قند ستا دشونډو له ترخه قسمته هېر نه کړم
دغم صراط نه یې په هېڅ بهانه تېر نه کړم
دزړه له دردڅخه مې دروړې ډیرې سپینې سکې
خو زه یې ستا په خریدارو کې هم شمېرنه کړم
څو مې چې سترګې رڼیدې ستا مې پرې لا څارله
ستا غم به ډېر و زورور خو زه یې زېر نه کړم
کیسه زړه ده د بڼو او وروځو، شونډې راوړه
زه سوله غواړم یاد د غشیو او شمشېر نه کړم
ما ویل شکست نه به لېوال غوندې په زړونو کینم
مین یې کړمه مګر مات یې ستا په څېر نه کړم
29.01.2007
- wadan
سنبالوونكى: حكمت سروش
د ودان درنو لوستونكو!
ودان د ښاغلي عبدالغفور لېوال يوه فرهنګي پاڼه ده چې د نوموړي شعرونه، څيړنې، ليكنې، انځورونه... په كې خپريږي.
كه چيرې تاسو د ښاغلي عبدالغفور لېوال په اړه ليكنې،څيړنې، خاطرې او داسې نور څه ليكلي وي او غواړئ چې په ودان كې د نوموړي له ليكنو سره يو ځاى خپرې شي نو پر دې پته يې راوليږئ!
hikmat_sorosh@yahoo.com...
10.03.2008
- wadan
نن مې کالیزه وه د ژوند پینځه دیرشم درد مې چا ونه لمانځه نن هیچا هم مبارکي رانه کړه موږ کلیوال پښتانه خپلې کالیزې په ډیوو نه لمانځو نن هیچا هم راته یو ګل رانه وړ هاغه دوه سترګې چې یې څوکلونه راته په مینه او موسکا مبارکي ویله چې به یې ورو په دواړو م...