د wadan wadan لخوا خپرې شوې لیکنې


زما سیاسي تخیلات/اداري پړسوب

  شلو مېلیونرانو او دهغوی بهرنیو ملګرو ټوله پاملرنه اداري ګڼې ګوڼې ته واړوله او دخدماتو پر ځای یې اداري جوړښتونه بېځایه وپړسول ، داداري پړسوب یو لامل داو،چې دمېلیونرانو نږدې کسانو ته څوکۍلږ وې ، دولتي چارواکي اړ شول چې دزورورو مېلیونرانو نازولیو ته لوړې څوکۍ پیداکړي ، لوړې څوکۍ بې له دفتر او پرسونله نه چلیدې نو دلوړو څوکیو لپاره اضافي ادارې جوړې شوې او یاهم د شته ادارو څانګې وغځول شوې ، حال داچې نه بودجه شته او نه هم کار . په سلګونو مشاورین رامنځته شو

07.11.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات ، ذهنیتي اختلال

  شل مېلیونران خپلې خپلې رسنۍ لري او تمامه ورځ په کې لرو بر کیږي ، دا رسنۍ څو دندې لري :   مېلیونر ته (کاریزما ) یاکېش شخصیت جوړول ؛ هغه هم په ډیره نامسلکي بڼه او یوازې دشعارونو او خندوونکیو تصویرونو دښوولو یالیکلو تر بریده . که دمېلیونر رسنۍ ته غوږ شې یا يې ولولې ، نو فکر به کوې چې ، دا یې دهمدې لپاره جوړه کړې چې دخپل خاوند لپاره (الذم بما یشبه المدح) وکړي . دخلکو پر افکارو او عامه ذهنیت کې دخپلو شعارو

31.10.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات، موسسه یي سیاست

   په انګریزي کې ورته    (Institutionalized)   وایي ، که مخامخ او بدرنګه یې راوژباړو ، نو(موسسه یي)  ورته ویلی شو ، زموږ سیاستونه لا موسسه یي شوي نه دي، او تر ډیره د فردي سلیقو پر بنسټ رامنځته کیږي او له منځه ځي . دسیاستونو موسسه یي کېدل څه دي؟ داساسي قوانینو ، ملي ګټو ،  زماني اړتیاوو او علمي تیوریو پربنسټ دیوې ټولنې دغړیو دانساني ژوند دشرایطو دښه والي لپاره دستراتیژیو او تاکتیکونو هغه قانونمنده ک

24.10.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات، قرباني ـ توانمندي

 په پر مختللیو ټولنو کې دواک ته رسېدلو معیار د( څه کولو ) توانمندي وي ، په ځینو نوروکې چې انقلابي شرایط لري هلته دواک ته رسېدو معیار   قرباني وي او دهغو انقلابي ډلو یا افرادو دقربانیو په بدل کې واک دیوه امتیاز په توګه ورکول کیږي ،چې دیوه ملي ارمان دترلاسه کولو لپاره یې ځان تېریدنه کړې وي .  که څه هم داحساساتي او عاطفي قضاوت له مخې واک ددوی حق ګڼل کیږي   ، او خلک ځکه  واک دوی ته سپاري چې ټولنه معقولې سیاسي زمانې ته ورسوي ، په معقوله سیاسي زمانه

17.10.2012 wadan

بهرنیان او مېلیونران

شل مېلیونران هم خپل مجبوریتونه لري ، دوی په ډیره بده بڼه دبهرنیانو په لاس یرغمل شوي دي ، دابهرنیان افراد نه دي ، هېوادونه  ،ان لاچې حکومتونه هم نه دي ،بلکې داځانګړې کړۍ دي چې کار یې همدا دنورو هېوادونو په چاروکې لاسوهنه اوهلته دخپلو اغیزو زیاتول دي . دوی یو شمېر وګړي په لومه کې اچوي ، له یوې خوا امکانات ، ځواک ، پیسې او مشري ورکوي ، خو له بلې خوایې په داسې لانجوککړوي چې هېڅکله ددوی ( بهرنیانو) له  لومو څخه سر ونه   نه شي ایستلای .  

11.10.2012 wadan

بیرغ او ډیوه

  دسواتۍ ملالې سپینه غاړه سره شوه یوه سره ګولۍ په ګلو کې سړه شوه   ډز شو، ډزسره دره کې انګازې شوې دملالې سلګۍ عرش کې اوازې شوې   دملالې لاس نه لویږي کتابونه له دې شرمه ګوره! ریږدي دسوات غرونه   دملالې وینو رنګ کړې سپینې پاڼې

09.10.2012 wadan

واټ، دلېوال یونوی شعر

  پر سپین ګردي ډبرین مېز باندې قهوه او خواږه څپې څپې دیو آرام ترنم او تر هندارې بهر                      دیوه لوی ښار ، یوه خوځنده زوږمنه کوڅه دواټ پرڅنډه یو بوډا دساړه باد څڼو ته ګوري او ګیتار غږوي منی راګډ دی سرې او ژیړې پاڼې اوري پرواټ

