شل مېلیونران هم خپل مجبوریتونه لري ، دوی په ډیره بده بڼه دبهرنیانو په لاس یرغمل شوي دي ، دابهرنیان افراد نه دي ، هېوادونه  ،ان لاچې حکومتونه هم نه دي ،بلکې داځانګړې کړۍ دي چې کار یې همدا دنورو هېوادونو په چاروکې لاسوهنه اوهلته دخپلو اغیزو زیاتول دي . دوی یو شمېر وګړي په لومه کې اچوي ، له یوې خوا امکانات ، ځواک ، پیسې او مشري ورکوي ، خو له بلې خوایې په داسې لانجوککړوي چې هېڅکله ددوی

( بهرنیانو) له  لومو څخه سر ونه   نه شي ایستلای .  دوی دغه ځانګړي وګړي دبېلګې په توګه په لاندینیو دامونو کې ښکېلوي او بیا یې تر مرګه یرغمل ساتي :

 

  • ترهرڅه وړاندې یې په ډیرو پیسو ، وسلو ، ترلاس لاندې فرمانبردارو ، جاه وجلال ، ښو کورونو او خوړو ، کاذب نفوذاو نورو امتیازاتو خوله ورخوږه کړي ، یوه کاذب لیډر شپ ته یې ورسوي  او په دې توګه یې له نازو نعمت سره داسې عادت کړي ، چې له رواني پلوه ددې نعمتونو دجاري ساتلو لپاره  دبهرنیو په وړاندې هر امرو خدمت ته ( که هغه دخپلو خلکو په تاوان هم وي ) حاضر او اماده وي .
  • وروسته یې په دوښمنیو واړوي ، ځينې خلک پرې ووژني ، ځينې پرې لوټ کړي ، دقومونو له تضاد او دوښمنۍ سره یې مخامخ کړي ، له نورو مېلیونرانو سره یې په سیالۍ ، رقابت او ان دوښمني  ککړ کړي  او بیا نو ورته وایي : غم یې مه کوه زه درسره یم .
  • له شخصي پلوه ورته ځانګړي اسناد، بدناموونکي تصویرونه او دوسیې جوړوي ، چې که هر کله یې بغاوت ته زړه وشو نو ورته راباسي یې .
  • ددوی په هکله لږ وډیرې اوازې او شایعات (   تقلبي یاریښتینې )  رامنځته کوي او دخلکو له شکونو او مخالفتونو سره یې مخامخ کوي ، په دې توګه مېلیونران تر پایه سرکوزۍ ، فرمانبردارۍ اوانقیاد ته چمتو شي .
  • په داسې ایډیولوژیکو ، قومي ، ژبنیو او سیاسي شعارونو یې مشهوروي چې له هغو څخه راګرځېدل هم دبشپړ سقوط او بدنامۍ لامل ګرځي ، یومهال چې مېلیونر ګوري تر شا یې ټولې بیړۍ سیزلي دي ، نو مجبوره دی همداسې پر مخ ولاړشي .

دادبهرنیانو په لومو کې دښکېلیدو یو څو بېلګې وې ، کیدای شي تر دې پېچلې او پټې شیوې او لارې چارې هم وي ، خو موږ یې یوازې دلته بیلګه یی یادونه وکړه، په دې توګه اېل شوي ، ښکېل شوي او یرغمل شوي مېلیونران دخپلو خلکو او هېواد په ګټه دځان خوځولو امکانات له لاسه ورکوي او لکه خوړین رعیت دبهرنیانو انډیوالۍ ته دوام ورکوي . بهرنۍ کړۍ دوه اړخیزه لوبه کوي ، هماغومره چې مېلیونران ځانته مجبوروي ، په خلکوکې  یې دکاذب شهرت او نفوذ لارې چارې رامنځته کوي او له دوی سره مرسته کوي چې حاکمیت تر لاسه کړي . بهرنیان  ددې لوبو په مرسته  څو ډوله موخې تر لاسه کوي :

