افغانستان روان دی چې دشلومېلیونرو کورنیو تر هرډول واکمنۍ لاندې غاړه کېږدي

 ( تردې وروسته داشل مېلیونران یو فرضي شمېر دی کېدای شي دا شمېرتر دې ډېر وي ) شل مېلیونران به دافغانستان حکومت جوړوي ( ټاکي) همدوی به سیاسي نظام او لوی سیاستونه لوبوي ، همدوی به امنیتي او پوځي واک لري ، همدوی به بهرنۍ اړیکي جوړوي ، همدوی به قوانین ټاکي ، دخلکو استازي به ددوی استازیتوب کوي او نور ټول  ( اته ویشت مېلیونه وګړي )به ددوی لپاره کار کوي یوازې اته ویشت مېلیونه وګړي نه ، بلکې داته ویشتو مېلیونو وګړیوملي مراکز،موسسات او هېواد به هم ددوی له  غوښتنو سره سم جوړیږي یا ورانیږي .

 

داشل کورنۍ ولې واکمنیږي ؟

 

داځکه چې دوی له تاریخي پېښو څخه، دځان لپاره،   ګټه پو رته کړې ده، په حوادثو کې پړسېدلي دي او یوازې پیسې نه ، بلکې زور(ټوپک) ، څوکۍ او اړیکې یې هم موندلي دي، یا هوښیار دي او یایې هم یوشمېر هوښیاران اجیر کړي دي او په دې توګه یې ځانته یوه بشپړه دستګاه جوړه کړې ده ، یو څومتخصصین یې په کرایه نیولې ، همدوی ورته فکر کوي  ، لاره چاره لټوي او بیا مېلیونره کورنۍ دهغوچلونه عملي کوي . لوی نړیوال قدرت (یاقدرتونو) هم له دوی سره انډیوالي پیل کړې ده او دکار داسانۍ لپاره هڅه روانه ده چې نړیوال قدرت همدوی ته دافغانستان چارې په ټېکه ورکړي .

په خپله لوی نړیوال ځواک هم همدغسې جوړ شوی دی ، ویل کیږي چې یو مهال دپنځوسو(۵۰) لویو مېلیونرانو هېواد ګڼل کېده، او اوس دپینځو سوو(۵۰۰) لویو ميلیاردرو کورنیو هېواددی. همدا پینځه سوه میلیاردره کورنۍ په هغه  هېواد (بلکې په نامخامخ توګه په ټوله نړۍ ) راج چلوي ، دنړۍ او زموږ دهېواد ټولې لانجې په حقیقت کې دهمدغو کورنیو دګټو لپاره روانې دي ، خو له بده مرغه زموږ د مېلیونرو کورنیو بنیادي توپیر له هغو کورنیو سره ډیر زیات دی لکه زموږ دهېواد او زموږ دپوهې چې ډیر توپیر ورسره شته دی.

 

دسترو هېوادونو له میلیاردرانو سره زموږ دشلو کورنیو تو پیرونه  :

 

دنړۍ دسترو قدرتونو میلیاردرې کورنۍ تولید کوي ، فابریکې او کمپنۍ لري ، په میلیونونو خلک ورسره کارکوي ، قوانین لري ، اخلاقي ضوابط لري،دیموکراسي لري ، بشري ارزښتونه یې رامنځته کړي دي، قانون یې په کلکه حاکم کړی دی او پرځان یې هم پلی کوي ، خپلې ګټې یې دقوانینو په مرسته تضمین کړې دي او په ډیرو اړخونو کې یې  (له یوبل سره له ډیرو اختلافاتو او سیالیو سره سره ) دخپلو ګډو ګټو او ګډ سیاسي برخلیک لپاره  چلونه او لارې چارې په ګډه سره ټاکلې او څارلې دي . ددوی لوی توپير زموږ له مېلیونرانوسره ددوی داقتصادي بنسټ تولیدي ارزښت دی . زموږ شل کورنۍ ــ  له بده مرغه ــ په تولیدي بنسټ نه  دي را پړسېدلې بلکې ددوی اقتصادي بنسټونه ( تور ) دي ؛ سړي تښتونه ، دمخدره توکیو کاروبار ،  دزمکو ( دولتي یاولسي ) نیول  او راخپلول ، دسرکار څوکۍ په زور نیول او خپلو کسانو ته یې سپارل او بیا ورڅخه منظم حق اخیستل … او بالاخره هغه ډیر شریف اقتصادي کاروبار یې وارداتي سوداګري ده ، دپوکاڼیو ، پاپړو اوژاولو له سوداګرۍ درنیسه دلوکسو مرمۍ ضد موټرو تر راواردولو ، له لویو پوځي کمپنیو سره تر ونډې شریکولو پورې چې دهېواد خلکو ته هېڅ راز ګټه نه شي درلودای ، زموږ له شلو مېلیونرو کورنیو څخه یوې هم د هلمند سیند اوبه پر بکوا دښتې وروانه ړولې چې یو دوه لکه جریبه شاړه زمکه کروړ کړي او ددې هېواد لس زره بزګرې کورنۍ ورڅخه ډوډۍ وخوري ، یوې میلیونرې کورنۍ هم پخپله دحاجیګک دوسپنې کان په راایستلو ، پروسس ، ویلې کولو او افغان ګاډو ( یابل څه) جوړولو کارخانه جوړه نه کړه چې سل زره افغان مزدوران  په ایران ، عربو یا پنجاب کې له مزدورۍ راوګرځوي او په کور دننه یې بوخت کړي ، زموږ دشلو مېلیونرانو اقتصادي بنسټ (تولیدي) نه دی ( تور ) دی یا (توریدي) دی . زموږ شلو مېلیونرو کورنیو دبکوا، ګمبیري یا دآمو پرڅنډوپرتو شنډو زمکو دسمسورولو پرځای  په لویو ښارونو کې دپارکونو زمکې لاندې کړې ، یایې ښارونو ته څېرمه  پرتې کرنیزې ( زراعتي ) زمکې په زوره ونیولې ، پلاستیکي ښارګوټي یې په کې جوړکړل او بیا یې په کورونو پسې ستړيو افغانانو ته په لوړو بیو ورډالۍ کړل . زموږ شلو مېلیونرو کورنیو په کور دننه اوړه تولید نه کړل ، بلکې له قزاقستان و پاکستانه یې لارۍ رابار کړې ، دروانو اوبو مخه یې ګاونډیو ته خلاصه ورپریښوده او برېښنا یې له ازبکستان او یا بل ستانه راوغځوله … احتیاج ملت دوه ځله احتیاج شو په بهر کې پردیو ستانونو ته او په کور دننه دشلو مېلیونرو کورنیو رحم ته .

