دسیاست او اخلاقو تر منځ اړیکي یوه پراخ تیوریک او علمي بحث ته اړتیا لري ، چې زه یې دلته نه رااخلم ، ددې لیکنې بحث یوازې او یوازې په همدې اوسمهالي افغاني سیاست کې داخلاقو تشه ده ، له افغاني سیاست څخه اخلاق او معنوي ارزښتونه شلومیلیونرانو شړلي دي ، دوی دهر ډول اخلاقو   ځای دمارکیټ دمنطق پر بنسټ  د(ډیرې ګټې) سیالۍ ته ورکړی دی او په دې توګه یې خپل مافیايي انحصار ته لاره هواره کړې ده . 

سیاست کول یوازې دقدرت ترلاسه کول نه دي ، بلکې له قدرت څخه دخلکو په ګټه کار اخیستل دي ، همدا اصل دشلو مېلیونرانو په انحصار کې له منځه تللی دی ، شل مېلیونران له ټولو امکاناتو او وسایلو څخه ددې لپاره ګټه اخلي چې واک ترلاسه کړي او بیا له واک څخه ددې لپاره کارو واخلي چې ځانونه په ګټه وپړسوي . دودانۍ ټیم باید دسیاست له اوسني مفهوم  څخه دغه کاراخیستنه وتوږي او اخلاق بېرته راولي .

دودانۍ ټیم باید له خلکو سره کارو کړي ، چې لاهم دوجدان په نامه یو ځواک شته ، لاهم دخلکو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره دخدماتو او تولیداتو مکلفیت دسیاسي ځواک پرغاړه دی ، وزارتونه ددې لپاره نه دي ، چې یومېلیونر اویا یې ګټیالی استازی پښه پرې واړوي او لکه لنګه غوا دې یې راولوشي ،بلکې ددې لپاره دي چې دخلکو په ژوند کې هره ورځ مثبت بدلون راولي . یو اخلاقي اصل دادی چې دځان او خپل ژوند ترڅنګه دنورو دژوند او خیر ښېګڼې لپاره هم فکر او عمل وکړې . پر دې بنسټ په اوسمهالي سیاست کې داخلاقو دبیرته راوستلو ساده پېژندنې ته رسیدلای شو او هغه داچې :

بداخلاقه سیاست : دادی چې دخلکو باور، وسایل او امکانات دواک اخیستلو او واک ساتلو لپاره وکارول شي او واک دفردي یا ډله ییز و ناولیو ګټو لپاره استخدام شي .

اخلاقي سیاست : دادی چې دخلکو په مرسته ، باور او ملګرتیا واک ترلاسه شي او واک دټولنې دوګړیو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره وکارول شي.

دمارکیټ اخلاق چې غوښتنه یې ( لاډیره ګټه ) ده ، پر فردي اخلاقو اغیز کوي ، زړه سوی ، همدردي ، له بل سره مرسته ، خیرښېګڼه او عاطفه له منځه وړي او له بده مرغه موږ په چټکۍ سره دهمداسې اخلاقي انحطاط کندې ته دورلویدو په خواروان یو .

ټول له ستونزو شکایت کوو، ټول پوهیږو ، چې ورځ په ورځ دسقوط خواته ځو، خو کله چې دژغورنې ، عملي اقدام، مبارزې ، ګډ کار او دخلکو دراخوځولو خبره راشي ،نو پوښتنې راپیداشي چې ایا داهرڅه مانا لري ؟ ایا دژغورلو امکان لاهم شته ، ایا اخلاق او وجدان وجود درلودلای شي ؟ نورې پوښتنې چې راپیدا کیږي داسې وي ؛ که زه په دې برخه کې څه وکړم ،نو ګټه به مې څنګه شي ؟  دخلکو لپاره دفکر او عمل کولو لپاره به څوک څومره تنخوا راکړي ؟ ایا دخیر ښېګڼې لپاره څه کول ( هغه هم په اوسنیو شرایطو کې ) لیونتوب نه دی ؟  نو زه ورک یې کړه یو بل څوک به راپیدا شي چې داهرڅه وکړي ، زه یې څه کوم ؟

دې ټولو پوښتنو ته ځواب ورکول ، عمل ته درادانګلو یو جرئت او ریښتینی غږ پورته کول دغه ټولنیزه تابو ماتولای شي او داکار باید دودانۍ ټیم وکړي ، داچې څنګه راځئ دلته ورته تم شو .

