له ډاکتر درمل سره یوه واده ته تللی وم ، دواده پر لګښتونو او هوټلونو غږیدو ، ډاکتر یار مې ویل چې ټولنه په بېځایه لګښتونو روږدې شوې ده او ددې یو لامل هم دشلو مېلیونرانو بادراوړې پانګه ده . هغه ريښتیا ویل ، ما فکر وکړ چې دا وړه ستونزه نه ده . شل مېلیونران ، دهغوی ددوهم او درېیم کتار ملګري ،چې پانګه یې له اسمانه راوریدلې ده او دټوپک له شپیلۍ ، قاچاقو ، مافیايي فعالیتونو، غلا او فساد څخه یې له خوارۍ پرته لاس ته راوړې ده، دلګښتي سیالۍ لوبه ګرمه کړې ده .
راځئ وګورو چې لګښتي سیالي څه ده ؟ د لوکس ژوند لپاره په هره مشروع یا نامشروع لاره دپیسو ګټل او له زورورو سره ځان په یوه کتار کې درولو ته لګښتي سیالي ویلی شو ، چې په افغاني دودیزه ټولنه کې دسرې داور په څېر پراخیږي . شلو مېلیونرانو دنړۍ تر ټولو لوکس موټر ، جامې ،کورونه ، باډیګاردان او نور امکانات راخپل کړي دي ، یومهال شلومېلیونرانو داسې ګاډي ګرځول چې شاته به یې دتیلو ټیم او ټایر نښتي وو، وروسته به دباډیګاردانو یو پېکاپ هم ورپسې روان و، په اوسنیو کلونو کې ګولۍ ضد( زرې) ګاډي موډ شوي دي ، توپیر دادی چې پخوا به خلکو دا یوازې دوسله والو کار ګاڼه خو اوس ورو ورو دهغو کورنیو شمېر ډيریږي چې دلوکسو موټو ، لوکسو کورونو ، لوکسو جامو، لوکسو مېلمستیا ګانو، ودونو، لویو تالارونو او زرګونو مېلمنو دلرلو سیالي کوي او په دې توګه یې داهرڅه په یوه داسې ټولنه کې چې دلسو افغانیو تولید نه لري خو دمېلیونونو ډالرو لګښت کوي په یوه ملي ستونزه بدله کړې ده . دستونزې ژورتیا په دې کې ده چې دمثبت تولیدي اقتصاد سیالي نه ، بلکې له نامشروع لارو څخه په لاسته راغلیو پیسو دزرق وبرق، بېګټې او ان ناولې سیالۍ رامنځته شوې ده . دسپیو له جنګولو ، دهلکانو او ښځو تر ګډولو ، فحشا ، په دوبۍ کې دمعشوقو ساتل او نورې پټې لوبې خو یې پرځای پر یږده ، شلو مېلیونرانو دناروا ګټو له لارې د یوې لګښتي سیالۍ سرطاني ټولنیز عادت رامنځته کړی دی. په ( شمسي )دیارلس سوه پنځوسمه لسیزه کې چې افغانستان تولیدي اقتصاد درلوده ، کرنې دومره وده کړې وه چې ورو ورو یې دا هېواد دخوړو له واردولو بېنیازه کاوه . دنساجیو ، سمنټو، پنبې ، لبلبو ، چیني جوړولو او داسې نورو سلګونه صنعتي فعالیتونو کارځایونه مو درلودل ، ګاونډي هېوادونه مو له حکومتي او پوځي زوره ویریدل ، مګر هغه مهال نه دومره لوکس موټر و ، نه د ودونو دومره ډیر هوټلونه ، نه ګولۍ ضد ګاډي چا پېژندل او نه هم دپیسو په زور دومره اخلاقي فسادروان و، نه څوک دکور په اړتیاوو پسې دوبۍ ته تلل اونه هم چا دعیاشۍ لپاره په کوم ګاونډي هېوادکې هوټل په کرایه نیوه ، خو اوس څه پېښ شوي دي ؟ چې نه کرنه لرو ، نه صنعت ، نه جنګلک شته ، نه دشاکر چیني جوړونه ، نه دکندز سپین زر ، نه دننګرهار زیتون او سیتروس ، نه دهېلمند ستره کرنیزه پروژه او نه هم دکندهار دمیوې فابریکه ، نه دجبل السراج او ګلبهار نساجي ... خو لا په جاپان کې زرې موټر نه وي جوړ چې موږ یې دلته وخته فرمایش ورکړی وي . لاپه فرانسه کې دجامو نوی موډ نه وي راوتلی چې دلته یې په قصر عروس تالار کې زموږ مېرمنو داغوستلو شوق کړی وي . دارجمندي دسنتۍ لپاره په قصر پاریس کې درې زره کسان رامېلمانه کوو او بیا هغوی ته اوولس ډوله پولاوونه ورکوو ، حال داچې دهمدې هوټل تر څنګ دښاروالي دسرسبزۍ دریاست جارو کښان دغرمې ډوډۍ په خیرات کې غواړي او دارجمندي ګلپوښ شوي موټر ته لسګونه سپندي ماشومان دپینځو افغانیو خواست لپاره راټول وي.
