په وطن کې دا علمي اصل  مخ په هېریدو دی چې : ترهغو چې چاپیریال اوټولنه هوسا نه شي ، دوګړي ( فرد) نیکمرغي او هوسایینه شونې نه ده.

شل مېلیونران یوازې دځان ،خپلې کورنۍ او تالي څټونکیو دهوسایینې لپاره هڅه کوي ، په دې توګه دوی پړسیږي ، خو دژوند چاپیریال يې بېوزلی پاتې کیږي ، دوی به خوشاله وي خو نور به یې چارچاپېره ورځ په ورځ پریوځي او ژوندبه یې توریږي .

دعامه خدمتونو منطق همداسې کمزوری کیږي ، دټولو لپاره سړک جوړول سخت دي ، خو ددې لپاره چې مېلیونر په تکلیف نه شي ، نوپه جاپان کې به دداسې یوه موټر فرمایش ورکړي ،چې په خرابو سړکونو کې هم دروان تخت په څېر هوسا وي  ، مېلیونر خو هسې هم په جرمني یالږ تر لږه په  هندوستان کې خپل روغتیايي چک اپ کوي ، منځنی پوړ هم ځان تر پېښوره رسولای شي ، نو دلته په ولایتونو او ولسوالیو کې روغتون ته اړتیا نشته ، هغه څوک چې بهر نه شي تلای ، هغه دژوند حق هم نه لري ، په دې توګه ګورو چې دعامه خدمتونو اړتیا کمیږي او دخدمتونو درسولو کړۍ یوازې دشلومېلیونرانو تر خپل خپلوانو را کوشنۍ کیږي .

زموږ د مېلیونرانو بدمرغي همدا ده چې دوی دلویو میلیارډرانو دهېواد دپانګوالو په څېر دلرې راتلونکې په اړه  فکر نه شي کولای او دغه لاندینۍ پېښې نه شي سنجولای :

دعامه خدمتونو کمزوري د حکومت او ولس ترمنځ واټن ډیروي ، دا واټن دمدني نافرمانۍ اوبیا وروسته تاوتریخوالي ، مزاحمت ، دجرمونو او جنایتونو دډیریدو ، دټولنیزې ګډوډۍ ، دقانون دکمزورۍ او په پایله کې د دولت دکمزورۍ لامل ګرځي ، کله چې دولت کمزوری شو ، مخامخ دمېلیونر ګټې زیان ویني ، ځکه فزیکي او رواني امنیت له منځه ځي ، دپانګې دوران کمیږي ، بشري ځواک کمزوری کیږي او دمېلیونرانو توره او توریدي ګټه هم له منځه ځي .  دلویو پانګوالو په هېوادکې دلاډیرې ګټې ترڅنګ دګټې استمرار او دوام هم  په پام کې نیول کیږي ، هلته لویې کمپنۍ او میلیارډران هڅه کوي  چې  ټولنیز نظم وساتي ، دوی دخپلې پانګې یوه برخه دعامه خدمتونو دزیاتولو لپاره لګوي ، همدوی له حکومت سره مرسته کوي چې قانونمنده نظم وساتلای شي . همدوی ټولیز بنسټونه ( انفرسترکچر) پیاوړی کوي ، لویې لارې ، داینرژي زیرمې ، کرنه ، عامه روغتیا ، چاپیریال ساتنه اونورې زیربناوې پیاوړې کوي ، ځکه دوی باور لري چې دټولنې په ښېګڼه کې ددوی ګټه استمرارمومي او لاپسې زیاتیږي . یوه باثباته ، پرمختللې او مصرفي ټولنه ددوی دګټو ضمانت کوي . همدوی حکومت جوړوي ، همدوی یې پیاوړی ساتي او همدوی یې کنټرولوي ، دپانګوالې دیموکراسۍ ځانګړنه همداده چې دواک په پروسه کې دولس استازیتوب پانګوال پر غاړه اخلي . خو زموږ مېلیونران وارخطا دي ، پر خپله ټولنه ، حکومت ، او هېواد باور نلري ، دوی فکر کوي چې هره شیبه دحکومت دله منځه تللو ویره شته ، هېواد تر بل تاړاک لاندې راتلای شي او په دې توګه ددوی پانګه هم تر ګواښ لاندې راتلای شي ، همدا ویره به وي چې دوی نه په زیربنا کې مرسته کوي ، نه  دحکومت په ځواکمنتیا کې ، نه دقانونواکۍ په پیاوړي کولو کې ، نه هم دولس دژوند دښه والي لپاره ،  حکومت او قانون ددوی لپاره کوم ځانګړی ارزښت نه لري  ، په دې توګه  هماغه حکومت چې دوی جوړ کړی دی پخپله یې کمزوری کوي . یوه بله ستونزه داده چې زموږ دمېلیونرانو بهرني اړیکي  ډیر ضدونقیض او یو له بل سره په ټکر کې دي ، داچاره پخپله دوی دې ته نه پریږدي چې دیو کاري ټیم بریالی حکومت رامنځته کړي .

