د wadan wadan لخوا خپرې شوې لیکنې
ملي ګټې - درېیمه لار - پینځمه برخه
په یوه مجلس کې یوه ښاغلي « ملي ګټې» یادې کړې، بل ښاغلي ورته وویل : وروره هغه څه چې ته ملي ګټې بولې زما لپاره ارزښت نه لري، زه نه پوهېږم ستا له نظره ملي ګټې څه تعریف لري؟ دا خبره نه وه ، سم غم و؛ د تیوریکو بحثونو اوږده لړۍ پېل شوه او ډېر کتابونه پاڼې پاڼې شول خو دواړه لوري نه سره قانع کیدل. ښايي د ملي ګټو پېژندنه او داسې تشخیص چې ټولو خلکو ته د منلو وړ وي ستونزمن کار وي، خو که په لوی لاس د ګوتو
دولسمشر لومړی فرمان
خپلو سپېڅلو ماشومانو ته ټوپک او تو مانچې مه اخلیء بیا په نانځکو باندې ډزې کوي ۱۳۸۸ شپږم پېشلمی
نوې املا
ماین په ( الف) لیکیء چې: له (مین) سره یې فرق وشي هسې هم &n
شتمني، ټولیزه شتمني، ملي شتمني- درېیمه لاره - څلورمه برخه
شتمني ( ملکیت) هغه مادي یا معنوي ارزښت دی چې یو شخص، ټولنه یا هېواد یې له حقوقي پلوه د درلودو یا مالکیت حق ولري. دغه مادي او معنوي ارزښتونه د بشري ژوند د ښېګڼې لپاره په کاریږي، نو ځکه مهم دي. یو شمېر داسې ملکیتونه هم شته، چې په ټول بشريت پورې اړه لري. خو موږ څه غواړو؟
ټولنیز معافیت - دریېمه لاره - دریېمه برخه
زه نه پوهېږم، چې عیب د ډوډۍ په وخت کې دی که د خبرونو په ساعت کې؟ هر بیګاه چې کور ته ورسېږو، نو څو شیبې وروسته د شپې پر ډوډۍ راټول شو، ټلویزیون یا راډیو چالا نه وي، په یوه نه یوه موج کې خبرونه وي،خبرونه هم لکه د هرې ورځې تکرار چې وي، وايي : ”په . . . ولایت کې د بمي چاودنې له امله . . . تنه ملکي خلک ووژل
ملامت ملت - دریېمه لاره - دوهمه برخه
څو ورځې مخکې مې له یوه هندي څېړونکي سره د ټولنیزې پراختیا په اړه خبرې کولې، د هندوستان مثال یې راکړ، ویل یې : ګاندي زموږ لپاره خپلواکي وګټله او یو خپلواک هېواد یې په لاس راکړ، مګر خوار، وږی، تش کړل شوی، له ټولنیزو ستونزو ډک، په کاستونو ویشلی او له فرهنګي پلوه ځپلی هندوستان. ددغه هندي څېړونکي په وینا هغه مهال هندوستان شاوخوا
ولې درېیمه لاره؟
داسې هېوادونه شته چې هم خواري کوي اوهم فکر، پرمختللي او ماړه هېوادونه دي لکه جاپان، دجاپان خلک خواریکښ او ذهین دي، د ماشین په څېر کار کوي او د کمپیوټر په شان فکر. داسې هېوادونه شته چې نه خواري کوي نه هم فکر، خو ماړه دي، د خلیج ځینې هېوادونه لکه عربي متحده امارات او نور داسې دي، د دوی لپاره بهرنیان
کمپاین
دلته ، چې غم د ډوډۍ یا خالي ، پوچې اندېښنې دسیاست او خبرونه د مرګ زموږ د ژوند کاغذي ګل رازمولي په دې عجیب وطن کې هیڅ څوک په دې غمیزه نه پوهیږي چې څومره لویه تشه او څه بدرنګه نشت دی که هیڅ څوک نه شي پیدا چې بل ته دا ووایي:
ته او سندرې