07.10.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات ، لګښتي سیالي

  له ډاکتر درمل سره  یوه واده ته تللی وم ،  دواده پر لګښتونو او هوټلونو غږیدو ، ډاکتر یار مې ویل چې ټولنه په بېځایه لګښتونو روږدې شوې ده او ددې یو لامل هم دشلو مېلیونرانو بادراوړې پانګه ده . هغه ريښتیا ویل ، ما فکر وکړ چې دا وړه ستونزه نه ده . شل مېلیونران ، دهغوی ددوهم او درېیم کتار ملګري ،چې پانګه یې له اسمانه راوریدلې ده او دټوپک له شپیلۍ ، قاچاقو ، مافیايي فعالیتونو، غلا او فساد څخه یې له خوارۍ پرته لاس ته راوړې ده، دلګښتي سیالۍ لوبه ګرم

04.10.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات ، دتولید ویره

  دسیاسي مېلیونرانو دواکمنۍ لویه ستونزه دا ده چې دوی د پانګې داقتصادي دوران حوصله نه لري . راځئ وګورو چې دپانګې اقتصادي دوران څه دی ؟ ولې یې دوی حوصله نه لر ي ؟ او ددې زیان څه دی ؟ په ساده ژبه؛ دپانګې اقتصادي دوران دیوې تولیدي یا خدماتي پروسې بشپړولو ته وايي چې په کې لومړنۍ پانګه ، دتولید یا خدماتو مادي توکي اوبشري ځواک  وکاریږي او له لومړني حالت څخه دوهم ،درېیم  یا څلورم ... حالت ته تغیر رامنځته شي ، ګټه ولري او  

26.09.2012 wadan

زماسیاسي تخیلات، روښانفکران

په ټولنه کې دزورورو مېلیونرانو داستبداد او انارشۍ تر ټولو لوی مخالفین ریښتیني روښانفکران وي ، هغه روښانفکران چې دعدالت او اصلاحاتو لپاره مبارزه دخپل ژوند اصلي هدف ټاکي او په دې لاره کې ګډې او همغږې هڅې کوي .  نامتو اګزستنسیالیست فیلسوف ژان پل سارتر ویلي و : "  روښانفکر هغه دی ، چې دهرې ټولنیزې بېعدالتۍ پروړاندې (نه ) ووایي ، همدا یوه شرافتمندانه ( نه ) له هغو سلو ( هو ) ګانو څخه غوره ده چې دبېعدالتۍ په شتون کې یې وایو." اوس ن

19.09.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات ، مافیا

  هره هغه ډله ییزه هڅه چې دناقانونې ګټې لپاره ککړ او ناولي اوزار( وسایل)  کاروي او دیو شمېر کسانو یاډلو دګټو لپاره ټولیزو یاملي ګټوته  زیان رسوي  ورته مافیايي هڅې ویلی شو ،  مافیا يي ډ لې ډیر ځله  پټ فعالیت کوي . ویل کیږي چې یومهال دایټالیې په سېسلي ټاپو کې دیوې کورنۍ غړیو یو مافیايي بانډ جوړ کړ بیا یې ټولې ایټالیې ، اروپا او امریکا ته جال وغوړیده ، دغو ډلو دسیاسي ځواکونو په زړه کې ریښې وکړې او پر سوداګریزو ، مالي او صنعتي برخ

19.09.2012 wadan

زماسیاسي تخیلات، معنویات

  که څه هم ما په تیرو برخو کې  پردې لږ و ډیرې خبرې کړي ، چې دشلو مېلیونرانو په واکمنۍ کې ناروا مادي ګټې او  پخپله د( ګټې) تلوسه  دمعنوي ارزښتونو ځای نیسي ، خو داچې معنویات څه دي ، څومره ارزښت لري او موږ له کومو ستونزو سره مخامخ یو؟ یوه ځانګړي بحث ته اړتیا لري ، چې دادی دلته به پرې خبرې وکړو. معنویات دانساني ژوند دهغو ارزښتونو ټولګه ده ، چې په باورونو، عواطفو ، احساساتو ، غریزو، افکارو، پوهه او شعوري زیرمو کې ریښې ل

05.09.2012 wadan

شمعه او شیشه ، دلېوال یونوی غزل

  ستورو ته مې رازوایمه ، بام سره خبرې کړم ستاسترګې چې نه وینم ،نو جام سره خبرې کړم   شپه ده او سپوږمۍ ده ، زه یوازې او یوازې یم شمعه اوشیشه لرم ، خیام سره خبرې کړم   دی راته ستا سترګې او ستاسترګې ملامتې کړي زه چې مې دزړه له هرناکام سره خبرې کړم  

04.09.2012 wadan

زما سیا سي تخیلات،میم زرما ټوله زما

  په وطن کې دا علمي اصل  مخ په هېریدو دی چې : ترهغو چې چاپیریال اوټولنه هوسا نه شي ، دوګړي ( فرد) نیکمرغي او هوسایینه شونې نه ده. شل مېلیونران یوازې دځان ،خپلې کورنۍ او تالي څټونکیو دهوسایینې لپاره هڅه کوي ، په دې توګه دوی پړسیږي ، خو دژوند چاپیریال يې بېوزلی پاتې کیږي ، دوی به خوشاله وي خو نور به یې چارچاپېره ورځ پ

