په ټولنه کې دزورورو مېلیونرانو داستبداد او انارشۍ تر ټولو لوی مخالفین ریښتیني روښانفکران وي ، هغه روښانفکران چې دعدالت او اصلاحاتو لپاره مبارزه دخپل ژوند اصلي هدف ټاکي او په دې لاره کې ګډې او همغږې هڅې کوي .
نامتو اګزستنسیالیست فیلسوف ژان پل سارتر ویلي و : " روښانفکر هغه دی ، چې دهرې ټولنیزې بېعدالتۍ پروړاندې (نه ) ووایي ، همدا یوه شرافتمندانه ( نه ) له هغو سلو ( هو ) ګانو څخه غوره ده چې دبېعدالتۍ په شتون کې یې وایو."
اوس نو سوال پیدا کیږي چې موږ څومره داسې روښانفکران لرو؟ ښايي ډیر کم او یاهم ښايي هېڅ ؟!
په دې برخه کې غواړم ترهمدې مقولې لاندې دافغان روښانفکرانو په لټون پسې ووځم او بیا یې زموږدشلو مېلیونرانو په واکمنۍ کې پرونډه تم شم .
دروښانفکرانو دويښتیايي ، روښانتیايي او بدلون راوستونکې ونډې او مسئولیت له مخې پایلې ته رسیدلای شو ،چې موږ روښانفکران نه، بلکې لوستي ( تحصیل کړي ) خلک لرو ،چې نه شي کولای دمثبت بدلون لپاره سره منسجم او هماهنګه عمل وکړي .
زموږ هېواد دناخوالو ټاټوبی دی او که دشلو مېلیونرانوبېقانونه واکمني په کې لانوره هم ټینګه شوه نو دا به دناخوالو ، کړکېچونواو بدمرغیو تر څنګه دبېعدالتۍ ټاټوبی هم شي . دسارتر له وینا څخه ښکاري چې دی دروښانفکرانو پر اعتراضي ونډه حساب کوي ، خو دا اعتراض (پروټسټ) نه ښايي یوازې دشکایت تر بریده راکوشنی وګڼو ، بلکې روښانفکري اعتراض هغه دی ، چې دسوله ییزو ، مدني منظمو فکري خوځښتونو په مرسته دعملي پرمختګ او مثبت بدلون لپاره لاره هواره کړي . همدا اوس زموږ ښاغلي تحصیل کړي یوازې دشکایت تر بریده اعتراض کوي ، خو دیوه روښانفکره ملي نهضت ځای لاهم تش دی چې پر علمي بنسټونو ولاړه مبارزه وکړي ، شته حالاتو ته ( نه ) ووایي او ټولنه له دغو ناخوالو څخه دوتلواو مثبت بدلون په لوري رهبري کړای شي . شل مېلیونران له پخوا څخه له پوځي جګړې سره بلد دي ، دوی له ټوپکو او وسلو څخه ډیر نه ویریږي ، خو له همداسې یوه روښانفکره نهضت څخه ډیره ویره لري ، چې ددوی دبې سرحده، بې نظمه ، بې قانونه او بې عاطفې ګټې مخه دقانونمندې ګټې خواته ورګرځولای شي .
زموږ یو شمېر تحصیل کړي چې غواړي دمعترضو روښانفکرو پېښې( اکټ ) وکړي ،نوپه یوازې سراو فردي عمل کوي ،دوی لاهم په ګډ ، منسجم ، منظم ، ګوندي او همغږي خوځښت باور نه لري ، بله ستونزه دا ده چې زموږ دمعترضو تحصیل کړیو اعتراض علمي بنسټ نه لري ، دیوې تدوین شوې کړنلارې پر بنسټ عمل نه کوي او دبدلون راوستلو لپاره طرحې نه شي وړاندې کولای . شلو مېلیونرانو دهمداسې روښانفکرانو په تشه کې میدان شغالي لیدلی اودګټو په دې تش میدان کې خپل وحشي اسونه هرې خواته چې زړه یې وي ځغلوي او هرڅوک یې چې ترپښولاندې کړل پروا یې نه لري .
زموږ تحصیل کړی تر هغو معترض وي ، چې کوم مېلیونر یې په تقرر ،تطمیع ، څه وربښلو یا موقف ورکولو راضي کړي او یایې وویروي ، دسیسې ورته جوړې کړي ، بدنامه یې کړي ، په عامه ذهنیتونو کې يې وټکوي او یاهم عامه ذهنیت داسې جوړ کړي چې تحصیل کړي معترضان بې ارزښته ، ناتوانه او بې اغیزې وښيي . زموږ تحصیل کړي یا ماړه شي ، یا وویریږي ، یا ناهیلي او ستومانه شي او په دې توګه خپل فردي اعتراض پریږدي . حال داچې ریښتینی روښانفکر تر هغو خپلې ګډې مبارزې ته دوام ورکوي ،چې خپلې انساني موخې ته ورسیږي .