دشلو مېلیونرانو حاکمیت نوی دی او تجربه نه لري ، په دې نه پوهیږي چې وګړنیزه ( فردي) نیکمرغي له ټولیزې هغې پرته نه شي راتلای ، که سړکونه خراب وي نو تل به دښاغلي مېلیونر وروستی ماډل ګاډی سپېره وي او دده نازولې پوزې ته به دکثافاتو بد بوی مزاحمت کوي .

زموږ مېلیونران دې ته خوشاله دي چې له ټکس ورکولو څخه په بریالیتوب وتښتي ،خو په هغه تاوان نه دي خبر چې دټکس نه ورکول یې بېرته دهمدوی ګټو ته وررسوي . زموږ مېلیونران په دې نه شي پوهیدای چې که دوی یو پیاوړی او یولاسی حکومت جوړ کړي ، دا بېرته ددوی په ګټه ده  ، ځکه پیاوړی حاکمیت به خلکو ته خدمتونه ورسولای شي او دخلکو رضایت به ددوی دپانګې غوړیدو اوډیریدو ته لاره هواره کړي . زموږ بدمرغي همدا ده چې دلته نه کمونیزم په خپل شکل کې راغی او نه هم پانګوالي ، نه مو ډیموکراسي بریالۍ کړای شوه ، نه هم دیکتاتوري ، هرڅه په وران او سرچپه توګه راننوځي ، اوس دپانګوالي ( دشلومیلیونرانو دواکمنۍ کومیډي ) دډیموکراسۍ له لیونتوب سره یوځای  په تش میدان پاتې دي ، ددواړولپاره لازم بستر ( قانون او حاکمیت ) نشته .

ددې ستونزې یو لامل هم دادی چې زموږ دمېلیونرانو ( ګټه ) افغاني سرچینه نه لري ، افغاني ټولنه یوازې لګښتي ده اوبس ، یوازې په هغو پاپړو شخوندوهي چې مېلیونر ورته له کوم ګاونډي هېواده راوړي دي .

په دې توګه موږ ددغه ګډوډ حالت دپای ته رسولو لپاره لاندینیو لارو چاروته اړتیا لرو:

