که څه هم ما په تیرو برخو کې پردې لږ و ډیرې خبرې کړي ، چې دشلو مېلیونرانو په واکمنۍ کې ناروا مادي ګټې او پخپله د( ګټې) تلوسه دمعنوي ارزښتونو ځای نیسي ، خو داچې معنویات څه دي ، څومره ارزښت لري او موږ له کومو ستونزو سره مخامخ یو؟ یوه ځانګړي بحث ته اړتیا لري ، چې دادی دلته به پرې خبرې وکړو.
معنویات دانساني ژوند دهغو ارزښتونو ټولګه ده ، چې په باورونو، عواطفو ، احساساتو ، غریزو، افکارو، پوهه او شعوري زیرمو کې ریښې لري او دانسان دشخصیت جوړیدنې پر بهیر مخامخ اغیز ښندي. داپېژندنه فردي وه ، مانا داچې په فرد ( وګړي ) کې یې دمعنویاتو سرچینه ښووله ، همدا چې په ټولنه کې دانسانانو داړیکوپر بنسټ دهغوی دګډ ژوند خبره راځي ، نو دفردي معنویاتو پربنسټ یو شمېر ټولنیز قراردادونه رامنځته کیږي او دهغو په پایله کې دګډو معنویاتو ، ټولیزو معنویاتو او بشري معنویاتو مفاهیم پیژنو ، ټولنیز معنویات دفردي معنویاتو هغه پراخه ټولګه ده چې داړتیا او وړتیا پربنسټ انسانان سره تړي . اخلاق ، عقایداو عواطف مخامخ له همدې معنویاتو سره اړیکي لري .
موږ پردې پخواهم بحث کړی دی ، چې ټولنیز نظم څلور ځواکونه ساتي :
۱- عواطف
۲- عقاید
۳- اخلاق
۴- قوانین
په دې ځواکونو کې یې درې ( عواطف ، عقایداو اخلاق) بشپړ په معنویاتو پورې اړه لري او دقوانینو ددرناوي یوه لویه برخه هم دانسانانو په معنوي پیاوړتیا کې نغښتې ده . چې داسې ده نو ګورو چې که معنویات نه وي نو ټولنیز نظم نه شي رامنځته کیدای . پانګوالي ، تولید او اقتصادي فعالیت چې دانسانانو دژوند مادي اړخ پوره کوي که دیوه نظم او توازن په چوکاټ کې تنظیم شي نه یوازې دا چې معنویات له منځه نه وړي ، بلکې اقتصادي وده دټولنیز نظم او معنوي ارزښتونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي .
زموږ ستونزه د همدې توازن په نشتوالي کې ده ، دشلو مېلیونرانو واکمني او پانګه داسې بې چوکاټه رامنځته شوه ،چې ټولنیز معنویات یې له بنسټه ولړزول او په چټکۍ سره یې دنړولو پرلوري روان دي .
شلومېلیونرانو دخپلو اعمالو په وسیله ښوولې ده چې اخلاقو ، عواطفو او عقایدو ته یې شا کړې ده او دقوانینو دپلي کوونکیو بنسټونو دکمزورۍ له امله ، دهغو چندان پروا نه لري ، په دې توګه وینو چې شل مېلیونران له معنویت څخه لرې شوي دي او ددوی لپاره معنویت ( هغه هم دداسې ګټې وټې ،زور، مارکیټ ، نړیوالتوب ، بزنس او سیاسي واکمنۍ په عصر کې ) دکمزوریو ایډیالیستو ، اوهامپرستانو او یا هم ارماني خلکو خبرې ښکاري ، ددوی لپاره نورنو دمعنویاتو عصر تېر دی او حب الوطن مانا نه لري ، ددوی په نظر کمزوري او بېپانګې انسانان دژوند کولو حق نه لري او په سیاست کې اخلاق و عاطفه ځای نه لري ، ددوی لپاره قوانین هغه څه دي چې زورور یې فرمايي ، ان داچې عقیدوي احکام هم ددوی له غوښتنو سره بدلیدای شي ، یوه بېلګه : شل مېلیونران که هرڅه دظاهر ساتنې لپاره دمسلمانۍ دعوه کوي ، خو دخپلو ګټو لپاره په ډیره اسانۍ ( انسانان ) وژني ، زموږ شل مېلیونران تر پرونه په سنګرونو کې پراته وو، اوس هم سنګرونه او وسله وال لري او هرڅوک چې ددوی دګټو ، غرور او واک په وړاندې خنډ وي نو وژني یې ، ان تردې چې بیګناه او بېضرره خلک هم وژني او دخپلې بدمعاشۍ او ویرې اچوونې لپاره دچاوژل او لوټول ورته د اوبو غوړپ ښکاري ، داسلام دسپیڅلي دین داحکامو پربنسټ انسانوژنه ترټولو لویه ګناه ده ، پوښتنه داده چې ایادزورورو لپاره دعقیدې داحکم دمنلو وړدی ؟ که نه، نو پوه شه چې دوی عقیده نه لري او که هو ، نوولې عملا هره ورځ انسانان وژني ؟
