هره هغه ډله ییزه هڅه چې دناقانونې ګټې لپاره ککړ او ناولي اوزار( وسایل) کاروي او دیو شمېر کسانو یاډلو دګټو لپاره ټولیزو یاملي ګټوته زیان رسوي ورته مافیايي هڅې ویلی شو ، مافیا يي ډ لې ډیر ځله پټ فعالیت کوي . ویل کیږي چې یومهال دایټالیې په سېسلي ټاپو کې دیوې کورنۍ غړیو یو مافیايي بانډ جوړ کړ بیا یې ټولې ایټالیې ، اروپا او امریکا ته جال وغوړیده ، دغو ډلو دسیاسي ځواکونو په زړه کې ریښې وکړې او پر سوداګریزو ، مالي او صنعتي برخو کې یې نفوذ وکړ ، دمافیا ډلو به دلا ډیرو پیسو ، ملکیتونو او ځواک تر لاسه کولو لپاره پر سیاسیونو اغیز کاوه او څوک به یې چې په وړاندې ودرېدل نو یا یې ویراوه ، یا یې په چل او بډو دځان ملګری کاوه ، یا یې په ټولنه کې داسې بدنامي وراړوله چې نور به یې ددوی په وړاندې هېڅ هم له وسه نه و پوره او که په دې لارو یې چاره نه وای شوې، نو بیا به یې له منځه وړ . مافیايي ډلې په تښتونو ،وژنو، قاچاق، مخدراتو ، ناولیو سیاستلوبو، باج اخیستنو او نورو جنایتونو کې ښکېل وي ، خو له وړو جنایتکارو ډلو سره یې توپیر داوي چې دسیاست او حکومت په کړیو کې خپل وګړي لري او دپټو ، منظمو او خورا فعالو شبکو په مرسته عمل کوي ، داسې هم شوي چې مافیايي ډلو بشپړ حکومتونه ، پولیسي سیستمونه او یاهم سیاسي لوري تر کنټرول لاندې راوستي وي او په ګڼو هېوادونو کې یې خپلې شبکې فعالې کړي وي . دلویدیځوالو دهر بل سیستم په څېر دهغوی مافیا هم پرمختللې او منظمه ده ، له وړو موخو سره کار نه لري او عام وګړي ورڅخه مخامخ لږ اغیزویني ، خو په وروسته پاتې ټولنو کې مافیايي ډلې هم خورا بېنظمه ، بېرحمه او خلکو ته زیان پېښوونکې دي .
مافیاګانې تل دهنري فلم جوړوونکیو او پولیسي داستان لیکونکیو دپام وړ وي او ددوی په اړه یې له مبالغې او افسانوي تخیلاتو ډکې سناریو ګانې پنځولي دي ، چې دې پخپله دمافیا لپاره په نړیواله سطحه دتبلیغاتي کمپاین کار کړی دی .
دفلم جوړونکیو او داستان لیکونکیو په څېر دا ځل ماهم تخیل کړی دی چې په افغانستان کې د شلو مېلیونرانو په واکمنۍ کې دا ښکارنده ( پدیده ) څنګه ده ؟
شل مېلیونران چې له قانوني پلوه خپل پایښت له ګواښ سره مخامخ ویني نو تل پر مافیايي ډلو ، ګټو او ځواک باندې تکیه کوي ، همدلته ده چې دشلو میلیونرانو دواکمني لومړی سوغات دمافیایي ډلو رامنځته کېدل ، پیاوړي کېدل او دوه اړخیز ملاتړ دی . افغانستان له څو پلوه د مافیايي جوړښتونولپاره دپام وړ هېواددی ، دمخدره موادو دتر ټولو لوی تولیدوونکي په توګه ،دوسله والو ډلو دارزانه استخدام ، د قاچاقولپاره دترانزیتي ارزښت، دکمزورې قانونواکۍ او دسیاستلوبو د سیالیو د مرکز په توګه ددغو ډلو ددروبڼ او لوبولپاره تر ټولو ښه میدان دی . په تیره بیا چې قانون او حکومت په کې دشلو میلیونرانو له خوا یرغمل شوی وي . شل میلیونران دخپلو ګټو لپاره ډیر ژر دمافیا پنجو ته لویږي او یو مهال چې ګوري په خپله دمافیايي جوړښتونو یوه برخه ګرځېدلي وي ، مافیا ښکر او لکۍ نه لري ، ناقانونه وسله وال لري ، خلک ویرولای شي ، په سیاسي ځواک کې ریښې لري ، دناقانونه ګټو دتر لاسه کولو لپاره لاره هواروي ، خلک تښتوي یا یې ویروي ، له پانګوالو څخه په زوره باج اخلي ، پر عامه شتمنیو خیټه اچوي ، دفساد بازار ګرم ساتي ، او دنړیوالو قاچاقچیانو لپاره زمکه هواروي ، بس همدا ... اوس نو ګورو چې په افغانستان کې دشلو میلیونرانو له برکته داهرڅه کیږي ، مانا داچې همدوی پخپله ددې ډلو رامنځته کوونکي، پالونکي او چاغوونکي دي .