شلو مېلونرو کورنیو په زورځانته تقدس وټاکه ، په تاریخ کې دخپلې ټوپکوالې ونډې لپاره یې دځان په وړاندې دسپکاوي قیمت ډیر لوړ کړ ، له کفر سره یې معادل کړ او هر هغه چاته یې دمرګ منظرې وروښودې چې ددوی له ګټو سره یې ټکر کولای شو ، په دې توګه یې پر دولتي ځواک منګولې خښې کړې ، په کاذب مشروعیت او نفوذیې دخلکو داستازولۍ یوشمېر( تقنیني ) څوکۍ هم راخپلې کړې ، دولایتونو حکومتونه یې هم خپل کړل ، له بهرنیو پوځي کمپنیو سره یې هم ځانونه شریک کړل او دبیارغوونې یا رغوونې په تش په نامه کمپنیو یې هم پښې ورواړولې  او په دې توګه دوی وپړسېدل ، خو ملت ته یوه روپۍ ګټه هم ونه رسېده ، په ښارونو کې پلاستیکي لوړپوړې ودانۍ هسکې شوې ،خو دخلکو ګېډې لاهم وږې دي ، جګړه هم ورو ورو دهمدې شلو مېلیونرانو په ټیکه کې راځي ، سوله به هم ددوی په ټیکه کې وي او له بهرنیو سره اړیکې به هم ددوی دګټو په خوښه ټینګیږي . همدوی به ځانمرګي او ځوانمرګي دواړه لري ، اسونه به یې دسلګونوکورنیو کیلې او هګۍ خوري او یوګڼ شمېر سپنديان یا ښيښه پاکوونکي ماشومان به ددوی لوکسو او وروستي ماډل ګاډو ته د دود کولو یا ښيښه پاکولو له خیراته ژوند تیروي .

ددوی له استازیو څخه دڅوکیو اخیستل او متخصصو افغانانو ته یې سپارل تور کفر دی ځکه  چې مقدساتو ته توهین کیږي ، خو ژر داستونزه هم حل کیږي ، ځکه ورو  ورو به دوی خپل اجیر متخصصین هم ولري ، چې لویې لویې ډیګرۍ ( تر ماسترۍ اوډاکترۍ ) پورې ولري ، ډیګرۍ به اصلي وي ، له امریکا یااروپا څخه ، کادرونه به هم متخصص وي ، بیا به ته هېڅ هم نه شې ویلی ځکه تخصص سالاري به وي او کار به اهل کار ته سپارل شوی وي ، خو همدا اهل کار به دشلو جیبونو دګټو لپاره کارکوي نه داته ویشتو مېلیونه نهرو ګېډودمړولو لپاره .  په دې توګه به ورو ورو دشلو مېلیونرانو دګټو دخوندي ساتلو نظم ټینګیږي او قوانین به هم یو مهال ددوی ګټې تضمینوي ، دا اوسنۍ ګډوډۍ هم ښايي ددې لپاره وي ، چې ددې شلو واړو ترمنځ تفاهم سم نه دی راغلی او لاهم قانون ددوی دګټو دتضمین پړاو ته نه دی رسېدلی ( نه دا چې ددوی ګټې قانوني پړاوته نه دي رسېدلې)  ، قوانین ددوی دګټو په وړاندې کمزوري دي او دقوانینو دجاري کولو او تطبیق ارګانونو لاهم په دې نه دي پوه شوي چې څنګه ( هرڅه دشلو جیبونو دګټو ) لپاره تنظیم کړي .  ورو ورو به شل ګوندونه ، شل انتخاباتي شعارونه ، شل پارلماني ډلې ، شل  مطبوعاتي کمپنۍ، شل مدني ټولنې ، شل دښځو دحقونو بنسټونه اوشل … رامنځته شي او دشلو مېلیونرانو ډیموکراسي به  بشپړه شي  ، خو ملت باید یو څه صبر ولري . په دې منځ کې به روښانفکران (هدف ریښتیني روښانفکران دي نه لوستي او باسواده وګړي) چیرې وي ؟ په دې به وروسته خبرې کوو . دازما سیاسي تخییلات دي ، ضرور نه ده چې هرڅه دې همداسې وي ، ضرور نه ده چې زما تخییلات دې سم وي ، زه یو شاعر یم او په ځینو ټولنو   کې شاعران او لیوني معاف ګڼل کیږي، نورو برخو ته یې په تمه اوسئ .