هره ساه مې زړه
نه راچارپېره شې
ووایه ، نو
څنګه به مې هېره شې
زه یې تېروم
، مګر تیریږي نه
ژوند درته
ولاړ دی ، چې پرې تېره شې
اوس مې هم
په زړه کې لکه څړیکه یې
غم چې شي
ژور ، ته رابرسېره شې
زه یم مات
ساغر اوته دمی نشه
څومره چې
زړیږم ، هومره ډېره شې
زړه ، لکه
یوسف، لا په بازار کې دی
راشه !
خریدارو کې به شمېره شې
۱۳۹۲ زمری ۱۲