څه پېښ شول چې هرڅه سرچپه شول ؟ دانقلاب یوه لغوي مانا سر چپه کېدل دي ، موږ په انقلابونو کې بله ګټه نه ده کړې ، یوازې مو دشلو مېلیونرانو کورنۍ واک ته رسولې دي چې اوس همدا شل مېلیونران د اته ویشتو مېلیونو افغانانو وینې زبېښي او خپلو دغو جنایاتو ته یې د مذهب ، قوم ، دتیروقربانیوپه وړاندې دازلي امتیاز او څه وڅه نوم ورکړی دی .
یو لوی جنایت همدا دی چې وړې کورنۍ یې هم په لګښتي سیالیو رااړولې دي ، هیڅوک په دې پسې نه ګرځي چې هېواد ، ولس او کورنۍ یې څومره ګټه لري ؟ ژوند یې څنګه دی ؟ او ټولنه په څه ډول اقتصادي وضعیت کې ده؟ خو ددې لپاره چې دکوم مېلیونر یا دمېلیونر دکوم جیره خور له لګښت سره سیالي وشي ښايي په واده ، کوژده ، مړي او خیرات کې خپل ټول هست وبود خاورې کړو ، دټول عمر ګټلې پیسې برباد کړو او ځان په خاور وغورځوو ، بس چې دزورورو سیالي وشي .
ددې لیکنې یوه اندیښنه داده چې لګښتي سیالي هم دشلو مېلیونرانو په ګټه تمامیږي او هغه داسې چې دداسې بېګټې او بېځایه لګښتونو پر مهال وړې وړې نغدي پانګې له منځنیو او وړو کورنیو څخه تښتي او په مخامخ یا نامخامخ بڼه دشلو مېلیونرانو جیبونو ته لویږي . موږ پر دې مسئله پخوا هم بحث کړی وچې په افغانستان کې دپانګې ددوران اصل له منځه تللی دی او اقتصادي تعاملات داسې رامنځته شوي دي چې له ناقانونه لارو څخه دپانګې په هرخوځښت کې یوه لویه برخه یې دیوه پوځي ـ سیاسي مېلونر جیب ته ځي . دلوستونکیو به په یاد وي چې شلو مېلیونرانو په وارداتي ، تورو او ناروا ګټو خپل انحصار ټینګ کړی دی او حکومتي زور هم ورسره دی، نو دلګښتي سیالیو ټول توکي ددوی په ګټه راواردیږي او په دې توګه یې ګټه دشلو مېلیونرانو جیبونو ته لویږي . لوکس موټر ، دلویو ودونو خواړه ، دوروستي موډ جامې ، سره زر ، ګاڼې ، دلویو ماڼیو ودانیز توکي او نور ټول له بهره راځی او په دې سوداګرۍ کې شل مېلیونران لاس لري ، په دې توګه ګورو چې د لګښتي سیالۍ هم مادي ګټه شلومېلیونرانو ته رسیږي او هم ددې سیالۍ داتلانو په توګه دخلکو په اذهانو کې لا پسې لوییږي . دلګښتي سیالۍ یوه لویه غمیزه دا ده چې اخلاقي ایډیالونه او ټولنیز معیارونه فاسدوي ، د ځوان نسل لپاره لوی خلک هماغه دي چې ګټه ، تولید او کار وبار یې معلوم نه وي خو تر ټولو ډیر لګښت کوي او ترټولو لوکس ژوندتوکي لري . داپه یوه ناوړه کولتوري عادت بدل شوی دی ،چې که څوک خپل لګښتونه له خپلو ګټو سره سم کړي نو کنجوس او سوګت ورته ویل کیږي او په دې توګه هر وګړی ددې لپاره چې سوګت ، سخت او کنجوس ونه ګڼل شي باید پیسې وشیندي پرته له دې چې په دې پسې وګرځي چې داپیسې له کومه راځي ؟
