په یوه مجلس کې یوه ښاغلي « ملي ګټې» یادې کړې، بل ښاغلي ورته وویل : وروره هغه څه چې ته ملي ګټې بولې زما لپاره ارزښت نه لري، زه نه پوهېږم ستا له نظره ملي ګټې څه تعریف لري؟ دا خبره نه وه ، سم غم و؛ د تیوریکو بحثونو اوږده لړۍ پېل شوه او ډېر کتابونه پاڼې پاڼې شول خو دواړه لوري نه سره قانع کیدل.

ښايي د ملي ګټو پېژندنه او داسې تشخیص چې ټولو خلکو ته د منلو وړ وي ستونزمن کار وي، خو که په لوی لاس د ګوتو غوټه غاښ ته یو نه سو او هڅه وکړو چې د داسې مفاهیمو په لومړنۍ مانا وپوهېږو نو ملي ګټې داسې تعریفولای شو :

« هغه ارزښتونه چې د یوه هېواد له موجودیت ، پرمختګ او معنوي او مادي هویت سره مخامخ اړیکه لري ملي ګټې دي. مخامخ اړیکه ځکه چې د داسې ارزښتونو زیان ملي ګټو ته تاوان او پیاوړتیا یې د ملي ګټو د ځواکمنتیا لامل ګرځي».

د زمکنۍ بشپړتیا ساتل، دپردیو له جاسوسۍ څخه ځان ساتل او په نړیوالو معاهدو کې خپل هېواد ته ګټه رسول د ملي ګټو د پیاوړتیا لپاره د  هڅو یو دوه بېلګې دي. خو دا همدومره نه دي، په ټولو سیاسي معاملو، فرهنګي هڅو او د عامه ذهنیت په لارښوونه او لیدلوري کې ملي ګټې مهمې دي، بلکې اصلي چورلیز ( محور) یې باید همدا وي.

تاسو به ډېر ځله اوریدلي وي چې « ښايي خپلې شخصي ګټې تر ملي هغو لوړې ونه ګڼو!» دا څه مانا، که موږ په یوه دولتي دفتر کې کار کوو او خدای مه کړه له دولتي امکاناتو څخه ناوړه ګټه اخلو، غلا کوو، چې خپله شتمني ډېره کړو ،خو زموږ دا کار خلکو ته زیان اړوي نو په حقیقت کې له ملي ګټو سره جفا کوو، یا په ټاکنو او سیاسي سیالیو کې د ځان یا خپلې ډلې په ګټه خلکو ته دروغ وایو او خپلې وعدې نه ترسره کوو نو ملي ګټې مو تر پښو لاندې کړي دي، له بهرنیو هېوادونو سره په خپل سر داسې پټې یا ښکاره اړیکې لرل ،چې د هغو له امله پردیو ته ګټه او وطن ته تاوان وي، نو ملي ګټې مو زیانمنې کړې  دي، داسې اقدام کوو، چې ملي یووالي ته زیان رسوي، تعصب رامنځ ته کوي او د ملي نفاق لامل ګرځي نو په حقیقت کې مو د ملي ګټو پر ضد ګام ایښی دی، دا څو بیلګې د ملي ګټو د پېژندنې په اړه کافي نه دي مګر لږ تر لږه یو عمومي تصویر را کولای شي. قدرمن لوستونکي به وایي، چې په دومره ساده مسالو او بیلګو خو موږ هم پوهېږو؟ بالکل همداسې ده مګر ستونزه د ملي ګټو په پېژندنه کې نه ده، بلکې ستونزه داده چې ولې موږ دخپلو ملي ګټو په وړاندې دومره بې تفاوته یو، او ولې راته همیشه خپلې ګټې تر ملي هغو مهمې دي، آن تردې چې د شخصي ګټو لپاره د ملي ګټو تر پښو لاندې کول راته یو عادت او حتی مشروع کار بریښی؟ هغه وخت چې د یوې سیاسي ایډیالوژۍ لپاره خپل بېګناه هېوادوال وژنو، هغه وخت چې د خپلو هېوادوالو کورونه لوټوو، هغه وخت چې زندانونه او پولیګونونه د پردیو په حکم ډکوو، هغه وخت چې د خپلو موزیمونو آثار پلورو، هغه وخت چې د ګاونډیو یا پردیو له استخبارتي، ایډیالوژیکو او سیاسي کړیو سره خپل نومونه ثبتوو او نه شرمېږو، هغه وخت چې خلکو ته وعدې ورکوو او نه یې عملي کوو، هغه وخت چې د خلکو زامن جګړې ته لېږو او خپل نازولي په اروپا، روسیه، امریکا او نورو هېوادونو کې په  معتبرو پوهنتونونو کې شاملوو، هغه وخت چې د پردیو په پیسو داسې مرکزونه جوړ وو، چې د ملي نفاق ځالې دي او هغه وخت چې لوړې څوکۍ ته رسیدل یوازې له نامشروع لارې د ځان مړولو لپاره غواړو،نو له ملي ګټو سره خیانت کوو. او دا هغه څه دي چې له سروشنو انقلابونو څخه وروسته مو ښه پریمانه لیدلي، اوریدلي او کړي دي، نو له دې څخه نتیجه اخلو چې ډېر ځله ملي ګټو ته وفاداره چارواکي او مشران نه لرو او هغه افغانان چې ملي ګټو ته وفاداره دي واک و ځواک ته نه دي رسیدلي. یوه بده رابطه، یو ناسم تناسب.

