لس مقالې د هيواد د نامتو عالم ارواښاد اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد د پنځو مقالو مجموعه ده، چې پر ۱۳۶۷ لمريز كال په ۱۱۲ مخونو كې چاپ شوې ده. په دې مجموعه كې استاد رشاد د خوشال خان خټك د ژوند و فن بيلابيل اړخونه څيړلي دي چې په يوشمير برخو كې يې د لومړي ځل لپاره د پښتو ادب د پلار په اړه يوشمير تاريخي او ادبي حقايق رابرسيره كړي دي. په دې ليكنه كې غواړم د استاد رشاد پر مقالو په لنډه توګه تبصره وكړم:
۱- د خوشال په ديوان كې د "بوستان" او "ګلستان" د وږمو څرك "بوستان" او "ګلستان" د پاړسي ادب د لوى شاعر شرف الدين مصلح سعدي بن عبدالله (۶۹۱ يا ۶۹۴ هـ ق مړ) هغه دوه كتابونه دي چې پاړسي ژبي او پښتو ژبي يې د جومات د زده كړو پر مهال لولي او د سنتي زده كړو د نصاب برخه ګڼل كيږي، ځكه خو ډير عام آثار دي، له همدې امله د پښتو ادب د كلاسيكې دورې ګڼو شاعرانو هم دا كتابونه لوستي او په آثارو كې يې د مضامينو لږ او ډير څركونه ليدل كيږي. خوشال بابا چې د خپل عصر مرسوم علوم او فنون لوستي او زده كړي وو، خامخا د شيخ سعدي له دغو دواړو كتابونو څخه اغيز منلى و، استاد رشاد په خپلې دغې مقالې كې همدا اغيز څيړلى او د خوشال بابا په آثارو كې يې هغه مضامين په ګوته كړي چې د شيخ سعدي آثارو كې هم راغلي دي، زما په نظر له دغې مقايسوي څيړنې څخه دا ښكاري چې خوشال بابا په هماغه مهارت او استاذۍ سره دغه مضامين راوړي، چې شيخ سعدي يې په بيانولو سره شهرت ګټلى دى د بيلګې په توګه:
خوشال:
ښه كه وزيږي له ډكې ښځې مار
نه زوولى ځنې زويه ناهموار
سعدي:
زنان باردار ای مرد هوشیار اگر وقت ولادت مار زایند
از آن بهتر به نزدیک خردمند که فرزندان ناهموار زایند
دا ښكاره ده چې خوشال د سعدي د دوو بيتونو مفهوم په يوه بيت كې لا ښكلى او واضح بيان كړى دى، بيځايه اطناب او اوږدوالى په كې نشته او لوستونكى ژر مطلب دركولاى شي.
استاد رشاد د خپل دقيق او محتاط څيړنيز ميتود له مخې تر هرڅه مخكې د شيراز، سعدي او د هغه ادبي دريځ راپيژني بيا د خوشال بابا په بيلابيلو آثارو كې د سعدي د دوو نامتو كتابونو (بوستان او ګلستان) د مضامينو څرك لټوي.
زما په نظر هغه څه چې ډير جالب او د پام وړ ده په دغه بحث كې د فكري ارزښتونو مقايسوي تحليل دى، د بيلګې په توګه په ځينو مواردو كې دا هم څرګنديږي چې يوه مسئله نه يوازې له پاړسي ادب څخه پښتو ته بلكې آن له عربي ادب څخه اول پاړسي او بيا پښتو ته راغلې ده او په دې توګه د موضوعاتو تداخل او ليږد د بيلابيلو ګاونډيو ژبو ترمنځ طبيعي ګڼل شوى بيلګه وګورئ:
عربي: ويبقى خط فى القرطاس دهرا
وكاتبها رميم فى التراب
پاړسي: خط در ورق دهر بماند صد سال
بيچاره نويسنده كه در خاك رود
پښتو: په كاغذ به خط باقي په ډير مدت شي
تار په تار به د كاتب شيرين صورت شي
استاد رشاد په خپله ليكنه كې دې ته هم اشاره كړې ده چې له عربي څخه نه يوازې پاړسي او پښتو ته بلكې اردو او تركي ته د شعرونو موضوعات تللي راغلي دي.
او په دې توګه خوشال بابا د كلاسيكې پښتو شاعرۍ هغه څيره ده چې په خپله فرهنګي حوزه كې د نورو ژبو له فكري پانګې څخه خبرو او پر خپله ژبه د بشپړ حاكميت په درلودو يې دغه فكري پانګه ډير ښه او په استاذۍ سره ځاى كړې ده.
۲- د كرلاڼيو پاچاهي كورنۍ: دا په "لس مقالې" كې د علامه رشاد دوهمه مقاله ده چې د خوشال بابا د عصر د يوې نامتو كورنۍ د پيژندلو په اړه ليكل شوې ده، استاد رشاد ليكي چې "خوشال خان كرلاڼي د سړبنى سوشل ګروپ يوه څانګه بولي".
استاد رشاد په دې ليكنه كې د (كرلاڼي) نوم د بيلابيلو تلفظونو او تاريخي شاليد په اړه بشپړ معلومات وركړي دي. د مقالې په بله برخه كې د كرلاڼيو هغه كورنۍ معرفي شوې ده چې د سلطان العادل شيرشاه سوري (۹۴۷-۹۵۲ هـ ق) پر مهال يې د كرلاڼي پښتنو مشرى كوله، دا د جمال خان كرلاڼي د زامنو تاج خان، سليمان خان، عماد خان او الياس خان د مشرۍ او امیرۍ دورې ته اشاره ده.
