د wadan wadan لخوا خپرې شوې لیکنې
زموږ فېشن
عجیب خلک یو ، ډیرې سیالۍ مو ناسمې دي ، ددفترونو اهمیت په دې معلومولای شئ ، چې څو مره لوی او لوکس دی، دفتر والا په څه ډول موټر کې ځي او ددفتر والا لیدلو ته څو ورځې انتظار ایستل پکار دي ؟ ددفترونو ارزښت له دې څخه نه شئ معلومولای چې د څومره افغانانو مشکل پکې حل کیږي ؟ یا څومره خدمات وړاندې کوي؟ او یاهم څومره تولید لري؟ زه، په وروستیو کلونوکې ډیرو بهرنیو هېوادونو ته ولاړم ، له خاورینې ځمکې څخه راتاوشوم ، لوی ،واړه ، پرمختللي ، غری
فعال او منفعل سیاستونه
ولې زموږ سیاستو نه ددې پرځای ، چې( فعال) وي ، (منفعل) دي ؟ ولې مو سیاستونه سمې پایلې نلري ؟ دفعالو او منفعلو سیاستونو تر منځ توپیر همدا دی ، چې فعال سیاستونه تولید لري، مثبت بدلون او پرمختګ راولي ،خو منفعل سیاستونه توپیرونه او بدبینۍ زیاتوي او ګټور نه دي . فعال سیاستونه دعقل ، تفکر ، علمي بنسټونواو منظمو برنامو پر بنسټ طرح کیږي ، خو منفعل سیاستونه د احساساتو ، سلیقو او ړندو تقلیدونو پر بنسټ رامنځته کیږي . من
دفساد پرضد فساد
زما فکري ملګری ، ډاکتر درمل ، وايي : که انتي بایوتیکو درملو مېکروب لاپسې پیاوړی کاوه او یا یې ننوتیو وایرسونو ته معافیت ورباښه ،نو ښايي ددرملنې بله لاره وسنجول شي . ډاکتر یار مې داهم ورزیاته کړه ، چې دا فورمول په ټولنیزو چارو کې هم د تطبیق وړدی . خبره یې ریښتیا ده ، زموږ په ټولنه کې ، په تیره بیا په وروستیو لسو کلونو کې ، د اداري فساد مېکروب له خپلو ښکرونو او لکیو سره لروبر کیږي او ددې پر ځای چې د راپیل کړې مبارزې له بر
افغانان دګودو په تمه
( دګودو په تمه ) ډرامه ساموئل بکت دريشپېته کاله پخوالیکلې وه ، ددې ډرامې لنډیځ دلته نشم لیکلای ، خو پر دې به رڼا واچوم ،چې ډرامه دڅه په اړه ده؟ ستراګون او ولادمیر دیوه خیالي ژغورونکي (ګودو ) په تمه دي ،چې راشي او ددوی لپاره یوه روښانه او سوکاله راتلونکې جوړه کړي ، په ډرامه کې یو بل کس (پوتزو) ،چې ستراګون او ولادمیر دهغه دلاس خیرات ته ناست دي ،بیخي بل ډول کرکټرلري ، پوتزو هیچا ته په تمه نه دی ، پخپله پریکړه کوي او پخپله&
سیاسي اراده
دجمهوریت د منطق پر بنسټ ، دټولنې اکثریت یا دحساب وړ خلک هاغه دي ، چې خپله سیاسي اراده کاروي . په بله مانا، له ټولو وګړیو څخه سیاسي جمهور ( دحساب وړ اکثریت) دسیاسي ارادې خاوندانو ته وايي . په هره ټولنه کې چې دسیاسي ارادې کاروونکي ډیر وي هلته جمهوري بنسټونه او ولسواکي پیاوړې وي او په کومه ټولنه کې چې سیاسي اراده دیوه ځانګړي قشرله خوا کاریږي ،نو هلته همدغه شمېر خلک پر نورو بې ارادې وګړیو حاکمیت چلوي او که دخلکو له غبرګون څ
سحرګله او افغانستان
په دې ورځوکې رسنۍ ، دمظلومې سحرګلې په اړه ،پرخواشینوونکيو خبرونو ډکې دي. داکوشنۍ ناوې په پیسو خرڅه شوې ده او بیا یې په بغلان ولایت کې د خاوند په کور،پر همدې دنیا دوزخ لیدلی دی، رسنۍ وایي چې سحرګلې د خپل عزت دساتلو لپاره دا ټولې شکنجې پر ځان زغملي دي ، مرګ یې په سترګو لیدلی خو خپله حیا یې ساتلې ده ، دخاوند دکورنۍ له خوا( دپیسو په وړاندې بدلمنۍ ته داړایستلو لپاره) په میاشتو میاشتو زنداني شوې ده ، ویښتان يې پرې شکولي دي، نوکان ی
افغانیزم