  • شل مېلیونران ښايي  دیوپیاوړي حاکمیت او قانومنده نظام په ګټو پوه شي او دهغو په جوړولو کې ونډه واخلي ، یوه لاره یې دمنظم ټکس ورکولو ژمنه ده .
  • شل مېلیونران ښايي  له کاوبايي  پېر څخه ووځي او دډلو، ډلګیواو قوم بازیو له انحصار څخه  ځان خلاص کړي او دیوه هېواد په ساتلو کې ونډه واخلي ( کاوبایي پېر : په امریکا کې دکاوبایانو وسله والې ډلې ورو ورو پر پراخو زمکو حاکمې شوې، او دخپلو ګټو دساتلو لپاره یې دحاکمیت په پیاوړي کولو کې  خپله ونډه وپیژندله . )
  • دشلو میلونرانودګټو سرچینې ښايي افغاني شي ، مانا داچې ددوی دګټې برخلیک ښايي دهېواد او ملي حاکمیت په برخلیک پورې وتړل شي . ( خاطره : یوه ورځ دیو ډیر زورور مېلیونر له کوم انډیوال سره په خبرو بوخت وم ، ما ویره ښوده چې دامیلیونر به دبلې ګډوډۍ پرمهال بیا ټوپک راواخلي او بیا به نو..... دمېلیونر انډیوال ډاډ راکړ ؛چې نه ، هېڅکله به داسې ونه شي ، ځکه مېلیونر په ښار کې ډیرې ودانۍ او جایدادونه لري او که جګړه پېښه شوه نو داهرڅه به زیان وویني ... دې خبرې ماته درس راکړ ، چې که دمېلیونرانو ګټه او تاوان له ولس سره موازي او منطبق شول ، بیا به همدوی د کړکېچ مخه نیسي  او له جګړې څخه به ځان ساتي .)
  • توره ، مافیايي ، توریدي او په بهر کې زیرمه  شوې پانګه ښايي په تولیدي ،  مشروع ، ملي ،او دمصرفوونکي ( مستهلک) په ګټه سیالۍ لرونکې پانګه واوړي .    دا هغه وخت شونې ده چې حکومت  په اقتصادي سیالۍ کې ور ننوځي ، له مېلیونرانو سره دحکومت متعادله اقتصادي سیالي څوګټې لري ؛ یوخو دمېلیونرانو دسیاسي استبدادمخه نیولی شي ، بله دا چې دتولیدي دوران او اقتصادي فعالیت ګټه مستهلک ته رسیږي ، مارکیټ ثبات مومي او توریدي اقتصاد په تولیدي هغه بدلیږي ، دا هېڅکله دخصوصي سکتور دودې  په وړاندې دخنډ رامنځته کولو په مانا نه ده ،بلکې خلکو ته دګټې رسولو لپاره دسراسري اقتصادي سیستم  میتود دی .
  • داټول هغه وخت شوني دي چې موږ  دا ټولنیز منطق پیاوړی کړو چې له ټولیزې (دټولو) له هوسایینې او رفاه پرته  وګړنیزه ( دیوه فرد) هوسایینه او رفاه ممکنه نه ده . یوازې دودانو او پرمختللیو هېوادونو اوسېدونکي ارامه ژوند درلودلای شي .
  • له عقیدوي ، اخلاقي ، دودیز ، عاطفي او تاریخي پلوه زموږ په سپېڅلیو دیني احکامو ، اخلاقي اصولو ، افغاني دود دستور او بشري احساساتو کې دنورو د هوسایینې او نیکمرغي لپاره هڅه کول هم لوی اجر لري او  هم دروان او ضمیر ارامي او سکون ،مانا داچې له رواني او معنوي پلوه هم زورور او پانګوال هغه وخت دارامۍ احساس درلودلای شي چې دژوند چاپیریال یې  هوسا او هېوادوال یې دانساني ژوند له ښو شرایطو څخه برخمن وي . ځکه خو دپورتني منطق دپیاوړتیا په هڅه کې دیني علما ، رسنۍ ، ښوونکي ، مخور او سپین روبي خپله ونډه ترسره کولای شي .

پلار او مور لومړني مربیان دي چې خپل ماشومان دپورتني اصل پرمنطق سنبال روزلی شي .

اوس نو پایله اخلو چې ؛ دشلو مېلیونرانو خپله اړتیا او دګټو دوام ددې غوښتنه کوي چې دوی دخپل ژوند او اقتصادي فعالیت دچاپیریال او شاوخوا انساني ټولنې دنیکمرغۍ او رفاه لپاره فکراوعمل وکړي ، دا برخه تخیلات په دې پایلونې پای ته رسوو ، چې محروم ، وږی ، وزګاره ، بې پوهنې او بې قانونه  چاپیریال او ولس  دشلو مېلیونرانو ګټو او مارکیټ ته تر ټولو لوی ګواښ پېښولای شي . نور نود ،میم زرما ټوله زما، حرص  بې مانا دی .