ولې داسې پېښیږي؟

په څه باندې درې لسیزې جګړې کې ، چې تر ټولو لویه مېړانه دسر خوندي کول و او له ځانه سره ددومره قوت لایموت درلودل ،چې ژوند پرې وشي، موږ له نارمل حالته راووتو . په هېواد دننه د په اصطلاح سوسیالیستي مرستو بوجۍ راخلاصه وه او هاخواهم په اصطلاح  دامپریالیستي ، په یوه کې هم ملي ارزښت نه و، ځکه یې په خوړلو او ځانته غلي کولو عادت شو.په پردیو مملکتونو کې د بې وطنۍ درد دومره وځورولو چې هېڅ مو هم خپل نه ګڼل او د(( ملي ګټو )) له مفهومه مو دوه درې نسله هم دلته او هم هلته بې خبره  رالوی شوو ، په هېواد دننه مو شورویان لیدل او فکر مو کاوه چې یو اشغال شوی هېواد به نو څه وي او ملي ګټې به یې څه؟ کډوالو مو خپل هېواد نه درلوده نو د ملي ګټو په هکله به یې څنګه فکر کړی وای؟  له بلې خوا فکری چاپېریال داسې تحمیل شوی و چې چا د (ملي ) کلمه په خوله نه شوه اخیستی ځکه یا مرتجع او ضد انقلاب ګڼل کېده یا کافر او کمونست  .... لنډه یې دا چې د ملي ګټو په وړاندې دبې تفاوتۍ روحیه په دېرش کلن ناورین کې ریښې لري ،چې زموږ ځورېدلی او جنګ ځپلی ملت یې د بدو او دوامداره اغېزو قرباني دی.  

څه وکړو :

د ویښتیا او روښانتیا په پړاوونو کې باید ملي ګټې معرفي او تبلیغ شي، موږ یوې دورې ایډیال حکومت ته اړتیا لرو چې د ایډیالو مشرانو له خوا رهبري شي او د کار محور یې د ملي ګټو تضمین وي، نه دا چې د خپل اقتدار دساتلو لپاره وار وار ملي ګټې په لوی لاس ترپښو لاندې کړي. همدا راز دداسې ګوندونو جوړول اړین دي ، چې دسیاسي رقابت بنسټ یې د ملي ګټو خوندي کول او پالل وي او ولس پرې د همدې معیار له مخې اعتبار وکړای شي.

دوی باید عملاً خلکو ته ور وښيي چې ملي ګټې آن د دوی تر ژونده هم مهمې دي.

داسې یو کاري ټیم چې رشوتونه او نارواګټې له هغو تنظیمونو سره نیمې نه کړي، چې دوی یې واک ته رسولي دي، بلکې کله کله د خپل روا دولتي معاش یوه برخه هم دیوې وږې افغان کورنۍ د نس مړولولپاره ورکړي.

موږ ملي ګټو ته صادق نه یو، ځکه نو لا تر اوسه تاسو بې کوره، بې موټره او په کرایي کور کې اوسیدونکی لوړپوړی چارواکی نه شیء موندلای، لږ تر لږه یوه دوره دا باید تمثیل کړو چې خلک یې په اهمیت پوه شي.

پوهنتونونه، ګوندونه، مدني ټولنې، د نصاب لیکوال، میډیا، فرهنګي ټولنې اغیزمن شخصیتونه، پوهان، سیاستمداران او کارپوهان کولای شي :

۱ـ ملي ګټې له بیلګو سره یو ځای تعریف او تبلیغ کړي.

۲ـ د ملي ګټو د ساتنې لپاره مشخص میکانیزمونه او اصول رامنځ ته کړي.

۳ـ د ملي ګټو تر پښو لاندې کوونکي مجازات او ټول خلک پرې وپوهول شي، چې د ملي ګټو په وړاندې بې تفاوتي څه انجام لري؟ دا په دې مانا نه دی چې د سلوافغانیو رشوت اخیستونکی مامور ونیسو او په پردیو استخباراتو پلورل شوی زورور حمایه کړو.

د افغانستان لپاره د داسې سیاسي ګوندونوایجاد چې علمي – عملي کړنلاره او تګلاره یې د ملي ګټو پر بنسټ جوړه شوې وي ډېره لویه اړتیا ده ،خو تردې وړاندې او تر ټولو اساسي لاره داده چې خپلو ماشومانو ته په کور، وړکتون، ښوونځي او روزنځي کې ملي ګټې وروپېژنو او د افغانستان مینه له خپلو شیدو او خولو سره د هغوی له زړه، وینې ،ذهن او ځواک سره واخښلو، چې بیا مو را روان نسلونه همدا علم او عمل ولري چې :

                                     ایمان

                                      تقوا

                                       او تربل هر څه وړاندې ودان افغانستان!