شل میلیونران چې د زور او ګواښ په مرسته په سیاسي واک کې خپله ونډه ساتي په پوره هوښیارۍ سره ګټه ورڅخه اخلي مافیايي جوړښتونه دمیلیونرانو یو لاس او په سیاسي ـ حکومتي جوړښت کې یې ونډه بل لاس دی او په دې توګه دډیرې ګټې دترلاسه کولو په کار کې همدا یو لاس له بله سره مرسته کوي ، مافیا دسیاسي نفوذ په وسیله خپل کار کوي او بیرته له میلیونر سره مالي او حمایوي مرسته کوي چې په سیاست کې خپله ونډه وساتي ، دا هم دمارکیټ تعامل دی؛ یو څه راکړه او یوڅه واخله ! او بالاخره همدا راکړه ورکړه دلا ډیرې ګټې لپاره دوام کوي. دشلو مېلیونرانو او مافیایي ډلو دملګرتوب یو اصل انحصار دی : پر سیاست ، پر څوکیو ، پر مارکیټ ،پر ګټو ، پر فرهنګ ،پر خدماتي سکتور، پر رسنیو، پر افکارو ، پر باورونو ... پر هرڅه انحصار دهمدوی له خوا ټینګیږي او نور خلک څنډې ته ټېل وهل کیږي . شل مېلیونران پر حکومتي څوکیو خپل انحصار دلاډیروګټو ترلاسه کولو لپاره ساتي ، ددوی ګومارلي کسان له واکه نه ګوښه کیږي یوازې له یوې څوکۍ بلې ته ځي او له یوبل سره په تفاهم کې دځواک ګدۍ ساتي .
اوس نو راځئ پر اصلي ستونزه خبرې وکړو:
مافیا د ځواک او سیاسي واکمنۍ لپاره ، سیاسي واکمني او ځواک دلاډیرې ګټې لپاره، دګټې یوه برخه او سیاسي ځواک دمافیا يي هڅو د پرمخ بیولو لپاره ... بس همدغه کړۍ پر افغانستان راڅرخي او ستونزه دا ده چې دا کړۍ ،دوخت په تیریدو سره ،داسې ریښې ځغلوي چې ماتول یې ورو ورو ناشوني کیږي . راروان نسلونه به په دې باور وي چې له مافیا پرته واک او ګټه نشته او ددې مانا داده چې له مافیا ، سیاسي ځواک او ګټې پرته ژوند نشته . مافیايي هڅې په یو ټولنیز عادت بدلیږي او داعادت ملي فرهنګ تر خپل تورسیوري لاندې راوستلی شي او دټولیزې ارواپوهنې له مخې ډله ییز اخلاق فاسدوي . دشلو مېلیونرانو دغه کړۍ په ریښتینو پانګوالو ، سوداګرو ، کاریګرو او کسبګرو کې دګټور تولید توان ، جرئت او نوښت وژني او دمافیا د انحصاري مارکیټ په لوبه کې دهغوی حضور له منځه ځي ، دمثبت اقتصادي فعالیت ( تولیدي او خدماتي ) امکانات له منځه ځي او ملي پرمختګ په ټپه دریږي . قانون خپل ارزښت له لاسه ورکوي او حکومت د مافیايي کړۍیرغمل کیږي . خلک دروزي تر لاسه کولو لپاره پر انحصاري مافیايي کړیو ورماتیږي او په دې توګه دهېوادراتلونکې پرمافیا معتادیږي.
مافیا په ډیر مهارت خپلې ریښې لاپسې غځوي او دشلو میلیونرانو بچیان دنو ی نسل په توګه پر خپل ملګرتوب روږدی کوي . دمافیا په مرسته دشلو میلیونرانو مورثي سلطنت دوام کوي او پخپله مېلیونران هم دځان او کورنۍ دسر له ویرې ترپایه ورسره ملګرتوب کوي ، دویرې او اندیښنې ژورتیا په دې کې ده چې یو یا دوه نسله وروسته به اصلي ځواک دنالیدونکې ( نامرئی ) مافیا په لاس کې و ي او دنورو نسلونو پنځوس مېلیونرې کورنۍ ( همدا شل مېلیونرې کورنۍ بل نسل ته پنځوس کیږي .) به یوازې د مافیا سیاسي ـ اقتصادي او ان فرهنګي سناریو پر سټیج لوبوي .
له دې اندېښنې څخه دخلاصون لاره دا ده چې پورته یاده شوې کړۍ ماته شي ، مېلیونران مثبت تولیدي ـ اقتصادي فعالیت ته وهڅول شي او دقانونواکي په مرسته دمافیا دودې او چاغېدو مخه ونیول شي .
په حکومت کې دمېلیونرانو انحصاري سهم راکم شي او داسې متخصصو ټیمونو ته واک ورکړل شي ،چې لوستي ، پر اداره پوه ، ژمن او له مافیايي کړیو څخه لرې او بېزاره وي .
داکار هغه وخت شونی دی ، چې روښانفکران ( اوکه په افغانستان کې روښانفکران نه وي ، تحصیل کړي وګړي دهغوی رول لوبولی شي .) یو داسې سیاسي ځواک رامنځته کړي ، چې له یوې خوا خلک دمافیا او مېلیونرانو له ګواښه خبر کړای شي ، راویښ او روښانه یې کړي او له بلې خوا په هغو کې د مثبت سیاسي بدلون راوستلو او څه کولو اراده راوپنځوي ، او په بل پړاو کې دهمدې راویښو او روښانه شویو ولسونو په مرسته دسیاسي ځواک ډګر ونیسي ، چې په پایله کې د مافیا انحصاري سیاسي ځواک پای ته ورسولای شي او په نوي قانونمنده چاپیریال کې شل مېلیونران، دخپل پایښت لپاره ، په مثبتو تولیدي ـ اقتصادي فعالیتونو ورواړوي .