زما سیاسي تخیلات


زما سیاسي تخیلات / سیاست ته داخلاقو راستنول

  دسیاست او اخلاقو تر منځ اړیکي یوه پراخ تیوریک او علمي بحث ته اړتیا لري ، چې زه یې دلته نه رااخلم ، ددې لیکنې بحث یوازې او یوازې په همدې اوسمهالي افغاني سیاست کې داخلاقو تشه ده ، له افغاني سیاست څخه اخلاق او معنوي ارزښتونه شلومیلیونرانو شړلي دي ، دوی دهر ډول اخلاقو   ځای دمارکیټ دمنطق پر بنسټ  د(ډیرې ګټې) سیالۍ ته ورکړی دی او په دې توګه یې خپل مافیايي انحصار ته لاره هواره کړې ده .  سیاست کول یوازې دقدرت ترلاس

02.01.2013 wadan

زما سیاسي تخیلات / دودانۍ ټیم ، پرو ژې او پروسې

  زما یو ښاغلی دوست دی ، چې دهېواد په اړه ښه نظریات لري ، یوځای مو په اروپاکې په یوه نړیواله غونډه کې ګډون کړی و ، هملته زماملګري وویل چې دافغانستان لپاره دا بهیر ښايي دیوې پروژې په توګه نه، بلکې دیوې پروسې په توګه پرمخ ولاړ شي . هغه ریښتاویل او خبرې یې دې ته متوجه کړم ، چې ګڼې چارې دپروژوپه چوکاټ کې  مخ په ورانۍ روانې دي . راځئ وګورو چې څنګه ؟   پروژه څه ده ؟ پروژه دانګریزۍ له  (  Project )

26.12.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات / ملي وجدان

  دملي بحران پرمهال دولسي خوځښت درهبرۍلپاره یوه داسې شخص ، فکرمحوره جوړښت یا دشخصیتونو یوې مجموعې ته اړتیا شته ، چې دټولیز وجدان ونډه ترسره کړای شي . په افغانستان کې همدا ونډه دودانۍ ټیم ته ورپه غاړه ده . راځئ وګورو ،چې دملي وجدان ترکیب څه مفهوم لري ؟  هغه شخصیت ، جوړښت یا خوځښت ،چې دټولنې وګړي دخپل ګډ برخلیک ښه او بد دهغه ( هغوی ) له نظر سره سم وارزولای شي، په حقیقت کې یې دملي وجدان ممثلین ګڼلای شو . ډېر ځله په کړکیچنو حالاتو کې ملي وجدان ته اړت

26.12.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات / دوښمن

  موږباید یو لوی ملي دوښمن ولرو . موږ ګڼ دوښمنان لرو ، خو ټول ورته دګډ دوښمن په سترګه نه ګورو ، زموږ دټولنیزو ، ملي او هیوادنيو اختلافاتو او مخامختیاوو یو لوی لامل همدا دی چې ګډ دوښمن نه لرو ؟ هغه ګاونډی چې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او هرڅه یې له لاسه وران دي، موږ ټولو ته ګډ دوښمن نه ښکاري ، ځکه هرګاونډی دګڼو دوښمنانو ترڅنګ یوشمېر دوستان هم لري او که دوی داسې دوستان ونه لري نو نه شي کولا ی په افغانستان کې خپلې لاسوهنې تر سره کړي . هغه هېوادچې موږ ورڅخه ځوریږو ځینې

05.12.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات /دودانۍ دټیم ستونزې

  دودانۍ ټیم به دخپل کار په پیل کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي ، خو داپه دې مانا نه ده چې هڅه او زیار یې بې ګټې دی او ګواکې موخې ته به ونه رسیږي . راځئ دودانۍ دټیم په مخکې پرتې ستونزې وشمارو او بیا یې حللارې هم یادې کړو .   دشلو مېلیونرانو انحصاري  ګټې او واک وځواک تر ټولو لوی خنډ دی ، ځکه دوی دخپل سیاسي ځواک ، پوځي ډلو او اقتصادي ( تورو او توریدي ) ګټو ددوامداره او میراثي ساتنې لپاره دیوه روښانه ، ویښ او