په یوه ځانګړي هېواد کې دخپلو ګټو دساتلو ، نفوذ او لاسوهنې  ریزرفونه پیاوړي کوي او ژوندي یې ساتې ، نړۍ او عامه ذهنیتونو ته داسې ښيي چې دوی خو دچا په چارو کې لاسوهنه نه کوي ،بلکې دا دځانګړي هېواد خپل مشران او خلک دي چې هرڅه کوي ؛خپله یې خوښه ، نړیوالو ته داهم ښيي چې په ځانګړي هېواد کې دسم مشرتوب ، ملي رهبرۍ او سمې ټاکنې ظرفیت نه شته ، داخلک ډیر وروسته پاتې دي او تل باید له بهره مرسته ورسره وشي ... بله ګټه یې داده چې دځانګړي هېواد خلک او ځوان نسل په دې پوه کړي چې خپلواک سیاست او په خپلو امکاناتو خپلې ملي چارې ترسره کول ناشوني دي ، همدااوس په افغانستان کې یوعجیب باور رامنځته شوی دی  ، هرچاته چې ووايې راځئ دهېواد دژغورلو لپاره یوڅه وکړو ! نو درته وايي : وروره دیوه ځواکمن بهرني هېواد له انډیوالۍ پرته هېڅ هم نه شې کولای ...  تر څو چې پیسې ، وسلې او زور ونه لرې دسیاست شوق مه کوه ... له چا سره دې تارجنګولی ؟ چې دسیاست شوق کوې ؟ خلک بیچاره ګان څوک دي چې ته دهغوی په مرسته سیاست کوې ؟ ورشه له کوم بهرني هېواد سره اړیکه  ونیسه ... داټول زهر ، بېباوري ، دسیاسي ارادې کمزورتیا او پر پردیو تکیه همدې بهرنیانو رامنځته کړې ده . دشلو مېلیونرانو موډلونه یې ځواک ته رسولي دي ،نو که ځوان او ژمن نسل وغواړي په خپلو امکاناتو ، پوهه ، اراده او ملي تعهد سیاست ته مخه کړي همدا مېلیونران ورپورې خاندي ، چې بچیه ! خولې نه دې دشیدو بوی ځي  ... ستا یې په سیاست څه ؟ ددې ټولو په پایله کې ددري ژبې دامتل  دخلکوسترګو ته دریږي چې : ( مربي داري مربا بخور!)  داسې وضعیت  دې ته لاره هواروي چې  دمعقولو  ، علمي ـ  عملی طرحو خاوند ، پر خپلو پښو ولاړ ، دملي ارادې خاوند بهیرونه او شخصیتونه ( چې مربي نه لري ) له ډګر څخه ووځي او دیرغمل شویو مېلیونرانو انحصاری واک وځواک دوام وکړي ، په دې توګه د شلو  مېلیونرانو دحاکمیت ، دبهرنیو دګټو او نفوذ ددوام او بهرنیانو ته دمېلیونرانو داړتیااو احتیاج ډاډ ترلاسه کیږي .

په خلکو کې ورو ورو دغه زهر جن باورونه ریښه مومي :

  • سیاست دبهرنیانو له ګوډاګیتوبه پرته نه کیږي .
  • ملي اراده او معقول سیاست به ښه وي،  خو ممکن نه  دی!
  • دشلو مېلیونرانو حاکمیت له بهره تضمین شوی دی او ورسره مبارزه کمعقلي ده .
  • هر څوک چې غواړي سیاست ته راشي ، اول باید دکوم پردي دروازه وټکوي ، مربي پیدا کړي او بیا نو مربا ته کاشوغه له جیبه راوباسي ...

 

حللاره :

پرملي اراده ، خپلو امکاناتو ، علمي ـ عملي او معقولو طرحو ولاړ ګوند ( یاګوندونه ) رامنځته کول چې مربي یې یوازې او یوازې دافغانستان خلک وي او بس .

داګوند ( یاګوندونه ) دې پر وچ ډاګ کیني ، پیسې دې نه لګوي او دځواک پر ځای دې خلکو ته ورمخه کړي ، که خلک ورسره ملګري شول بیا دې دځواک په اړه پریکړه وکړي .  داګوند دې ټوله هڅه پر دې متمرکزه کړي چې ځوان نسل وپوهولای شي چې د بهرنیوله غلامۍ پرته هم سیاست کېدای شي  ، خو په پیل کې یو څه زیار ، ستوماني او کار غواړي .

دبهرنیانو لومې او په هغو کې دشلو مېلیونرانو ښکېلتیاوې ښايي وپېژندل شي او خلک پرې خبر شي.

هوښیار او ژمن تحصیل کړي ښايي د(روښانفکرانو) ونډه ترسره کړي ، چې  دشلو مېلیونرانو دانحصار ځایناستی ځواک رامنځته کړای شي .

 دبهرنیو کړیو په اړه دا تصویرنه ښايي ددې لامل شي چې خلک له نړیوالو سره کینه او عقده واخلي ،بلکې  رسمي ، پرخپلو ملي ګټو ولاړ اړیکي چې دملي حکومتونو له خوا ټینګیږي ډیر مهم دي ،مګر له شخصیتونو او ډلو سره پټ اړیکي او دنورو دګټو لپاره دمېلیونرانو پړسول او یرغمل کول ناروا کاردی ، چې ښايي دادواړه سره بېل شي او خلک یې پر حقیقت وپوهول شي .

دویښتیا او روښانتیا یو ملي نهضت کولای شي دا حقایق روښانه کړي او خلک دشلو مېلیونرانو له انحصاري واکمنۍ څخه وژغوري .