شل مېلیونران دهغې برخې اداري فساد، بیروکراسۍ او بېعدالتۍ اصلي ګنهګاران دي ، چې په افغاني اړخ کې شته ، همدوی پر خپلو هغو ټاکلیو چارواکیو ـ چې ددوی په سهمیه کې مقرر دي ـ ټینګار کوي چې له هرې لارې پیسې وګټي او دوی ته په کې برخه ورکړي ، فساد او ورانکاري له همدې ځایه پیلیږي . همدوی دخپلو ګټو لپاره جګړه روانه ساتي او همدوی دریښتینې ولسواکۍ او قانونواکۍ مخه نیسي او خپل ځواک ساتي ، له دې امله هره ورځ میلیونونه وګړي له ولږې څخه کړيږي ،مري او هېواد دسقوط پرخواروان دی دا ټولې چارې دعقیدې ، اخلاقو ، انساني عاطفې او قوانینو پرخلاف کار ونه دي خو شل مېلیونران ، ددوی پلویان او هغه سیستم چې دوی یې په سر کې دي لګیادي دا ټول جرمونه کوي اوس نو دازباتیږي چې شلومیلیونرانو له معنویت سره بشپړه خدای په اماني کړې ده . ویره یوازې دانه ده چې زموږ اصلي واکمنان ( شل مېلیونران ) له معنویته تش دي ، بلکې ویره دا ده چې ددوی د دوامدارې واکساتنې او هغې ناسمې ټولنیزې ـ اخلاقي فضا له امله ـ چې ددوی په واکمني کې رامنځته شوې ده ـ دراروانو نسلونو معنويت ته تاوان رسیږي ، په راتلونکي کې ځوان نسل له ځانه سره فکر کوي چې څنګه یوازې ګټې ، زور او ځواک ته ځان ورسوي او په دې لاره کې معنویت او معنوي ارزښتونو ته ځای نه پاتې کیږي . ددوی واکمني دمعنوي رهبرانو درامنځته کیدو مخه نیسي او چې ملي ـ معنوي مشرتوب نه وي ټولنه سقوط کوي . تاریخ ښيي چې لویې بشري ټولنې هغو مشرانو ژغورلي چې په خلکو کې یې ریښتینی معنوي نفوذ درلوده ، له پیامبرانو(ع)یې راونیسه تر لویو شخصیتونو پورې ،هېڅ یویې دګټو او وژنو اتلان نه وو . په همدې اوسمهالو مشرانو کې پاچاخان ، ګاندي ، غازي امان الله شاه او دوی ته ورته کسانو ټولو پر معنویاتو تکیه کړې وه .
همدا اوس زموږ دنسل یوه برخه ځوانان دهېواددمینې پر منطق ډیر نه پوهیږي ، ګڼ شمېريې په دې هڅه کې دي چې له هېواده ووځي او ځان لویدیځ ته ورسوي ، یا دخپلو هېوادوالو دوژلو لپاره په ځان پورې بمونه تړي ، یا ټوپک اخلي او دخپل هېواد پرپېغلو تیری کوي یا هم ځان دکوم مېلیونر په لمن کې وراچوي او له هېوادپالنې اوانساندوستۍ سره خدای په اماني کوي ، داولې ؟
داځکه چې موږ دشلو مېلیونرانو په واکمنۍ کې خپل معنویات له لاسه ورکوو. هره ورځ په سلګونو بېوزلي ، بېګناه افغانان وژل کیږي ، له ماشومانو څخه سرونه پرې کیږي او ښوونځي یې سیزل کیږي ... که معنویت شته نو ولې ټول چوپ دي ؟ ولې هیڅوک څه نه وايي ؟ ولې یو معقول ،سنجول شوی او مدني خوځښت نه راپورته کیږي ،چې دمیلیونونوخلکو په راخوځولو سره ددې ټولو جنایتونو مخه ونیسي ؟ دا ددې لپاره چې معنویات مړه دي ، معنویات یې رانه غلاکړي دي ، شلو مېلیونرانو رانه ټول ارزښتونه تښتولي دي .
څه وکړو ؟
بایددمعنویاتو سرچینې وژغورو ، بلکې دپیاوړتیا لپاره یې راپاڅیږو . داسرچینې هماغه عقیدوي باورونه او احکام ، اخلاقي بنسټونه ، انساني عواطف او قوانین دي چې ښايي له مثبت اقتصادي پرمختګ ، ودې او تولید سره یوځای پرمختګ ولري . دا څلور سرچینې باید د شلو مېلیونرانو له یرغمل څخه وژغورو او دمارکیټ له ښکېلاک څخه یې خلاص کړو.
په دې کې د منورو دیني علماوو، ویښو ، روښانفکره ، ژمنو او هېوادپالو مدني جوړښتونو ، پوهانو، فرهنګیانو او مبلغانو ونډه دپام وړ ده ، چې دجنایاتو او وژنو مخه ونیسي ، خلکو ته په ښکاره ووايي چې انسانوژنه ( چې له بده مرغه ترهرچا یې موږ ډیره کوو) لویه ګناه ، جنایت ، غیر اخلاقي او له انساني عاطفې لرې کاردی . دلته دانسانیت دژغورلو لپاره ښايي انساني معنویت وژغورو . له شلو مېلیونرانو سره داغیزمنې مدني مبارزې اصلي لاره همدا ده چې معنویات راژوندي کړو ؛ عقیدوي باورنه ،عواطف ، اخلاق او قوانین پیاوړي کړو او حب الملک والمال په حب الوطن بدل کړو.