دا ستا په خندا ګانو مې مینځلې دي سندرېدا دومره چې رڼې او شرنګېدلې دي سندرې چې باد ته ستا دزلفو رشتې پورته په نڅا شوې په ما هغــــــــــــــــه شیبه را ورېدلې دي سندرې رارغړي ستا له سترګو په رنجو ککړه اوښکه تصویر ته یې حیرانې غلې غلې دي سندرې دا ستا دې ځمبېدلو سترګو څه جادو را وکړپه شونډو کې زما هم په خوب تللې دي سندرې کاته دې که وژل نه کړي نو دومره راته وایهدا چا مې په زړګي کې را وژلې دي سندرې یوڅوڅاڅکي یې پریوځي چې دا
زوړ بلخ، د وريښمو لار او پښتانه
بلهیکا، بهلیکا، باکتریا، باختریش، باختر، بخدي او بلخ ټول د بلخ زاړه نومونه دي.تر ټولو وړاندې کله چې آریايي قبیلې جنوب ته راوکوچېدلې داسې ښکاري چې لومړی دمه ځای یې همدغه سیمه وه چې وروسته د ډېرو مدنیتونو زانګو شوه. بلخ امو سیند ته د نږدېوالي له امله له یوې خوا او د خپلو ورشوګانو او کرنیز ماحول له امله له بلې خوا د هستوګنې په زړه پورې ځای شو او تر هیندوکوښ را اوښتونکو یا وراوښتونکو ټولو کاروانونو غوښتل خامخا پر بلخ ورپېښ شي.آن تر میلاد مخکې لومړۍ زریزې څخه ورهاخوا داس
څو يادښتونه :له ادبياتو سره د تاريخ او افسانې په پوله کې
د بشري تاریخ په بهیر کې، چې څومره شاته ځې نو په ګډه حافظه کې شته انځورونه داسې شي لکه یو ماشوم چې په سپینه پاڼه ډېر څه انځور کړي خو تناسب یې په پام کې نه وي نیولي، د ماشوم په تابلو کې به تاسو یوه کوتره وګورﺉ چې له پیل څخه غټه ده او بیزو به په کاچوغه ډوډۍ خوري خو الوتکه به بیا د کوټې دننه الوزي... لویان چې دا تابلو ګوري هڅه کوي د ماشوم په هنري منطق پوه شي او د هر انځوریز عنصر سرحد وټاکي. د تاریخ حافظه دزرګونو کالو وړاندې حالاتو په اړه همداسې ګډه وډه ده، له لرغونپوهنې پرته څومره چې په تاری
زما کلیزه
ګل کړی کیک ګیډۍ د ښکلو ګلویو څه خواږه او یوه ښکلې موسکایو ځل په مینه راکتل یوه خوږه خبره.... زه پرون بیا دټول جهان پاچا ومیو چا په مینه زما کلیزه راته ولمانځلهاوزه
دهغې لپاره
هغې خپل روح په زم زم ومینځلواو دکوثر په حوض یې شونډې کېښوېهغه سپېڅلې شوه د پاکو ملاییکو په څېرهغه له نور څخه روښانه شوه د خدای ( ج ) مینه کېخدایزده چې اوس به څومره ښکلې ښکاريهغې دخپل ګنهکار غږ هم پرخپل ځان حرام کړهغه مین چې له ګناه پرته یې هیڅ نه لرلهغه چې نښه د بدۍ و چې کمزوری و &
اعتراف(۲)
خاطره:((مات شوې؟)) نه پوهیږم ګران محمد یار ته زما وروستیو شعرونو څه ویلي وو، چې په ژړغونکي ږغ یې را څخه په تیلیفون کې دغه پوښتنه وکړه او بیا یې پرله پسې پر ژوند توند ګوزارونه وکړل. ما غوښتل ژوند ورته تعریف کړم ، خو زما ستونی هم راډک شو او خبرې موپرې شوې.... بیا زما له خبرو څخه لاندې کرښې جوړې شوې ،چې ګران محمدیار به یې ولولي. هو! زه &nbs
خبرتيا
