دسیاسي مېلیونرانو دواکمنۍ لویه ستونزه دا ده چې دوی د پانګې داقتصادي دوران حوصله نه لري . راځئ وګورو چې دپانګې اقتصادي دوران څه دی ؟ ولې یې دوی حوصله نه لر ي ؟ او ددې زیان څه دی ؟
په ساده ژبه؛ دپانګې اقتصادي دوران دیوې تولیدي یا خدماتي پروسې بشپړولو ته وايي چې په کې لومړنۍ پانګه ، دتولید یا خدماتو مادي توکي اوبشري ځواک وکاریږي او له لومړني حالت څخه دوهم ،درېیم یا څلورم ... حالت ته تغیر رامنځته شي ، ګټه ولري او دفردي ګټې ترڅنګه یې ټولیز اغیز هم مثبت وي .
بېلګه : شپون رمه پیايي ، په قصابي کې دپسونو غوښه ، کولمې ، هډوکي او څرمنې پروسس کیږي ، ترانسپورت دغه توکي تر کارځایونو پورې وړي ، کارځایونه ( فابریکې ) ورڅخه بوټونه ، غوړي ، یا ساسچ جوړوي . په دې کې فابریکې تولیدي او ترانسپورت خدماتي کار کوي ، یوشمېر خلک ( بشري ځواک) له شپانه نیولې تر بوټ پلورونکي پورې بوختیږي او له همدې لارې څخه ډوډۍ خوري اوپایله یې داده چې ددې هېواد اوسیدونکي په خپل هېوادکې تولیدشوي بوټونه پښو کوي او په دې توګه مثبت بدلون رامنځته کیږي . دحالتونو تغیر دادی چې ژوندی پسه په غوښه ،پوټکي او نورو مادي توکیو بدلیږي او بیا پوټکی په څرمن ، څرمن په بوټ او ... همداسې یې درواخله نور. دکارځای خاوند په دې پروسه کې خپلې پیسې لګوي ، او بیا له بوټ اخیستونکي څخه ګټه کوي خو دا ګټه یوازې دکارځای خاوند نه ،بلکې شپون ، قصاب ، کارګر، موټرچلوونکي ، دبوټونو هټیوال اونورو ته هم رسیږي ، بله ګټه یې دا ده چې دهېواد خلک دبهرنیو هېوادونو دبوټانو له احتیاج څخه خلاصیږي . دغه پروسه وخت ، کار ، زیار ، فکر ،تدبیر، زغم او حوصلې ته اړتیا لري ، خو په بدل کې یې دنیوي او اخروي اجر ، ګټه او نیکنامي رامنځته کوي .
ماونه غوښتل په علمي بڼه دغه اقتصادي پروسه تعریف کړم ،یوازې مې دخپلې ادعا دروښانولو لپاره دغه ډیره ساده پېژندنه له بېلګې سره یاده کړه ، اوس راځم ددې لیکنې منځټکي ته : زموږ شل سیاسي مېلیونران له خپلې پانګې ، سیاسي نفوذ ، توان او زور څخه په دغسې یوه مثبت پرمختګ او نیکنامه پروسه کې ګټه نه اخلي ، داسې نه ده چې دوی په دې نه پوهیږي ،بلکې دوی ددې ډول پروسې زغم نه لري ، دوی په بېړنۍ او ډیره ګټه روږدي شوي دي . غمیزه خودا ده چې شل مېلیونران د تولیدي اقتصاد خنډ کیږي ، دتولید مخه نیسي او داقتصادي پرمختګ پر لاره ډبرې غورځوي ، داچې ولې ؟ راځئ لاملونه یې وشمېرو:
- شل مېلیونران په حقیقت کې پوځیان یا تش په نامه سیاسي څیرې دي او ځکه خو له رواني پلوه داوږدمهالي اقتصادي فعالیت حوصله او ماغزه نه لري .
- دافغانستان اقتصاد وارداتي او مصرفي اقتصاد دی ، په دې اقتصادکې شل مېلیونران یوازې دځان لپاره ډیره ګټه کوي ، داسې چې له بېلابېلو لاروڅخه دبهرنیو کمپنیو استازي بډې ورکوي او دې ته یې هڅوي چې په کور دننه دتولید مخه ونیسي ، بهرنۍ کمپني او تولیدي هېوادونه له سیاسي او مالي پلوه دوی یرغمل کوي او دپېسو یو سیروم ورته چالانوي چې دوی یې په مرسته ژوندي وپایي او سیاسي واک ولري ، ددې سیروم شرط دادی چې په کوردننه به تولیدنه پریږدي او واردات به همداسې چالانه وي . په دې ډول بډو او رشوت کې ګاونډي هېوادونه او نور سیمه ییز استخبارات ډیر لاس لري او اهداف یې هم درې دي یو: خپلو تولیداتو ته بازارموندنه ،دوه : دافغانستان کمزورتیا او درې : ددې هېوادپه سیاست او حاکمیت کې دخپلو ګوډاګیو واکمن ساتل .
- که په کوردننه تولیدي او خدماتي اقتصاد وده وکړي نو ددغو مثبتو اقتصادي فعالیتونو ملي سوداګر او فعالین به دځواک او پیسو خاوندان شي او په دې توګه به سبا له شلوسیاسي ـ پوځي میلونرانو سره سیالي ته راپاڅيږي ، شل مېلیونران له دې څخه ډیر ویریږي او نه غواړي چې په کور دننه اقتصادي مثبت فعالیت ترسره شي .