دودانۍ ټیم څنګه کولای شي سیاست ته بیرته اخلاق راستانه کړي ؟

لومړی باید دودانۍ ټیم پخپله دمبارزې لپاره یو داسې خپلمنځي نظام جوړکړي  چې پر اخلاقو ولاړ وي نه په مارکیټي بد اخلاقۍ .  په دې نظام کې باید ټولې هڅې خپلخوښې   

 ( داوطلبانه ) وي . ټاکلي اهداف ولري او ترهرڅه مهمه داچې له خلکو سره چلند یې هم دمعنوي ارزښتونو پر بنسټ وي ، دخلکو دباور او اعتماد ساتل هماغومره مهم دي لکه ګټل یې چې دي .

دودانۍ دټیم فکري بنسټ باید دنورو دژوند دشرایطو دښه کولو له لارې څخه دخپل ځان دژوند دشرایطو ښه کولو ته لاره هوارول وي . دودانۍ ټیم باید په بېوزلۍ کې دکارکولو له سخت ازمونه تېر شي او دا تابو ماته کړي ، چې پرته له بهرنیو او کورنیو مشروطو مرسته څخه سیاست نه کیږي . دودانۍ ټیم کولای شي خلک په دې قانع کړي ، چې په تش لاس هم معقول سیاست ممکن دی ، داخلاقي سیاست معیار جیب نه  زړه او ماغزه دي ، که موفکر بډای و او عاطفه مو درلودله په تش جیب هم یوه انساني داعیه پرمخ بیولای شئ .

داخلاقو تمثیل داخلاقو دتدریس پرځای .

دودانۍ ټیم نه ښايي په ( ښه کوه او بدمه کوه ! ) کې خپله مبارزه رالنډه کړي ، بلکې پخپله دعالي ټولنیزو اخلاقو عملي بېلګه شي او دارادې په دې کمزوري دوران کې پرخپله لویه اراده اوپریکړه تکیه وکړي .

دودانۍ ټیم کولای شي هرځای پردې بحث اوخبرې وکړي ، چې په سیاست کې اخلاقي انحطاط څنګه او ولې راپېښ شوی دی او خلک یې دله منځه وړلو لپاره څه وړاندیزونه لري ؟

دودانۍ ټیم ښايي داخلاقي سیاست دتبلیغ لپاره ټول وسایل وکاروي او دخلکو پام دې ته راواړوي چې  دټولو دژوند ښه کېدل دهر( یوه ) دژوند دښه کېدو لامل ګرځي او هیڅکله له نامشروع لارې څخه دیوه دژوند ښه کېدل دټولو دژوند دښه کولو په مانا نه شي ګڼل کیدای. دودانۍ ټیم کولای شي دهېواد په لنډ تاریخ کې دهغو بریالیو ملي نهضتونو بېلګې خلکو ته وروپيژني ،چې له استبداد او انحصار څخه دخلاصون لپاره یې په خوراسختو شرایطو کې مبارزه کړې وه . همداراز دنړۍ په سطحه  زموږ شرایطو ته ورته شرایط ، دخلکو اراده ، مبارزې او بریالیتوبونه معرفي کړي .

په دې برخه کې اساسي پوښتنه داده چې له سیاست څخه اخلاق چا او ولې شړلي دی ؟ او که دا حالت دوام وکړي ، څه پېښېدای شي ؟

دودانۍ ټیم ښايي دريښتینو اتلانو دپېژندنې په مرسته راروان نسل په دې باوري کړي ، چې یوازې ځانته ګټه رسول، ځواک او دظلم کولو توان له سړي څخه اتل نه شي جوړولای ، بلکې داتل کیدو معیار نورو ته دڅه کولو کمال دی او دنورو دانساني ژوند دښه کولو لپاره هلې ځلې داتلولۍ لویه نښه ده  .

دودانۍ ټیم ښايي دشلو مېلیونرانو له مخ څخه ټول هغه دروغجن نقابونه لرې کړي ، چې دوی یې ترشا ځانونه پټ کړي دي .  دادخلکو حق دی پوه شي ، چې مکار مېلیونران ددوی له باورونو ، اړتیاوو او کمزورتیاوو څخه څه ډول کار اخلي او داټول دخپلو ګټو دډیریدلو لپاره لګوي .

اخلاقي سیاست ددې هېواد دهر احتیاج انسان په ژوند کې دمثبت تغیر راوستل دي ، یوازې شعارونه او دچا په حال دروغجنې اوښکې تویول هیڅ هم نه شي بدلولای . اخلاق د سمو باورونو پر بنسټ دسمو اعمالو تر سره کول دي ، نو دهمدې منطق پر بنیاد سیاست ته داخلاقو دراستنولو ځواکونه دسمو افکارو ،باورونو او اعمالو له لارې خپل هدف ته رسیدلای شي .