درېیمه لاره


د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه

  د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا نه لرو ځکه موږلا له پخواڅخه ملت یو.  هغه څه چې موږ نه لرو، ملي مشري یا (National Leadership) دی. ملي مشري څه ده؟ هر کله چې یو شخص یا سیاسي حرکت وکړای شي د یوې سترې ملي مسئلې، ستونزې یا پېښې پر مهال یو ملت یا د یوه هېواد بشپړ اکثریت د مثبت حل لوري خواته و

11.03.2010 wadan

زموږ انتقادي اخلاق،درېیمه لاره ، ۱۴مه برخه

  همدا چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ نغاره وډنګېده، نو سترګې پټې شوې اوخولې خلاصې د نیوکو ډزې پیل شوې، کارپوهان په تلویزیونونو کې راشنه شول او د راډیو ګانو ستوني څېرې شول، پایله څه وه؟ اصلاحات رانغلل خو د انتقاد په وړاندې ټولیز معافیت رامنځ ته شو. د بېخرته، بې مسؤلیته آزادۍ او انتقاد ښکارنده (پدیده) پخپله یوه سیاسي لوبه وه ،چې پر موږ راوتپل شوه. زموږ پوزیشن او اپوزیشن نه دی معلوم ټول لکه مۍ وریجې سره ګډ دي، د یوه سیاسي سیست

17.02.2010 wadan

موږ او «ایزمونه» ـ درېیمه لاره ، ۱۳ برخه

  یو ملګری مې راته د یوې افغاني مظاهرې کیسه کوله، چې په مهاجرت کې شوې وه، د مظاهرې په لومړۍ لیکه کې یو څو ځوانانو پرله پسې شعارونه ورکول ،چې : مرګ په کمونیزم! مرګ په مارکسیزم! او مرګ ... او مرګ ... مرګ په ژورنالیزم! د مظاهرې ګڼو ګډونوالو،چې دا ځل نوی «ایزم» اوریده، نو ګومان یې وکړ چې دا ډېر ژور او خطر ناکه ایزم دی، نو تر نور ځله یې لاپسې په لوړ

26.01.2010 wadan

زموږ وطندوستي، درېیمه لاره ، ۱۲ برخه

  کال نیم پخوا د هندوستان کشمیر ته ولاړم، له سرینګره څلور ساعته مزل د ګلمارګ ښکلې سیمې ته، چې ورسیدم ناڅاپه مې دا پښتو متل پر ژبه راوګرځېده، چې: « هر چاته خپل وطن کشمیر دی». دا متل ولې را په یاد شو؟ ځکه د کشمیر استعاري او سمبولیکه مانا، د ښکلې سیمې او زړه وړونکي هېواد په توګه، په ذهن کې را څرګنده شوه او په اصطلاح ایله په دې پوه شوم، چې ولې هر څوک غواړي وطن یې د کشمیر په څېر ښکلی وي. کشمیر هم له طبیعته ښکلی دی او هم یې خلکو خواري ایست

11.01.2010 wadan

موږ او خپلواکي ،درېیمه لاره ، ۱۱ برخه

  له شاه زمانه تردې زمانه موږ نه خپلواک وو او نه ښکېل. له شاه زمانه تردې زمانه موږ د یوې داسې خپلواکۍ لپاره په جګړو کې تېره کړې، چې هېڅکله مو نه ده ګټلې، نه مو جګړه ګټلې اونه خپلواکي خو، هر څه مو پرې ژوبل کړي دي، د وطن آبادي، پرمختګ، پوهنه او آن ملي یووالی، دا خو منو چې ملي خپلواکي د یوه ملت د ژوند لومړۍ اړتیا ده، خو له موږ سره عجیب چل شوی دی؛ نه خپلواک یو نه ښکېل ،بلکې ټول عمر مو د خپلواکۍ د ګټلو په جګړه کې تېر شو.  زما ل

28.12.2009 wadan

بې قانونه ملت، بې ملته قانون : درېیمه لاره ، لسمه برخه

  د اویایمې لمریزې لسیزې د پیل کلونه ،په افغانستان کې چاد قانون په نامه کوم څه نه پېژندل، لکه ځنګل؛ هر زورور کمزوری خوړلای شو، خو دا کار یوازې وسله والو کاوه، مانا دا چې یوازې وسله والې ډلې په چور او وژلو لګیا وې، خولې یې په وینو سرې او لاسونه یې د خلکو په ګریوانونو کې نښتی وو. خوملت داسې نه و، ملت لا هم یو له بل سره مرسته کوله، کله به چې وسله والو کوم بې وسلې افغان وویشت یا به د کوم ړانده توغندي تر لګیدو وروسته ماشومان او ښځې په وینو کې ولمبیدې

20.12.2009 wadan

زموږ کافر(!) حکومتونه : درېیمه لاره ۹ برخه

  د افغانستان یو ولسمشر ویلي و : « د مخالفینو په نظر زه کافر یم، خو زما په وچویلي یې نه دي لیکي چې کافر یم، زه له تاسو (خلکو) څخه پوښتنه کوم چې ولې مې دوی کافر بولي؟» همدا څه موده مخکې د افغانستان یوه بل ولسمشر وویل : « که د مکې معظمې امام هم راولئ او دلته یې ولسمشر کړﺉ دوی به وايي چې دی هم کافر دی.» له امان الله خانه تردې زمانه ګڼ واکداران د کافر په نامه لرې کړل شوي دي نو پوښتنه داده ،چې دا دکافر اوغ