زما په نظر د استاد رشاد دغه مقاله، په هند كې د پښتنو د واك و ځواك او عظمت د دوران يوې داسې دورې او څنډې ته كتنه ده، چې په دومره جزئياتو سره، تر دې مخكې نه وه څرګنده، همداراز دا مقاله د سوري شيرشاه د زماني پر حالاتو او د خوشال خان خټك د معاصرو پيښو په څرنګوالي رڼا اچوي او كه څوك غواړي د خوشال په عصر او اجتماعي حالاتو څيړنه وكړي د تاريخ دغه برخه ښايي ډيره مرسته ورسره وكړي.
۳- دوه مصرع يې د خفيف بحر دوه طال: دا د "لس مقالې" دريمه مقاله ده او په دې ليكنه كې استاد رشاد د ستر خوشال شاعري د فورم، وزن او شكلي تنوع له مخې څيړي. خوشال د پښتو شاعرۍ په تاريخ كې لومړنى شاعر دى چې د خپل عصر په تقريباً ټولو مروجو او معمولو وزنونو كې يې شاعري كړې ده، څرنګه چې هغه مهال عربي عروض پر پښتو شعر هم تطبيقيدل او دا مسئله، چې پښتو خپل ځانګړى (څپيز-خچيز) وزني سيستم لري، مطرح نه وه له همدې امله عروضي بحرونه او قالبونه د وزن سنجۍ لپاره كارول كيدل آن تردې چې مياشرف د پښتو عروض رساله هم ليكلې وه او پښتو شاعري يې پرې تلله، خوشال بابا پښتو قصيده، مثنوي، رباعي، مخمسات او غزليات له قالبي او وزني لحاظه د اوج ټكي ته ورسول او په هر فورم، هر بحر او شكل كې يې شاعري وكړه. استاد رشاد په خپله دې مقاله كې له وزني پلوه د خوشال بابا بيلابيل شعرونه تللي او ځانګړنې يې په ګوته كړي دي. خو د استاد رشاد په نظر د خوشال په شاعرۍ كې يوازې د عربي عروضو قالبونه او بحرونه، نه بلكې ځينې داسې بحرونه هم شته چې په هغه وخت كې په عربۍ او پارسي شاعرۍ كې دود نه وو، او بيلګې يې يوازې په پښتو شاعرۍ كې (د خواجه محمد بنګښ، بايزيد روښان او خوشال خان) په آثارو كې موندلی شو د استاد په نظر دا ځانګړنه په هندي عروضو كې هم موندلاى شو او يوه بيلګه يې د سورتها شكل دى. استاد رشاد په دې بحث كې د پښتو ولسي شاعرۍ او آن د زردشت د دورې د ګاتونو (ګاڅونو) – د اوستايي سرودونو مهمه برخه- بيلګه يې عروضي سكښت هم وړاندې كړى چې د پښتو ژبې له عنعنوي او زاړه وزني سيستم سره ورته دي.
4- د خوشال خان په چاپي آثارو كې ځينې مغشوشې كلمې: په دې مقاله كې علامه رشاد د خوشال په آثارو كې د هغو كلماتو د روښانولو او په ګوته كولو هڅه كړې چې مغشوشې دي، يا خو نه لوستل كيږي، يا ناسمې ضبط شوې دي او يا هم د خطاط د اشتباه له امله غلطې ليكل شوي.
په دې مقاله كې ددې ترڅنګ چې د خوشال بابا د آثارو د كاتبانو معرفي هم شوې ده، په دې اړه څرګندونې راغلي چې په پخوانيو آثارو كې د كاتبانو د بې پروايي له امله څومره ستونزې پيښې شوې دي.
د خوشال په آثارو كې د بيلګې په توګه "خپلخانې، اوره، سيس، تيلك، مهيرك او نور" همداسې متنازع فيه كلمات دي چې استاد يې تر ډيره بريده د سم شكل د استخراج هڅه كړې ده.
زمـا په نظر پر كلاسيكو نسخو د انتقادي كتنې پر مهال د مغشوشو كلماتو د وضاحت لپاره د څيړونكو ډير كار، تبحر او مقايسوي څيړنې ته اړتيا شته او كله كله داسې كار يوازې د استاد رشاد په څېر فاضل علماْ ترسره كولاى شي.
5- د پښتنو د افتخار ځاى خوشال خټك: دا د "لس مقالې" وروستۍ مقاله ده چې په هنري او شاعرانه ژبه د پښتو د ملي اتل خان عليین مكان خوشال خان خټك پيژندنه شوې ده.
استاد رشاد په دې مقاله كې د خوشال د ستر روح، فداكارۍ، ملي رول او زړورتوب تعريف له تاريخي پلوه څيړلى او په ډير دقت يې د دغه ملي قهرمان د ژوند- فن او عصر ځانګړنې روښانه كړي دي.
په مجموع كې "لس مقالې" د استاد رشاد هغه كتاب دى چې د ستر خوشال خان په اړه ډير نادر، نوي او په زړه پورې علمي حقايق څرګندوي چې د پښتو ادبياتو شايقينو او د خوشالپيژندنې زده كوونكو ته يې لوستل اړين بولم.