر مې چیرې ... تشې کوټې په مخ څپېړه راکړه او چې کتل مې بهر بیا څه خپلوان وو دمورکۍ په فاتحه راغلي .
افغانستان اودسیاسي اکثریت تشه
سیاسي اکثریتونه یا قومی ـ ژبني ـ مذهبي وي یا فکري ( ګوندي ) او یاهم اقتصادي . کېدای شي نورډولونه هم ولري ، خو هغه ډولونه یې په دې لیکنه کې ډیر دپام وړنه دي ، بلکې دالیکنه غواړي دافغانستان له یوې داسې نیمګړتیا څخه پرده واړوي ، چې دراون کړکېچ یوه لویه برخه ریښې په کې خښې دي ، دانیمګړتیا په افغانستان کې دسیاسي ارادې دګډې کارونې لپاره دیوه اکثریت تشه ده . په افغانستان کې ولې سیاسي اکثریت نه شته ؟
ستا دکرکې په شیبوکې ، دلېوال یونوی شعر
او راځه اوس درنه پوښتنه کوم کلونه وروسته دبې رنګه ژوند په دې شیبو کې بالاحصار او دزاړه ښار هاغه ستوغه لاره دشهدا دهدیرې قبرونه هغ
دکارپوهانو کومیډي
په کابل کې چې له کوم پخواني دوکاندار سره دنرخ په اړه چنې ووهې ، دبېلګې په توګه ورته ووایې چې دسلو افغانیو څیز په اتیاروپۍ درکړي ، نو درته وايي : صاحبه ! هیڅ پیسې مه راکوه ،پروانه لري ، له سره دې ځار ... په دې وخت کې نو ته حیران شې ، چې اوس به نو څه ورته وايې ؟ دا په حقیقت کې دمارکیت دزړې ارواپوهنې یو تکتیک دی ، چې دوکاندار دې ننګوي او دې ته دې چمتو کوي ، چې سل روپۍ ورکړې او لانجه رالنډه کړې.
تودوخه / دلېوال یو نوی شعر
غم مې، لکه ماښام کې دوابوپرمخ دیوې یوازې پاتې شوې هیلۍسپین سیوری چې له څپو سره دتللې رڼا اوراروانې تیارې رنګ ته ځ
زما سیاسي تخیلات / سیاست ته داخلاقو راستنول
دسیاست او اخلاقو تر منځ اړیکي یوه پراخ تیوریک او علمي بحث ته اړتیا لري ، چې زه یې دلته نه رااخلم ، ددې لیکنې بحث یوازې او یوازې په همدې اوسمهالي افغاني سیاست کې داخلاقو تشه ده ، له افغاني سیاست څخه اخلاق او معنوي ارزښتونه شلومیلیونرانو شړلي دي ، دوی دهر ډول اخلاقو ځای دمارکیټ دمنطق پر بنسټ د(ډیرې ګټې) سیالۍ ته ورکړی دی او په دې توګه یې خپل مافیايي انحصار ته لاره هواره کړې ده . سیاست کول یوازې دقدرت ترلاس
زما سیاسي تخیلات / دودانۍ ټیم ، پرو ژې او پروسې
زما یو ښاغلی دوست دی ، چې دهېواد په اړه ښه نظریات لري ، یوځای مو په اروپاکې په یوه نړیواله غونډه کې ګډون کړی و ، هملته زماملګري وویل چې دافغانستان لپاره دا بهیر ښايي دیوې پروژې په توګه نه، بلکې دیوې پروسې په توګه پرمخ ولاړ شي . هغه ریښتاویل او خبرې یې دې ته متوجه کړم ، چې ګڼې چارې دپروژوپه چوکاټ کې مخ په ورانۍ روانې دي . راځئ وګورو چې څنګه ؟ پروژه څه ده ؟ پروژه دانګریزۍ له ( Project )
زما سیاسي تخیلات / ملي وجدان
