د wadan wadan لخوا خپرې شوې لیکنې
بارانونه او ډیوې
تیاره ده ، تروږمۍ ده ، ستا یادونه او ډیوېله سترګو سره جنګ کوي خوبونه او ډیوې ستا زلفې یې په مخ دانه وانه وې خورې کړې بېګاه یو ځای راغلي وو بادونه او ډیوې ګیډۍ ګڼ کمیسونه په کې چټې پښتنېواه ! ښکلي یوځای شوي دي ګلونه او ډیوې دا خلک خړو کلیو کې بس خپل جانان ته پریږدﺉدا خلک درنه نه غواړي ښارونه اوډیوې په تنده دی په منډه دی ملت مې په تیاره کې خاونده! یو ځای ورکړې بارانونه او ډیوې
د وړانگو له هېواده
په هر طواف کې زما یاد ورسرههغه پر تور بخمل چې شونډې ږدي هم ما ښکلويزه یې په زړه کې ناست او حج کومهزه یې لېمو کې اوسم سعی کومورسره یو ځای ترمینا پورې ځمچې د زمزم چینې ته ورشي ما په اوښکو مینځيها توره تېږه ښکلوي هم زما د سترګو په خیالخدای ته نږدې له مانه لرې جانانمګر په زړه کې ناست دی دلې جانانلکه هاجر له ابراهیمه لرېپه زړه کې پټ د عشق ذبیح ساتيبیلتون په شګو ولي رجم کويد عشق څلویښت لمونځه د زړه یثرب کېله هر مناره د بلال ازانګې
ځنګل، ته او ښکلا
ځنګل د ټولې نړۍ ګډ وطن دیځنګل چوپتیا لري ځنګله کې ډېر رازونه پټ ديځنګل د پاڼو دوښو او د ریښو ښکلا دهځنګل د ټول خلقت د نیمې ښکلا غل ختلیزه چې ځنګله ته راشمد لیونتوب په
کشمير
شنې اوبه ډکې له پاڼونیلوفر په کې راشنه ديکوچنۍ بیړۍ روانهد ګلونو منځ کې لارهلرې څنډه د ډنډ ښکاریلمر دونو شاته لویږيد ګلونو سوداګرهپه وړه بیړۍ کې ناستهد ګلونو ګیډۍ ډېرېکشمیرۍ موسکا په شونډوقرص ټټر یې دی پر غاړهسورتیکری یې باد ته رپيد وړو وړو بیړیومساپرو ته را ګوريد ګلونو ګیډۍ لاس کېپاس د غرو پر څوکو واروېشنولمنو کې ځنګلونهپر ښه شنه ده، &nbsp
د تخار د خواجه بهاالدين زنداني کډوالو ته !
روښانه بېرته راځي دنګ هندوکښ شاهد دی چې هاغه ستر سکندر څنګه مات شو روښانه، سپين نقاب پرمخ توره تر ملا په خړ ماښام کې ولاړه د آس له پوندو يې د دوړو نرۍ ليکه ښکاري څو پېړۍ وړاندې سکندر ولړزېد روښ
د خوب او ويښتيا ترمنځه
ستا غم په زړه کې ويښ دیستا د درد پیټی بار د روح پر اوږود بیابان سرې تېږې او زما د زخمي تلوکیسهڅومره چې ځم غرونه هم لرې روانچانه پوښتنه وکړم؟چې غرونه لاهم غمځپلو لیونیو ته پناه ورکوي؟آیا په غرونو
مولاناخادم او نشنليزم
نشنلیزم Nationalism یا ملت پالنه د یوې سیاسي مفکورې په توګه د یوه ملت د تشخص، پرمختګ او پر ځان متکي کیدو لپاره د یوه سیاسي تمایل ترڅنګ یو فردي او رواني تمایل هم دی، یعنې دا یوازې سیاسي مفکوره نه بلکې یوه رواني غریزه هم ده. دغه رواني غریزه هغه مهال د یوې سیاسي مفکورې په بڼه را څرګندېږی چې د سیاست پوهنې، ټولنپوهنې او ولسپوهنې له معیارونو سره سم په ځانګړو چوکاټونو، کړنلارو او منظمو خوځښتونو کې ځای شي.فرد له ځانه سره مینه لري له کورنۍ سره د تړلو مزي ټینګوی ځکه د ځان تر ټولو نږد