28.11.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات/ دودانۍ ټیم

  په تېره برخه کې مو په یوه فرضي ټیم خبرې وکړې ، ماویل کیدای شي داخدمتګذاره ټیم دکار کولو له قومه وي ، دخدمت رسولو په ژبه خبرې وکړي ، افغانستان اوددغه هېواد دانسان  د  ژوند دشرایطو پرښه کولو  ژمن او باورمن وي، په دې پسې به نه ګرځو چې دکوم ځای دی او دکوم قوم استازیتوب کوي، داټیم به خدمات  ټول افغانستان ، ټولو قومونو ،سیمواو ژبو ته رسوي ، موخه به یې دټول افغانستان  وداني وي ، نو که داسې یوټیم دودانۍ ټیم وبولو زموږ کاربه اسانه کړ

21.11.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات/ دسیاسي صداقت تشه

  دسیاست اوصداقت ترمنځ اړیکه یوه تل پاتې شخړه بریښي . ترهغو چې فردي ، ډله ییزې او پټې ګټې دسیاستونو منځټکی وي ، په سیاست کې دصداقت  رامنځته کېدل ناشونی دی او ترهغو چې سیاستونه په ریښتینولۍ   استواره نه وي  اوسنی وضعیت نه شي بدلېدای . راځئ وګورو چې په سیاست کې صداقت  څه دی ؟ هره هغه سیاسي کړنه چې دیوې سنجول شوې عقلي ـ منظمې پروسې په پایله کې بشپړه شي  او ګټه یې خلکو ته ورسیږي ، په حقیقت کې دصداقت &nbs

14.11.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات/اداري پړسوب

  شلو مېلیونرانو او دهغوی بهرنیو ملګرو ټوله پاملرنه اداري ګڼې ګوڼې ته واړوله او دخدماتو پر ځای یې اداري جوړښتونه بېځایه وپړسول ، داداري پړسوب یو لامل داو،چې دمېلیونرانو نږدې کسانو ته څوکۍلږ وې ، دولتي چارواکي اړ شول چې دزورورو مېلیونرانو نازولیو ته لوړې څوکۍ پیداکړي ، لوړې څوکۍ بې له دفتر او پرسونله نه چلیدې نو دلوړو څوکیو لپاره اضافي ادارې جوړې شوې او یاهم د شته ادارو څانګې وغځول شوې ، حال داچې نه بودجه شته او نه هم کار . په سلګونو مشاورین رامنځته شو

07.11.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات ، ذهنیتي اختلال

  شل مېلیونران خپلې خپلې رسنۍ لري او تمامه ورځ په کې لرو بر کیږي ، دا رسنۍ څو دندې لري :   مېلیونر ته (کاریزما ) یاکېش شخصیت جوړول ؛ هغه هم په ډیره نامسلکي بڼه او یوازې دشعارونو او خندوونکیو تصویرونو دښوولو یالیکلو تر بریده . که دمېلیونر رسنۍ ته غوږ شې یا يې ولولې ، نو فکر به کوې چې ، دا یې دهمدې لپاره جوړه کړې چې دخپل خاوند لپاره (الذم بما یشبه المدح) وکړي . دخلکو پر افکارو او عامه ذهنیت کې دخپلو شعارو

31.10.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات، موسسه یي سیاست

   په انګریزي کې ورته    (Institutionalized)   وایي ، که مخامخ او بدرنګه یې راوژباړو ، نو(موسسه یي)  ورته ویلی شو ، زموږ سیاستونه لا موسسه یي شوي نه دي، او تر ډیره د فردي سلیقو پر بنسټ رامنځته کیږي او له منځه ځي . دسیاستونو موسسه یي کېدل څه دي؟ داساسي قوانینو ، ملي ګټو ،  زماني اړتیاوو او علمي تیوریو پربنسټ دیوې ټولنې دغړیو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره دستراتیژیو او تاکتیکونو هغه قانونمنده ک