دملي بحران پرمهال دولسي خوځښت درهبرۍلپاره یوه داسې شخص ، فکرمحوره جوړښت یا دشخصیتونو یوې مجموعې ته اړتیا شته ، چې دټولیز وجدان ونډه ترسره کړای شي . په افغانستان کې همدا ونډه دودانۍ ټیم ته ورپه غاړه ده . راځئ وګورو ،چې دملي وجدان ترکیب څه مفهوم لري ؟ هغه شخصیت ، جوړښت یا خوځښت ،چې دټولنې وګړي دخپل ګډ برخلیک ښه او بد دهغه ( هغوی ) له نظر سره سم وارزولای شي، په حقیقت کې یې دملي وجدان ممثلین ګڼلای شو . ډېر ځله په کړکیچنو حالاتو کې ملي وجدان ته اړت
زما سیاسي تخیلات / دوښمن
موږباید یو لوی ملي دوښمن ولرو . موږ ګڼ دوښمنان لرو ، خو ټول ورته دګډ دوښمن په سترګه نه ګورو ، زموږ دټولنیزو ، ملي او هیوادنيو اختلافاتو او مخامختیاوو یو لوی لامل همدا دی چې ګډ دوښمن نه لرو ؟ هغه ګاونډی چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او هرڅه یې له لاسه وران دي، موږ ټولو ته ګډ دوښمن نه ښکاري ، ځکه هرګاونډی دګڼو دوښمنانو ترڅنګ یوشمېر دوستان هم لري او که دوی داسې دوستان ونه لري نو نه شي کولا ی په افغانستان کې خپلې لاسوهنې تر سره کړي . هغه هېوادچې موږ ورڅخه ځوریږو ځینې
زما سیاسي تخیلات /دودانۍ دټیم ستونزې
دودانۍ ټیم به دخپل کار په پیل کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي ، خو داپه دې مانا نه ده چې هڅه او زیار یې بې ګټې دی او ګواکې موخې ته به ونه رسیږي . راځئ دودانۍ دټیم په مخکې پرتې ستونزې وشمارو او بیا یې حللارې هم یادې کړو . دشلو مېلیونرانو انحصاري ګټې او واک وځواک تر ټولو لوی خنډ دی ، ځکه دوی دخپل سیاسي ځواک ، پوځي ډلو او اقتصادي ( تورو او توریدي ) ګټو ددوامداره او میراثي ساتنې لپاره دیوه روښانه ، ویښ او
زما سیاسي تخیلات/ دودانۍ ټیم
په تېره برخه کې مو په یوه فرضي ټیم خبرې وکړې ، ماویل کیدای شي داخدمتګذاره ټیم دکار کولو له قومه وي ، دخدمت رسولو په ژبه خبرې وکړي ، افغانستان اوددغه هېواد دانسان د ژوند دشرایطو پرښه کولو ژمن او باورمن وي، په دې پسې به نه ګرځو چې دکوم ځای دی او دکوم قوم استازیتوب کوي، داټیم به خدمات ټول افغانستان ، ټولو قومونو ،سیمواو ژبو ته رسوي ، موخه به یې دټول افغانستان وداني وي ، نو که داسې یوټیم دودانۍ ټیم وبولو زموږ کاربه اسانه کړ
زما سیاسي تخیلات/ دسیاسي صداقت تشه
دسیاست اوصداقت ترمنځ اړیکه یوه تل پاتې شخړه بریښي . ترهغو چې فردي ، ډله ییزې او پټې ګټې دسیاستونو منځټکی وي ، په سیاست کې دصداقت رامنځته کېدل ناشونی دی او ترهغو چې سیاستونه په ریښتینولۍ استواره نه وي اوسنی وضعیت نه شي بدلېدای . راځئ وګورو چې په سیاست کې صداقت څه دی ؟ هره هغه سیاسي کړنه چې دیوې سنجول شوې عقلي ـ منظمې پروسې په پایله کې بشپړه شي او ګټه یې خلکو ته ورسیږي ، په حقیقت کې دصداقت &nbs