شلو مېلیونرانو او دهغوی بهرنیو ملګرو ټوله پاملرنه اداري ګڼې ګوڼې ته واړوله او دخدماتو پر ځای یې اداري جوړښتونه بېځایه وپړسول ، داداري پړسوب یو لامل داو،چې دمېلیونرانو نږدې کسانو ته څوکۍلږ وې ، دولتي چارواکي اړ شول چې دزورورو مېلیونرانو نازولیو ته لوړې څوکۍ پیداکړي ، لوړې څوکۍ بې له دفتر او پرسونله نه چلیدې نو دلوړو څوکیو لپاره اضافي ادارې جوړې شوې او یاهم د شته ادارو څانګې وغځول شوې ، حال داچې نه بودجه شته او نه هم کار . په سلګونو مشاورین رامنځته شول او یاهم نوې څانګې رامنځته شوې خو اغیز یې دادارې له ودانیو څخه باندې احساس نه شو ،بله ستونزه دبې ګټو ناستو ( جلسو) میټینګونو، خبرې او خوراک  ( چټینګ اند ایټینګ )، سیمینارونو ، ورکشاپونو بېحده او بېضرورته ډیریدل دي .   دخلکو په پټیواو کروندو کې بدلون رانه غی ، دخلکو په ویالو کې اوبه پیدا نه شوې ، زمکه تر کر لاندې رانه غله ، کانونه ونه وتل او پروسس نه شول ، دبرېښنا بندونه جوړ نه شول او تولیدي فابریکې پیدا نه شوې . دشلو مېلیونرانو نازولي په لوکس ، ایرکنډیشن لرونکي دفتر کې پر کمپیوټري لوبو بوخت دي ، نه چاته مشوره ورکولای شي او نه هم خدمات وړاندې کولای شي ، خو په دې ښه پوهیږي ، چې څنګه له ادارې څخه په یوه بڼه دمېلیونر جیب ته ګټه وکړي . موږ لاهم برېښنا له بهر راواردوو ، حال دا چې موږ یوازې خپل هېواد ته نه ، بلکې ټولې سیمې ته دبرېښنا ورکولو توان لرو ، دمېلیونرانو نازولیو مشاورینو هیڅ چارواکي ته مشوره  ورنه کړای شوه چې څنګه اوبه مهار کړي ، یو څه پر توربین ورتویې کړي چې بریښنا ترې جوړه شي او نورې پر هغو شاړو زمکو ورواړوي چې وږیو افغانانو ته غنم پرې شنه شي.  هرڅومره چې دمېلیونرانو د باوري ګټیالیو لپاره دڅوکیو او ادارو شمېر ډیریږي ، هماغومره دخدماتو سطحه راټیټیږي . دبهرنیو مرستندویانو په اوړو کې هم شګه وه ، که تاسو په سرینا هوټل کې ددې لپاره سیمینار جوړوئ ، چې دادارې په اړه ادم سمیت څه ویلي ؟ دې ته پیسې درکوي ، خو که دهګیو دتولید لپاره دیوه کورني فارم جوړولو ته   پیسې وغواړې ، ددې لپاره نټه کوي چې دمېلیونر پښه په کې شامله نه ده.  داډول اداري چلند ددې لامل شوی دی چې ټوله اداره دلویو ښارونو په ودانیو کې راګیر شوې ده او په ادارو کې هم یوازې کتنې ، خبرې ، سیاسي ډیالوګونه او .... روان دي.

 په ساحه کې ؛ دخلکو تر منځ او دهغوی دانساني ژوند دشرایطو دښه والي هڅې نه شته ، بله ستونزه داده چې دمیلیونرانو استازي چارواکي په دې دلیل چې په یو پوځي مېلیونر پورې تړاو لري په خپل امنیت ډیر ویریږي ځکه یې نو له خپلې ادارې ښې ډیرې ډبرې ، اغزن سیمان او وسله وال ساتونکي راټول کړي دي ، چې دا پخپله له ادارو څخه عام خلک لرې ساتي ، ځکه نو دمېلیونرانو دګټیالیو دشتون له برکته ادارې له خلکو بېلې شوې دي .