ســـــــــــــــــــــــــــودا
په امريکه کې هرپوهنتون خپله يوه ځا نګړې نښه لري دبيلګې په توګه دارېزونا دپوهنتون نښه وحشي پيشو وه چې د پېژندنې پر کارت به د خوارکوټي محصل دعکس تر څنګ دپيشو يو غټ سر هم رسم شوی و ، په اوله کې چې ما پر خپل کارت پيشو وليده نو خدای ج شته ښه قار راغلی و خو وروسته پو ه شوم چې دا څه بلا ده٠ خو دلته دمريلند دپوهنتون نښه بيا کيشپ ده چې کابليان يې سنګپشت بولي٠ بس هرچېرته چې ګورې دې چښتن مړي سر نيغ نيولی وي ان چې دپوهنتون اخبار هم Diamond Back يانې الماس ډډی نوميږي.
سپينه ماڼۍ او ملك اتا
يو ځل بيا چې په واشنګټن ښار كې داساسي قانون له واټه تيريدم او د سپينې ماڼۍ د وره له مخې مې هغه كوډلۍ وليده نو زموږ د كلي ملك اتا او دتازګي خبره راپه ياد شول . دلته سپينې ماڼۍ ته څېرمه يو په عمر پوخ سړي يوه غټه چترۍ لكه كيږدۍدرولې او له كلونو كلونو راهيسې شپه اوورځ همدلته پروت وي ،دسړي ببره ږيره ده او دلته يې ددېره توب بانه له سپينې ماڼۍ سره ډغرې وهل دي. ده د خپلې كوډلې په شاوخوا ګڼ كاغذونه او شعارونه لګولي چې پرې ليكل شوي :جګړه نوره بس ده ! &nbs
ميمنه (كيسه ګۍ)
د يكشنبې په سهار، پتريشيا راته زنګ وواهه او ويې ويل چې غواړي (توبك) ته لاړه شي او له ما يې هم غوښتنه وكړه، چې ورسره لاړ شم. د غرمې يوولس بجې مو سره وعده شوه، زه پاڅېدم چې ځان چمتو كړم.توبك د امريكا د اريزونا ايالت د دويم لوى ښار (توسن) سهيل ته يوه وړه ابادي ده، چې د مكسيكو پولې ته نژدې پرته ده. د توسن يوشمېر اوسېدونكي د تفرېح لپاره ورځي. هلته يو كوچنى توريستي بازار، يوه زړه كليسا او د اسونو د سورلۍ لپاره چمنونه او لارې شته، خو ډېر خلك د اتلسمې پېړۍ تر ټولو زړې مسيحي كليسا ليدو ته ورځي
هله
هله یاهو هله یاهو ووایههله میراته وسله وغورځوههله راځه هله پايڅې بډوهههله ځولۍ نیسم مڼې څنډوهه* * *هله چې ورانه چوتره جوړه کړود کلا بر سر کې حجره جوړه کړوهله ماشینه له اوږې کوزه کړهچې ترې څپرې ته زینه جوړه کړو * * *هله جومات مو مناره نه لريپه کې ماشوم څونډی سپاره نه لريهله میله د راکټ کور نه راوړهورانه دیره مو کټاره نه لري* * *راشه دا لس ګوتې کړو لس بزغليد زړه پر للمه چې باران ووريکه له
اور, ورا,لنډۍ