07.12.2009 wadan

د ښار او کلي جګړه ،درېیمه لاره ،۸ برخه

  داخبره ډېره شاربل شوې ده، چې د افغانستان اوږدو بدمرغیو او کړکېچونو ګڼ اړخونه  درلودل او لري یي ؛ نړیوال لاملونه، سیمه ییز هغه او په کور دننه عوامل. یو شمېر سترګور او ځیر کتونکي فکر کوي ،چې د افغانستان دننه هم د څو نسلونو یا ټولنپوړونو ( اجتماعي اقشارو) او انددودونو ترمنځ پټه جګړه روانه ده. ددې جګړې یوه درنه برخه د کلي او ښار ترمنځ جګړه ده. موږ سرشمېرنې نه لرو چې خبر مو کړي؛ څومره افغانان په کلیو او څومره په ښارونو کې اوس

16.11.2009 wadan

موږ او دیموکراسی - درېیمه لاره - ۷ برخه

  دیموکراسي ښه ده که بده؟ موږ یې غواړو که نه؟ او که نه یې غواړو نو د خپلو حقونو د تثبیت او حکومتونو د جوړولو لپاره باید څه وکړو؟ څو لسیزې کېږي چې کمبخته دیموکراسي په افغانستان کې سرګردانه ده، کله له کفر سره معادل ګڼل کېږي او کله هم د ملي ستونزې د حل یوازینۍ لاره بلل کېږي. ځینو افغانانو ته دیموکراسي یو شی، یو سړی یا یو ماشین ښکاري چې باید له لویدیځه راوړل شي. ځینې نور یې د کفارو د جاسوسانو چل ګڼي چې په نباتي غوړیو کې د خوګ له وازدې سره ګډ

02.10.2009 wadan

ملي بې باوري ـ درېیمه لارـ شپږمه برخه

  د انقلابونو یو لوی ظلم دا و ،چې په افغانستان کې یې ملي بې باوري رامنځ ته کړه. ملي بې باوري څه ده؟ هغه مهال چې چې د ټولنیزو کړکېچونو او ناورینونو له امله د ټولنې وګړي یو پر بل او پر هغو بنسټونو بې باوره شی، چې په عادي شرایطو کې د هغوی ترمنځ یو پر بل باور د ټولنې د جوړښت بوده تنسته جوړوي. خو زموږ بې باوري ګڼ ډولونه لري : ۱ـ یو پر بل بې باوري ۲ـ پر حکومتونو او دولتي بنسټونو ب

13.09.2009 wadan

ملي ګټې - درېیمه لار - پینځمه برخه

   په یوه مجلس کې یوه ښاغلي « ملي ګټې» یادې کړې، بل ښاغلي ورته وویل : وروره هغه څه چې ته ملي ګټې بولې زما لپاره ارزښت نه لري، زه نه پوهېږم ستا له نظره ملي ګټې څه تعریف لري؟ دا خبره نه وه ، سم غم و؛ د تیوریکو بحثونو اوږده لړۍ پېل شوه او ډېر کتابونه پاڼې پاڼې شول خو دواړه لوري نه سره قانع کیدل. ښايي د ملي ګټو پېژندنه او داسې تشخیص چې ټولو خلکو ته د منلو وړ وي ستونزمن کار وي، خو که په لوی لاس د ګوتو

02.09.2009 wadan

شتمني، ټولیزه شتمني، ملي شتمني- درېیمه لاره - څلورمه برخه

          شتمني ( ملکیت) هغه مادي یا معنوي ارزښت دی چې یو شخص، ټولنه یا هېواد یې له حقوقي پلوه د درلودو یا مالکیت حق ولري. دغه مادي او معنوي ارزښتونه د بشري ژوند د ښېګڼې لپاره په کاریږي، نو ځکه مهم دي. یو شمېر داسې ملکیتونه هم شته، چې په ټول بشريت پورې اړه لري. خو موږ څه غواړو؟

26.08.2009 wadan

ټولنیز معافیت - دریېمه لاره - دریېمه برخه

      زه نه پوهېږم، چې عیب د ډوډۍ په وخت کې دی که د خبرونو په ساعت کې؟ هر بیګاه چې کور ته ورسېږو، نو څو شیبې وروسته د شپې پر ډوډۍ راټول شو، ټلویزیون یا راډیو چالا نه وي، په یوه نه یوه موج کې خبرونه وي،خبرونه هم لکه د هرې ورځې تکرار چې وي، وايي :  ”په . . . ولایت کې د بمي چاودنې له امله . . . تنه ملکي خلک ووژل

15.08.2009 wadan

ملامت ملت - دریېمه لاره - دوهمه برخه

        څو ورځې مخکې مې له یوه هندي څېړونکي سره د ټولنیزې پراختیا په اړه خبرې کولې، د هندوستان مثال یې راکړ، ویل یې : ګاندي زموږ لپاره خپلواکي وګټله او یو خپلواک هېواد یې په لاس راکړ، مګر خوار، وږی، تش کړل شوی، له ټولنیزو ستونزو ډک، په کاستونو ویشلی او له فرهنګي پلوه ځپلی هندوستان. ددغه هندي څېړونکي په وینا هغه مهال هندوستان شاوخوا

15.08.2009 wadan

ولې درېیمه لاره؟

          داسې هېوادونه شته چې هم خواري کوي اوهم فکر، پرمختللي او ماړه هېوادونه دي لکه جاپان، دجاپان خلک خواریکښ او ذهین دي، د ماشین په څېر کار کوي او د کمپیوټر په شان فکر. داسې هېوادونه شته چې نه خواري کوي نه هم فکر، خو ماړه دي، د خلیج ځینې هېوادونه لکه عربي متحده امارات او نور داسې دي، د دوی لپاره بهرنیان

09.08.2009 wadan

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more