01.09.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات،مارکیټ

  دشلو مېلیونرانودواکمني فکري چوکاټ ( مارکیټ ) او هدف یې ( لا ډیره ګټه ) ده . چلند ، اړیکي او ارزښتونه یې په مارکیټ  کې دښه دریځ خپلولو لپاره دهڅو پر بنسټ ټاکل کیږي او په هره هڅه کې داسنجول کیږي ، چې څومره ګټه لري . دپینځه سوو میلیارډرانو په هېوادکې هم حالات همداسې دي ، خو هلته داګټه یوازې دمیلیارډرانو جیب ته نه ځي هلته یوه برخه ګټه دټکس په بڼه دسرکار خزانې ته ځي اوسرکار دنافذو قوانینو پر بنسټ  دغه برخه پانګه دهېواد په خیر ښېګڼه ، پیاوړتیااو

01.09.2012 wadan

زما سیاسي تخیلات، دشلو میلیونرانو واکمني :

  افغانستان روان دی چې دشلومېلیونرو کورنیو تر هرډول واکمنۍ لاندې غاړه کېږدي  ( تردې وروسته داشل مېلیونران یو فرضي شمېر دی کېدای شي دا شمېرتر دې ډېر وي ) شل مېلیونران به دافغانستان حکومت جوړوي ( ټاکي) همدوی به سیاسي نظام او لوی سیاستونه لوبوي ، همدوی به امنیتي او پوځي واک لري ، همدوی به بهرنۍ اړیکي جوړوي ، همدوی به قوانین ټاکي ، دخلکو استازي به ددوی استازیتوب کوي او نور ټول  ( اته ویشت مېلیونه وګړي )به ددوی لپاره کار کوي

01.09.2012 wadan

ورکې سترګې

  له ډیرې تندې مې ستومانه بدن  څړیکې  وهي او له پڼو نه مې دوینو څاڅکي کرښه کرښه دبیابان په وروستنیو شګو لیکي دمزله سندره دادی دښار پر دروازه ولاړ یم داسې څوک شته ؟  چې مې خړوب کړي،  چې یویخ  جام راکړي دسترګو دموسکا له چینو؟ هه ! څومره بېځایه تمه  

01.09.2012 wadan

موږاو دفکر کولو ورکه

  سوکرات ځکه دخپل غوره ښار ( مدینه فاضله ) لپاره دفیلسوفانو پر حکومت ټینګار کاوه، چې د فکر کولو پر ارزښت پوهېده .په تاریخ کې داسې واکمنۍ نه شئ موندلی ، چې یوازې پوځیانو یا دسیاستلوبو تېر ایستونکیو مداریانوپکې دیوې بشري کتلې د هوسایینې یا پرمختګ لپاره کوم څه کړي وي. چنګیز خان ډیرې زمکې ونیولې ، ډیر ښارونه یې له خاورو سره خاورې کړل ، خو خپل قوم یې تر اخره داسونو په شیدو موړ  او دوزو په پوستکیو پټ نشوکړای، یوازې هغه ولسونه هوسایینې ته رسیدلي دی ، چې

27.05.2012 wadan

موږ او څو اړخیز یرغلونه

  څو ورځې مخکې یوې رسنۍ وربللی وم، چې له یو شمېر نورو کارپوهانو سره یو ځای پر دې خبرې وکړو ، چې  فرهنګي یرغل څه دی  او څنګه یې مخه نیولای شو؟ بحث په زړه پورې و، خو پایله یې یوڅه د تم کېدو وړ ده ، غواړم همدلته یې پر پایله تم شم ، چې فایده یې عامه شي . افغانستان همدااوس تر هر ډول یرغلونو لاندې دی ، سیاسي ، اقتصادي، فرهنګي او آن تر اخلاقي یرغل لاندې دی. دسیاسي یرغل پایله یې روانې جګړې دي ، داقتصادي یرغل نښې یې زموږ ستاسو هر یوه په کور کې وینو ،

27.05.2012 wadan

یوه ناولې سیالي

  په دیارلس سوه اویایمو کلونو کې به دې ،چې واکمنو جګړه مارو ته وویل : ولې عام خلک وژنئ ؟ نو ویل یې: وروره کمونستانو کم ووژل؟ پولیګونونه یې ډک نه کړل؟ بیا وروسته ،چې نور راغلل هم ویل یې تر موږ وړاندې څه حال و؟ اوس چې بهرنیان راغلي هم ،چې ملکیان ووژني ، نو ژر اعلامیه صادره کړي ، چې دومره فیصده ملکي خلک وسله والو مخالفینو وژلي دي ( ګواکې دوی ، چې ملکیان وژلي د وسلوالو مخالفینو په لاسو تر وژل شویویې شمېر ډیرکم دی؟!!!) عجیبه ده؛ هغه څوک ښه

27.05.2012 wadan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more