پېژندنه افغانیزم کومه پېچلې فلسفه نده ، دا په ( محور) ورځپاڼه کې زما دیوه کالم سرلیک دی ،چې غواړم تر دې وروسته خپل افکار پکې راونغاړم . ددې ستون ټولې لیکنې به پردې چورلیز راڅرخي ، چې څنګه خپله نن او سبا پخپله جوړه کړو او له پردیو ایزمونو او اکټونو څخه ځان خلاص کړو. افغانیزم ټولو ورځپېښوته له افغاني لیدلوري ګوري او هڅه کوي ملي ستونځو ته دافغاني فکر په ځواک په هېوادکې له موجودو امکاناتو څخ
بد / دلېوال یو نوی شعر
درد ، مستي او غم زما دشپې ملګري بېګاه مې تا پسې ژړل، چې مې له سترګو څاڅکي څاڅکي شراب وڅڅېدل زه (( بد)) یم څومره مې وژړل چې وپو
هاغې تللې ته سرود/ دلېوال یوه نوې مثنوي
یوه ورځ وه ،موږه دواړه په سفر باندې روان شو زه او ته غــــــــاړه په غاړه په سفر باندې روان شو یوه ورځ وه ، ما ژړلې سر مې ستا پر ولي کېښود ستا په سترګو کې چې ورک شوم داجهان مې واړه پرېښود یوه ورځ ته شاه میرمن وې ، زه یوازې ستا پاچا وم پاچانه وم ستا بندي وم، بدو سترګ
مرکه / دلېوال نوی شعر
که څوک زما له زړه نه وپوښتي چې، دهغه چا هېرول ، څومره سخت دي؟ چې دې ټول عمر دهغې پښو ته دعشق ګلونه ایښي . نو به دا زړه ورته دګل په څېره وغوړیږي او په خندا به ورته ووايي: &
غزلګی ، دلېوال نوی غزل
غزلګی چې خپه کیږي ښکلي ، ښه پوهیږم څنګه پخلا شي ؟ په دې نه پوهیږم ظاهره څومره خوږې ښکاري شونډې څومره ترخه دي پکې، زه پوهیږم څه مې پوښتې چې مې زړګی څنګه دی؟ دی خو له تاسره ،زه څه پوهیږم
دغه بې غمه خلک .../ دلېوال یو نوی شعر
باد له کړکۍ سره راوڅرخید &
ډبرې
زه تر (( سنګ نوشتې )) لږ ورپورته زیږیدلی یم او خاپوړې مې د تاوخانې پر تودو ډبرو کړې دي الفبې مې د سپینې بکرې په رنګ &nbsp
(ګلغوټۍ )دعبدالغفور لېوال یو نوی شعر
ګلغوټۍ اې خلکو ! څاه ګانې مو له اوبو غواګانې مو له شیدو اوزړونه مو له پېرزو ډک اوسه ! مېچنې مو تل ګرځنده جوالونه مو په غنمو درانه او دباغو هوا مو
دعبدالغفور ليوال څلور نوي شعرونه
زما دخوبونو غلې ته! هر څوارلسم، چې سپوږمۍ پېغله شياو پلوشې یې ورو ورو ومینځې زما دزړګي تږې ، جل وهلې کړکۍ
دعبدالغفور لېوال پینځه نوي شعرونه
مزل په دغه دښته کې چې زه یم روان هومره سپېره لکه ژوند همدو
ستا له یادونو سره
ما درپه یاد کړه او خپل زړه ته دې ريښتیاووایه ! چې زمایادونه درسره دي که نه؟ هغه لومړی پسرلی دښار نمجنې کوڅې او ستا پر زلفو دباران دڅاڅکو غلې نڅا زما لالهانده او حیرانه موسکا او ستا په
دابه څه وي؟
دابه څه وي ؟ چې په تیاره کې د جوړه سپینو کوترو په څېر یوه له بلې څخه تاوه شي راوڅرخیږي او په هوا کې درڼا یوه څپه جوړه کړي؟
تاریخ ملنډې وهي
((ابن سینا)) لاهم له بلخه تښتي ((خوشال)) دخپل ولس په بده بدمرغۍ خواشینی دومره غوسه دی چې دتورې تیغ یې موټي کې دوینو فوارې جوړوي دتاریخ باد د (( مارکس )) په ږیره کې پټ شوی پاڼې پاڼې (( کاپیتال)) اړوي دلته په وچ ((زرنګاربڼ)) کې څو زلمي
دباران په تمه
وږمې ! دیار دغیږې عطر له کوم لوري راوړې چې جل وهلي روح ته داسې دژوند سیوري راوړې خوب مې لیده چې دیاقوتو زرین تاج دې په سر سپینو لاسو کې داسې زړه چې لاهم ښوري راوړې زه یم ګونګی ولاړ دخدای په نوراني حضور کې ژبې ته څومره خوږه راشې دعشق توري راوړې