غم مې،
لکه ماښام کې دوابوپرمخ
دیوې یوازې پاتې شوې هیلۍسپین سیوری
چې له څپو سره دتللې رڼا
اوراروانې تیارې رنګ ته ځیر وي
هغه چې خپل یوازیتوب ته زانګي
دمازیګر په وینورنګ اوبو کې
ډنډد درنې او سهمناکې شپې بستر کې پروت وي
او هلته لرې داوبو پر غاړه
دوچو ونو لغړسیوري
دهیلۍ یوازیتوب ته ګوري
غم مې ،
دهغه مساپر موسکا ته ورته دی چې
دشپې پر سپینه واوره پلونو دلیوه ته ځیر وي
خو په دې نه پوهیږي
چې لاره کومه خواده ؟
چېرته له وریځو راوتلې نیمايي سپوږمۍ ته
تورسیوري منډې وهي
او مساپرته دلیوانو پلونه لاورلنډشي
یوه موسکا په داسې وخت کې هم دژوند تمه وي
غم مې،
یوڅاڅکی اور دی
دوروستۍ اوښکې دتودوخې په څېر
چې پر کنګل باندې یې وس نه رسي
غم مې ،
دژمې په دې لویه شپه کې دومره مست دی
چې رانه ستا دلاس تودوخه غواړي .
د۱۳۹۱ لمریز دڅيلې اتمه شپه
قرغه
02.01.2013
- wadan
دسیاست او اخلاقو تر منځ اړیکي یوه پراخ تیوریک او علمي بحث ته اړتیا لري ، چې زه یې دلته نه رااخلم ، ددې لیکنې بحث یوازې او یوازې په همدې اوسمهالي افغاني سیاست کې داخلاقو تشه ده ، له افغاني سیاست څخه اخلاق او معنوي ارزښتونه شلومیلیونرانو شړلي دي ، دوی دهر ډول اخلاقو ځای دمارکیټ دمنطق پر بنسټ د(ډیرې ګټې) سیالۍ ته ورکړی دی او په دې توګه یې خپل مافیايي انحصار ته لاره هواره کړې ده .
سیاست کول یوازې دقدرت ترلاس...
05.01.2013
- wadan
په کابل کې چې له کوم پخواني دوکاندار سره دنرخ په اړه چنې ووهې ، دبېلګې په توګه ورته ووایې چې دسلو افغانیو څیز په اتیاروپۍ درکړي ، نو درته وايي : صاحبه ! هیڅ پیسې مه راکوه ،پروانه لري ، له سره دې ځار ... په دې وخت کې نو ته حیران شې ، چې اوس به نو څه ورته وايې ؟ دا په حقیقت کې دمارکیت دزړې ارواپوهنې یو تکتیک دی ، چې دوکاندار دې ننګوي او دې ته دې چمتو کوي ، چې سل روپۍ ورکړې او لانجه رالنډه کړې....