زما دزړه پر دغه شاړه بې خاونده زمکهدهیرې مینې کنډوالې ولاړې په دغو ورځو کې یې بیا جوړومبیا به ودان کړم تر اسمانه اوچت بل تاج محل د نوي عشق لپاره دې تاج محل ته یوه نوې ملکه غواړمهزه مجنون نه یم چې دتللې بې وفا لیلا لپاره ومرمزه نازولی شهزاده د مینې دښایستونو او پریانو په ټاپو کې ګرځمهرچا چې درې غمي د حسن دالماسو راوړلچاچې د عشق لپاره راکړل خپل تاوده لاسونه چا چې تر زلفو لاندې پټ کړم له فاني دنیا نه چا چې په خوب کې زما ټوله شاعري
زنداني
یوه ښکلې نګهبانه دتیاره زندان پنجرو کې ګنهکار دمینې ساتيزنداني هره خوا ګوريبس وجود دنګهبانې دهغه پر روح راخور دیښکلې سترګې یې ساتونکې مخ یې ورځ زلفې یې شپې دي یو ساده غوندې ژوندون دی.یوه ورځ چې نګهبانه عبادت لپاره ولاړهیوه ورځ یې چې دعاته دآمین سترګې شوې پټېیو ناڅاپه هرڅه تور شول دژوندون رڼا شوه
لیک
زه دې نو کومه خاطره هېره کړمهره شیبه راباندې اورلګويهره شپه ستا سترګې په خوب کې وینمپه ما دهیرې مینې تور لګوي چې ته د وړانګو له هېواده راغلې زه ستا دغږ زمزم ته تږی ناست ومچې بیا په دې خټه کې دمه پو کړېوم آدمزاد خو لکه مړی ناست وم ته راستنه شوې داسې بې خبرهلکه دګل پاڼه کې پټه وږمهاو زه لا تږی جل وهلی روانژوند راپه شالکه داوړي غرمه پوه شومه چا تا ته قسم درکړیچې بیا به نوم د (هغه) نه یادوېدلته يې سیوری بر یې ستوری نشتهدداسې
پر فلسطین یوه بله ژړا
های ! د داود او سلیمان هیواده!خاوره دې وینو سره ګډه خټهاو هر دیوال دې د انسان له سویو چیغو نه رنګموږ ستا تصویر کې ډېر څه نوي وینو:یو ماشوم څنګه په ګولۍ سوری کیږياو یو ځوان څنګه ځنکدن کوي &nbs
په شعر کې د حالت تصوير
د حالت تصویر په کیسه کې مهم دی. د ریالیستیکو کیسو یوه ځانګړنه د حالتونو د دقیقو انځورونو ارائیه وه. لیکوال په داسې کیسو کې د یوې پېښې یا زمانې شیبې ټول جزیات، حرکتونه، څېرې او مکاني ځانګړنې تصویروي. په کیسه کې، چې د نثر ژبه په کې کاریږي او د لږو کلماتو د کارولو اړتیا ډېره زیاته نه وي، دغه کار ممکن دی. د شعر د ژبې لومړۍ ځانګړنه لنډون دی، د شعر کلمات په ډېر اقتصاد او اختصار کارول کېږي، په شعر کې د وزن او آهنګ قید هم د التزام رامنځته کوي چې له شمارلو او ټاکلیو کلمات
مدني حقوق، د بیان آزادي، د رسنیو آزادي او ستونزې
نه غواړم تیوریک تعریفونه وړاندې کړم، ځکه د پورتني سرلیک پر وروستۍ موضوع تم کېږم او د لومړنیو ترکیبونو وضعیت په افغانستان کې څېړم. خو لومړی راځئ وګورو چې هر ترکیب څنګه له یو بل سره بېلښتونه او تړښتونه لري.مدني حقوق : د ټولنیز ژوند لپاره د هغو وضع شویو اصولو مجموعه ده چې د فرد او ټولنې مسولیتونه، حقونه او حدود ټاکي او اصلي هدف یې د قانونمندۍ دودول دي، چې د بشري ژوند، آزادی او هوسایینه په ټولنه کې تضمینوي.د بیان آزادي : د هر فرد د فکر، وینا او ذهني شتمنۍ د ارائیې د آزادي حق دی، چې له قا