 

ددې تخیل اصلي پوښتنه :

 

سرکاري ادارې ددې لپاره دي ،چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي ؟

که :

سرکاري ادارې ددې لپاره دي ، چې کوم مېلیونر یا دمېلیونر اړوند ګټیالي ته څوکۍ ورسیږي ؟

دا هغې پوښتنې ته ورته ده چې : پول ددې لپاره دی چې خلک پرې تیر شي ؟ که پول ددې لپاره دی چې اوبه ورلاندې تیرې شي ؟

دپوښتنې دوهم ځواب هم سم دی ، خو ګټور نه دی ، مانا داچې تر پول لاندې خو ریښتیا هم اوبه تیریږي ، خو دپول جوړولو غایه ، موخه یا غرض دا نه دی چې اوبه دې ورلاندې تیرې شي ، بلکې له پله جوړولو موخه دهغه ګټه ده، چې خلک پرې له اوبو څخه تیر شي ، ادارې هم همداسې درواخله ، ددې لپاره به ښې وي چې دمېلیونرانو له شره ځان پرې خلاص کړو ، خو دادارو موخه دا نه ده ، بلکې دادارو جوړیدل ددې لپاره وي چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي ، نه داچې د مېلیونر ګټیالي هغه خپلو بادارانو ( مېلیونرانو ) ته دګټې کولو په سنګر بدلې کړي  .

ادارې پخپله هدف نه دي ، بلکې خلکو ته دخدماتو درسولو وسیلې دي ، زموږ په هېواد کې له بده مرغه ادارې او دهغو څوکیو ته رسېدل پخپله په هدف بدل شوي دي .

 

له دې ستونزې څخه څنګه ووځو ؟

 

راځئ دادارو درامنځته کېدو منطق بیرته راپه یاد کړو ، ځکه له ادارو او څوکیو څخه دمېلیونرانو انحصاري ګټې اخیستنې دادارو وجودي منطق له موږ څخه هېر کړی دی .

د اداري سیستم اصلي موخه خلکو ته دخدماتو رسول دي او دهېواد داوسیدونکیو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره کارول کیږي .  مانا داچې خدمات او دخلکو دانساني ژوند دشرایطو ښه کول اصلي هدف دی او اداري جوړښت وسیله ده .

دوهمه خبره داده چې دا وسیله باید دچا په لاس کې وي؟ هره کاري وسیله ښايي له هغه چا سره وي چې ښه یې کارولای شي او ګته ورڅخه اخیستلای شي . موږ سرچپه لګیا یو؛ د تش لاسو لپاره دوسیلو په زیاتولوپسې ګرځو ، ولو که یې یوازې یې دځان په ګټه او دنورو په زیان  هم وکاروي .

درېیمه خبره دا ده چې دا وسیله څنګه وکاروو ؟ ښکاره ده چې :دټولو په ګټه .

 دوسیلې ښه کارونه سپما ده ، دامکاناتو له لږ لګښت څخه ډیره ګټه اخیستنه دادارې یو اصل دی ، نو ادارې څومره چې وړې ، تخصصي او ګټورې وي ښې دي ، لویول یې نه دي په کار .

دادارو دارزونې معیارونه هم ښایي له سره وکتل شي ، دامهمه نه ده چې اداره څومره ښکلې ودانۍ لري ، څومره لوکس موبل او فرنیچر په کې شته ، په چارواکي پسې یې څومره ګولۍ ضد ګاډي او ساتونکي ځغلي ، څومره یې امنیت ټینګ دی ؟څومره مشاورین لري ؟ په څومره غونډو او ناستو کې ګډون شوی دی او څومره ورقې په کې تورې شوې دي؟

دادارو دګټورتیا دارزونې معیارونه باید داوي چې :

په هغه برخه کې چې کار کوي  ، څومره یې دخلکو دانساني ژوند دښه والي لپاره ګټه رسولې ده ؟ څومره یې په لږو امکاناتو او لګښت ډیر خدمات وړاندې کړي دي ، څومره ورته   دعادي خلکو لاسرسی  اسانه دی اوڅومره دهېواد په ټولنیز ژوند کې له نن څخه سبا ته ښېګڼه راوستلای شي ؟

دکرنې ادارې ښايي په کروندو کې بوختې شي نه دا چې په ډبرو کې راګیرو ښاري سنګرونو کې دکمپیوټرونو تر شا سنګر ونیسي او دټولګټو ادارو کارکوونکي په سړکونو او داوبو بندونوکې په کار دي نه دښار په لوکسو هوټلونو کې دخبرو اترو په مجالسو کې ، همداراز دامنیتي ادارو ګڼه ګوڼه په سرحدي پولو کې په کار ده نه له رینجر ګاډو سره دپوهنتون ددروازو تر شا دنجونو لپاره د دوړو او مزاحمت کولو په ډګر کې ....

دا ټول هغه وخت شونې دي ، چې ادارې دشلو مېلیونرانو او دهغوی د ګټیالیو له انحصاره خلاصې شي .