شينوارۍ ببو پړونی دې راسم کړهها ،چې رنګ دی په سرو وينو خړ په خاورودخانک خولۍ سورۍ شوې دمزروپروت شاهو دې هلته لرې مړ په خاورو شينوارۍ ببو دناوې دړۍ وسوېپولادي کارغانو اور پر واده راوستنغارې په لمبو وسوې ،داريا مات شوکافر زړيو نوی شور په واده راوست شينوارۍ ببو سبا به راډيو واييچې پوره تحقيق به وشي په دې کار کېزورورو سره ،چېرې زموږ کېږيدڅپليو ټوټې شماره په دې لار کې شينوارۍ ببو څوک نشته په وطن کې
هېره
په عشق کې تریخ دی خدایږو تریخ د هېرولو فصلیو داسې فصل چې نور د خپلې مینې سترګې نه شې لیدیددې کږو وږو لفظونو مستانه لوستونکیه!یو څه له ځانه سره فکر وکړه!څومره ترخې شیبې ديچې په یو ښار په یو وطن کې مساپر شې
ښځه
د عرش له نوره راوتلې چینهدعشق له خاورې سره ګډې اوبه په دې هستۍ د ښځې نوم پورې شوآدم یې سیوري د ښکلا ته ویده دې لوپټې لاندې ماشوم للو کړله پاسه نور د خدای پرې ووریده ماشوم پرې پوه نه شو آدم خبر نهښځې د ستورو هومره رنځ ولیده ماشوم چې وږی شو شيدې یې ورکړېآدم چې ستړی شو دې ونازاوه ښځه هم وږې وه هم ستړې ستړېهېڅ څوک په دغه راز ونه پوهیده ماشوم چې لاس خلاص کړ د مور خندا وهآدم چې لاس پرانیست، ددې
غزل
بس په شکرانه کې يوه خوله راوړهپال ګورم له رغوي سره زړه راوړه نه مرمه ورځه سر ته مې مه كينهتږی يمه ولاړه شه اوبه راوړه نه دي غشي ، زړه باندې خواږه لګيسترګې دې راپورته کړه باڼه راوړه تاويل چې سترګې تورومه پرېتاويل دسوي زړه رانجه راوړه نه به څښي لېوال دغه ترخه شرابته ورته د سرو شونډو خواږه راوړه
زما قبر
بیګاه مې خپل قبر په خوب لیدلیقبر مې اووه لارې دید راتلو اووه دروازې دلته راځيلوږه خپل ورور غیرت
پینځه دېرش
نن مې کالیزه وه د ژوند پینځه دیرشم درد مې چا ونه لمانځه نن هیچا هم مبارکي رانه کړه موږ کلیوال پښتانه خپلې کالیزې په ډیوو نه لمانځو نن هیچا هم راته یو ګل رانه وړ هاغه دوه سترګې چې یې څوکلونه راته په مینه او موسکا مبارکي ویله چې به یې ورو په دواړو م
غزل (عبدالغفور لېوال)
قند ستا دشونډو له ترخه قسمته هېر نه کړمدغم صراط نه یې په هېڅ بهانه تېر نه کړم دزړه له دردڅخه مې دروړې ډیرې سپینې سکېخو زه یې ستا په خریدارو کې هم شمېرنه کړم څو مې چې سترګې رڼیدې ستا مې پرې لا څارلهستا غم به ډېر و زورور خو زه یې زېر نه کړم کیسه زړه ده د بڼو او وروځو، شونډې راوړهزه سوله غواړم یاد د غشیو او شمشېر نه کړم ما ویل شک
د ودان له سنبالوونكي سره اړيكې ونيسئ
سنبالوونكى: حكمت سروش د ودان درنو لوستونكو! ودان د ښاغلي عبدالغفور لېوال يوه فرهنګي پاڼه ده چې د نوموړي شعرونه، څيړنې، ليكنې، انځورونه... په كې خپريږي. كه چيرې تاسو د ښاغلي عبدالغفور لېوال په اړه ليكنې،څيړنې، خاطرې او داسې نور څه ليكلي وي او غواړئ چې په ودان كې د نوموړي له ليكنو سره يو ځاى خپرې شي نو پر دې پته يې راوليږئ! hikmat_sorosh@yahoo.com