حللاره :
له شلو مېلیونرانو سره دمبارزې تر ټولو ښه لاره دا ده چې لګښتي سیالي ته ( نه !) ووایو او خپل لګښتونه له خپلو روا او مشروع ګټو سره برابر کړو. فیشن پرستي پریږدو او دځانښوونې غریزه تر پښو لاندې کړو ، په ناروا سیالیو کې کله کله پریږدو چې خلک راپورې وخاندي ، کنجوس راته ووايي ، بېچاره مو وګڼي ، هیڅ پروانه کوي ، څوکسانو که دخپل ژوند چارې ساده کړې او دلګښت پر ځای یې دروا ګټې دلوړولو هڅه وکړه اصلاح رامنځته کیږي او که موږ ځانونه د لګښتي سیالۍ له کرښو وویستل ،نوپه حقیقت کې مو دشلو مېلیونرانو درانړولو شریفه هڅه پیل کړې ده چې دا پخپله یوه ملي مبارزه ده .
دفیشني سیالۍ دترسره کولو لپاره پور غوښتل او یا هم له اړینو ژوند توکیو څخه تیریدل جرم دی ، که موږ ددې لپاره دسرو زرو ګاڼې اخلو چې موډ دی او باید سیالي مو برابره شي خو دخپل بچي ښوونځي ته قلم او کتابچه نه اخلو ، په حقیقت کې دخپل بچي ، هېواد او راتلونکې په وړاندې موجرم کړی دی .
ددې چارې لپاره یوه فرهنګي او سیاسي مبارزه په کار ده ، دامبارزه له کورنۍ او چاپیریال څخه پیل کیږي . روښانفکره ، پر علمي او عملي کړنلارو او تګلارو ولاړ ګوندونه ښايي دلګښتي سیالۍ ټولنیز زهر خلکو ته وروپيژني او پخپله هم خپله مبارزه داسې پرمخ بوځي چې لګښت یې تر ټولو کم وي ، ځکه یوه لویه ستونزه چې لګښتي سیالۍ رامنځته کړې ده همدا ده چې دشلو مېلیونرانو ناولی موډل یې دټولو تر مخ ایښی ، خلک ګومان کوي ،چې بې له ډیروپیسو ، مافیايي جوړښتونو، بهرني استخباراتي ملاتړ یا غصب او انحصار ه سیاست نه کیږي ، ګوند نه چلیږي او اصلاحات نه رامنځته کیږي ، دا هغه رواني زهر دي چې همدې شلو مېلیونرانو په خلکو کې شیندلي دي او په دې توګه یې په سیاسي ډګر کې خپل انحصار ساتلی ،ځکه ددوی په نظر دسیاست کولو وسایل ( پیسې ، وسلې ، مافیایي ډلې ، څوکۍ ، او یرغمل شوی حکومتي ځواک) خو یوازې او یوازې له دوی سره دی . ددوی په اند؛ هغه روښانفکري ، ولسي خوځښتونه او ګوندونه چې له دوی سره په لګښتي سیالۍ کې برابري نه شي کولای ، پاییدلی هم نه شي . بې لګښته ، خپلخوښې ( دواطلبه ) سیاسي ـ فرهنګي منظمه، متشکله او منسجمه مبارزه له لګښتي سیالۍ او دشلو مېلیونرانو له انحصار سره دمبارزې لومړنی پړاو دی ، ټولو پوهو او باشعوره افغانانو ته ددې پړاو دپیل کولو بلنه ورکوم .