24.10.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات، قرباني ـ توانمندي

 په پر مختللیو ټولنو کې دواک ته رسېدلو معیار د( څه کولو ) توانمندي وي ، په ځینو نوروکې چې انقلابي شرایط لري هلته دواک ته رسېدو معیار   قرباني وي او دهغو انقلابي ډلو یا افرادو دقربانیو په بدل کې واک دیوه امتیاز په توګه ورکول کیږي ،چې دیوه ملي ارمان دترلاسه کولو لپاره یې ځان تېریدنه کړې وي .  که څه هم داحساساتي او عاطفي قضاوت له مخې واک ددوی حق ګڼل کیږي   ، او خلک ځکه  واک دوی ته سپاري چې ټولنه معقولې سیاسي زمانې ته ورسوي ، په معقوله سیاسي زمانه

17.10.2012 wadan

بهرنیان او مېلیونران

شل مېلیونران هم خپل مجبوریتونه لري ، دوی په ډیره بده بڼه دبهرنیانو په لاس یرغمل شوي دي ، دابهرنیان افراد نه دي ، هېوادونه  ،ان لاچې حکومتونه هم نه دي ،بلکې داځانګړې کړۍ دي چې کار یې همدا دنورو هېوادونو په چاروکې لاسوهنه اوهلته دخپلو اغیزو زیاتول دي . دوی یو شمېر وګړي په لومه کې اچوي ، له یوې خوا امکانات ، ځواک ، پیسې او مشري ورکوي ، خو له بلې خوایې په داسې لانجوککړوي چې هېڅکله ددوی ( بهرنیانو) له  لومو څخه سر ونه   نه شي ایستلای .  

11.10.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات ، لګښتي سیالي

  له ډاکتر درمل سره  یوه واده ته تللی وم ،  دواده پر لګښتونو او هوټلونو غږیدو ، ډاکتر یار مې ویل چې ټولنه په بېځایه لګښتونو روږدې شوې ده او ددې یو لامل هم دشلو مېلیونرانو بادراوړې پانګه ده . هغه ريښتیا ویل ، ما فکر وکړ چې دا وړه ستونزه نه ده . شل مېلیونران ، دهغوی ددوهم او درېیم کتار ملګري ،چې پانګه یې له اسمانه راوریدلې ده او دټوپک له شپیلۍ ، قاچاقو ، مافیايي فعالیتونو، غلا او فساد څخه یې له خوارۍ پرته لاس ته راوړې ده، دلګښتي سیالۍ لوبه ګرم

04.10.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات ، دتولید ویره

  دسیاسي مېلیونرانو دواکمنۍ لویه ستونزه دا ده چې دوی د پانګې داقتصادي دوران حوصله نه لري . راځئ وګورو چې دپانګې اقتصادي دوران څه دی ؟ ولې یې دوی حوصله نه لر ي ؟ او ددې زیان څه دی ؟ په ساده ژبه؛ دپانګې اقتصادي دوران دیوې تولیدي یا خدماتي پروسې بشپړولو ته وايي چې په کې لومړنۍ پانګه ، دتولید یا خدماتو مادي توکي اوبشري ځواک  وکاریږي او له لومړني حالت څخه دوهم ،درېیم  یا څلورم ... حالت ته تغیر رامنځته شي ، ګټه ولري او  

26.09.2012 wadan

زماسیاسي تخیلات، روښانفکران

په ټولنه کې دزورورو مېلیونرانو داستبداد او انارشۍ تر ټولو لوی مخالفین ریښتیني روښانفکران وي ، هغه روښانفکران چې دعدالت او اصلاحاتو لپاره مبارزه دخپل ژوند اصلي هدف ټاکي او په دې لاره کې ګډې او همغږې هڅې کوي .  نامتو اګزستنسیالیست فیلسوف ژان پل سارتر ویلي و : "  روښانفکر هغه دی ، چې دهرې ټولنیزې بېعدالتۍ پروړاندې (نه ) ووایي ، همدا یوه شرافتمندانه ( نه ) له هغو سلو ( هو ) ګانو څخه غوره ده چې دبېعدالتۍ په شتون کې یې وایو." اوس ن