زه په ملي شورا کې یوښاغلی پېژنم ، په بهر کې یې تر ډکتورا پورې درس لوستی او هرې بېعدالۍ ته یې د ( نه ) ویلو شعار پرسر نیولی ، پخپله هم ککړ نه ښکاري او پرخلکو هم ګران دی ، خو لویه ستونزه یې دا ده چې یوازې دی ، ( فرد) دی اودچا سترګه نه ترې سوزي ، څوک یې لیونی بولي ، څوک یې پر ځان مین او څوک هم هسې دتصنع اوتکلف پر بنسټ ولاړ سیاستوال ، زه دلته ددغه ښاغلي تحصیل کړي په اړه دارزونې هڅه نه کوم ، خو دومره هرومرو وایم چې دغه ښاغلی ډیر شکاک دی او په هیچا باور نه شي کولای ځکه نو خپلې هڅې له ( بل) سره نه شریکوي او په دې توګه ، دخپلې ټولې مبارزې په اوږدو کې یې هېڅ بدلون ته لاره هواره نه کړه او کومه اصلاح یې رامنځته نه شوه کړای . دزورورومېلیونرانو هم اوس حیانه ترې کیږي او په عامه ذهنیت کې یې ځپلی دی . دا ترټولو لوی درس دی چې دیوه روښانفکره ملي نهضت درامنځته کولو لپاره یې ښايي واخلو. که دیاد ښاغلي اغېز ، هوډ او پوهه په زرو کې ضرب شوې وای نو کولای یې شول چې په مېلیونونو وګړیوکې نفوذ و کړي او دیوه منظم ویښتیایي ، روښانتیايي بهیر په تېرولو سره بدلون ته لاره هواره کړي .
زما خیالي روښانفکران ،
شلو مېلیونرانو حکومت یرغمل کړی دی ، خلک ورځ تربلې دبدمرغۍ لور ته ورنږدې کیږي ، دحکومت دکمزورۍ له امله بهرنۍ لاسوهنې روانې دي ، په کور دننه کمزورتیا بهرنیو یرغلونوته لاره هواره کړې ده .په دې کړکېچ کې موږ څو اړخونه پېژنو( یرغمل شوی حاکمیت، شل مېلیونران، خلک او بهرني عوامل )
که په افغانستان کې روښانفکران وای ، سره همغږې ، هدفمنده او علمي مبارزه یې کولای نو پوهیږئ چې حالات به څنګه وو؟ راځئ چې ویې ګورو :
ترهرڅه مخکې به خلکو دهغوی په شتون کې دیوې ملي او روښانفکرې مشرۍ ادرس پیژانده ،چې په هر ه سخته کې پرې راټول شي . همدې روښانفکرې کړۍ به له حکومت سره مرسته کړې وای چې ځان دشلو مېلیونرانو له یرغمل څخه خلاص کړي . ان چې همدې روښانفکروځواکونو کولای شوای دملي بدمرغۍ له اصلي عواملو ( شلو مېلیونرانو) سره هم مرسته وکړي ،چې دیوې قانونمنده حاکمیت په دننه کې له خپلو پانګو څخه دخلکو په ګټه روا او مشروع کار واخیستلای شي او په دې توګه دیوه پیاوړي او ملي حاکمیت په مرسته دبهرنیانو دلاسوهنو مخه هم ونیولای شي .
عجیبه داده چې زموږ ملي بدمرغي څو اړخیزه ده :
له یوې خوا تېرو پینځه دیرش کلنو پېښو دشلو بېرحمو ، بې عاطفې ، بې قانونه او بې عقیدې مېلیونرانو ترحم ته کینولي یو . له بل لوري یې دداسې لیونیو ګاونډیو لیوانو په منځ کې راایسار کړي یو چې سر پورته کولو ته مو نه پریږدي . بله خوا دپنځوسوو میلیارډرانو دهېوادونو تر وسپنیزو موزو لاندې داسې پریوتي یو چې هغوی موټولې چارې په لوی لاس همدغو شلو مېلیونرانو ته داسې په ټیکه ورکړې دي چې دهغوی په مرسته هرکله اوبه خړې او کبان ونیولی شي ... خو له دې ټولو بدمرغیو ستره بدمرغي مو دا ده چې لاهم وطن دداسې ریښتینو ، ژمنو او سره متفقو روښانفکرانو له وجود څخه تش دی چې وکړای شي په تدبیر او پوهه دولس استازیتوب وکړي او له دې بدمرغیو څخه مو رابهر کړي .
په دغسې یواشفته بازار کې څنګه کولای شو ( افغان تحصیل کړي ) د (افغان روښانفکرانو) دریځ ته ورپورته کړو؟
هغه ورک روښانفکران چې موږ له دې بدمرغۍ څخه ایستلای شي څنګه بیا موندلای شو ؟ همدا زموږ یوه ملي پوښتنه ده ، دې ته به دتخیلاتو په نورو برخو کې دځواب موندلو هڅه وکړو، خو که تاسو قدرمنو لوستونکیو ته دریښتینو روښانفکرانو پته معلومه وي ، یا یې پېژنئ ، راځئ له موږ سره یې شریک کړئ ، په دې اړه ستاسو دغبرګون په هیله .