- دمثبت تولیدي اقتصاد له ودې سره سم ، ملي بنسټونه پیاوړي کیږي ،حکومت نظم مومي او قانون ورو ورو پیاوړی کیږي ، ملي شعور ځواک مومي ، خلک راویښیږي ، روښانه کیږي او بدلون ته لاره هواریږي ، داټول دشلو مېلیونرانو دمرګ زنګونه کړنګوي ، په داسې حالت کې شل مېلیونران خپل سیاسي ـ پوځي او منفي اقتصادي واک او ځواک له ګواښ سره مخامخ ویني ، ځکه خو شل مېلیونران په ټول زور سره ددې بهیر مخه نیسي .
- تولیدي یا خدماتي مثبت اقتصادي فعالیت وخت ، کار ، زغم او پرلپسې هڅو ته اړتیا لري ، چې شل میلیونران دا حوصله نه لري ، دوی په نغده ،بېړنۍ او ډیره ګټه پسې ګرځي ، نور وخت په سیاسي سیالیو ، عیاشیو او مزوچړچو تیروي ، مثبت اقتصادي فعالیت ددوی د ساتیرۍ او مزو وخت وروژني ، ځکه خو ښايي ددې مخه ډب شي .
- شل میلیونران چې په همدې حالت کې یې ځانونه په عقیدوي ، سیاسي او تش په نامه نظریاتي مشرتوب کې پیچلي ، عامو خلکو ته داسې ښيي چې موږ خو یاستاسو مذهبي مرشدین یو ، یاستاسو قومي ټیکه داران ،یاستاسو دسیمې مخور ، یاهم ستاسو دسیاسي غوښتنو دعواداران ، نو موږ خو له تجارت وکارو بار سره کوم کار نه لرو ایله ستاسو له غمه مړه یو ، ایله ستاسو استازیتوب کوو، کله چې تاسو له ستونزې سره مخامخ شئ نو موږ داعتصاب په توګه خیمه وهو ، یا لارې بندوو، یا دټوپک رااخیستو ګواښ کوو، ستاسو په استازیتوب خپل خلک پرڅوکیو ټاکو او ټوله ورځ په دې بوخت یو چې ستاسو له حقونو( !) څخه دفاع وکړو ، نوموږ خو ایله همدا کوو... که دوی ددې پر ځای په مثبت اقتصادي فعالیت بوخت شي بیا خو به خلک وايي چې : داخوبس تجارت کوي ! ځکه هم دوی یوازې تورې ګټې ته ناست وي او مشروع اقتصادي سفعالیت ته زړه نه ښه کوي .
- واردات ګمرکونه پیاوړي کوي او ګمرکي ګټه مخامخ دمېلیونرانو جیبونه ته ځي ، په کور دننه تولید دغو ګټو ته هم زیان اړولای شي .
داسې به نور لاملونه هم وي ، خو دلته یې دشمارلو ځای نشته ، دې ټولو له شلو مېلیونرانو سره دتولید ، خدماتي اقتصادي فعالیت او ملي ودې په وړاندې ویره رامنځته کړې ده ، ځکه خو دوی د ملي اقتصاد دپیاوړتیا مخه نیسي او هر څه په خپل انحصار کې ساتي .
وړاندیز :
دشلومېلیونرانو ددغې سترې جفا دمخنیوي لپاره ښايي په دوولیدلوریو ( استقامتونو) کې هڅې وشي :
۱- دملي سوداګرو ، پانګوالو او تولیدي ځواکونو دپیاوړتیا لپاره هراړخیزې هڅې ، له ویښتیا او روښانتیا نیولې د هغو فشارونوتر رامنځته کولوپورې چې حکومت مجبورولای شي او خلک اقدام ته هڅولی شي . په دې برخه کې دتولیدي او خدماتي سرچینو ، امکاناتو او لاروچارو پېژندنه او دګټو لپاره عامه پوهونه مرسته کولای شي ، خو ترټولو اغیزمنه لاره یې داده چې داسې سیاسي ځواک ( ګوند ) رامنځته شي چې ددغې چارې لپاره پر علمي ـ عملي بنسټ ولاړه کړنلار ولري او هغه میکانیزمونه معرفي او عملي کړي چې دهغو په مرسته ملي تولید او مثبت اقتصادي فعالیت وده کولای شي . ځکه داچاره سیاسي او اداري ځواک غواړي او ددې ځواک دترلاسه کولو لپاره باید سیاسي مبارزه وشي.
۲- دوهمه لاره داده چې همدا شل مېلیونران اصلاح کړای شي ، مانا داچې وپوهول شي ،چې ددوی پانګه ، سیاسي ځواک ، پېژندنه ، امکانات او وسایل په مثبته لاره هم کارول کیدای شي ، که په همدوی کې هم دملي تولید او اقتصادي فعالیت زغم او حوصله رامنځته شي ، ګټه به یې درې اړخیزه وي ، لویه ګټه به یې پخپله مېلیونرانو ته ورسیږي چې بدنامه پېژاند( هویت) به یې په یوه مثبت ، مشروع او ملي هغه واوړي او خلکو او هېوادته به یې ګټه داوي چې دتولیدي اقتصاد دګراف په لوړیدو به د تورې ـ مافیايي ګټې ګراف راټيټ شي .