19.09.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات ، مافیا

  هره هغه ډله ییزه هڅه چې دناقانونې ګټې لپاره ککړ او ناولي اوزار( وسایل)  کاروي او دیو شمېر کسانو یاډلو دګټو لپاره ټولیزو یاملي ګټوته  زیان رسوي  ورته مافیايي هڅې ویلی شو ،  مافیا يي ډ لې ډیر ځله  پټ فعالیت کوي . ویل کیږي چې یومهال دایټالیې په سېسلي ټاپو کې دیوې کورنۍ غړیو یو مافیايي بانډ جوړ کړ بیا یې ټولې ایټالیې ، اروپا او امریکا ته جال وغوړیده ، دغو ډلو دسیاسي ځواکونو په زړه کې ریښې وکړې او پر سوداګریزو ، مالي او صنعتي برخ

19.09.2012 wadan

زماسیاسي تخیلات، معنویات

  که څه هم ما په تیرو برخو کې  پردې لږ و ډیرې خبرې کړي ، چې دشلو مېلیونرانو په واکمنۍ کې ناروا مادي ګټې او  پخپله د( ګټې) تلوسه  دمعنوي ارزښتونو ځای نیسي ، خو داچې معنویات څه دي ، څومره ارزښت لري او موږ له کومو ستونزو سره مخامخ یو؟ یوه ځانګړي بحث ته اړتیا لري ، چې دادی دلته به پرې خبرې وکړو. معنویات دانساني ژوند دهغو ارزښتونو ټولګه ده ، چې په باورونو، عواطفو ، احساساتو ، غریزو، افکارو، پوهه او شعوري زیرمو کې ریښې ل

05.09.2012 wadan

زما سیا سي تخیلات،میم زرما ټوله زما

  په وطن کې دا علمي اصل  مخ په هېریدو دی چې : ترهغو چې چاپیریال اوټولنه هوسا نه شي ، دوګړي ( فرد) نیکمرغي او هوسایینه شونې نه ده. شل مېلیونران یوازې دځان ،خپلې کورنۍ او تالي څټونکیو دهوسایینې لپاره هڅه کوي ، په دې توګه دوی پړسیږي ، خو دژوند چاپیریال يې بېوزلی پاتې کیږي ، دوی به خوشاله وي خو نور به یې چارچاپېره ورځ پ

01.09.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات،مارکیټ

  دشلو مېلیونرانودواکمني فکري چوکاټ ( مارکیټ ) او هدف یې ( لا ډیره ګټه ) ده . چلند ، اړیکي او ارزښتونه یې په مارکیټ  کې دښه دریځ خپلولو لپاره دهڅو پر بنسټ ټاکل کیږي او په هره هڅه کې داسنجول کیږي ، چې څومره ګټه لري . دپینځه سوو میلیارډرانو په هېوادکې هم حالات همداسې دي ، خو هلته داګټه یوازې دمیلیارډرانو جیب ته نه ځي هلته یوه برخه ګټه دټکس په بڼه دسرکار خزانې ته ځي اوسرکار دنافذو قوانینو پر بنسټ  دغه برخه پانګه دهېواد په خیر ښېګڼه ، پیاوړتیااو

01.09.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات، دشلو میلیونرانو واکمني :

  افغانستان روان دی چې دشلومېلیونرو کورنیو تر هرډول واکمنۍ لاندې غاړه کېږدي  ( تردې وروسته داشل مېلیونران یو فرضي شمېر دی کېدای شي دا شمېرتر دې ډېر وي ) شل مېلیونران به دافغانستان حکومت جوړوي ( ټاکي) همدوی به سیاسي نظام او لوی سیاستونه لوبوي ، همدوی به امنیتي او پوځي واک لري ، همدوی به بهرنۍ اړیکي جوړوي ، همدوی به قوانین ټاکي ، دخلکو استازي به ددوی استازیتوب کوي او نور ټول  ( اته ویشت مېلیونه وګړي )به ددوی لپاره کار کوي

01.09.2012 wadan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more