15.09.2007
- wadan
تصویري کلام څه ته وایو؟ کله کله موږ په ورځنیو خبرو کې دداسې مطلب په هکله خبرې کوو چې اوریدونکی یې، د خبرو اوریدو پر مهال، نه موږ او نه زموږ د خبرو کلېماتو ته توجه کوي، بلکې مخامخ د هغې موضوع لړۍ تعقیبوي چې موږ پرې خبرې کوو. دلته دوه څیزونه زموږ خبرې تصویري کوي، یو دا چې یوازې پر ټاکلې موضوع خبرې وکړو او له ډېرو حاشیو څخه ځان وساتو او بل دا چې د ټاکلې موضوع کیسه په...
18.09.2007
- wadan
د سلیمان ماکو تذکره الاولیا د پښتو ژبې لومړنۍ راپاتې تذکره ده چې د ۶۱۲ هـ ق شاوخوا لیکل شوې او د پښتو ژبې د نثر خورا قدیمه بیلګه ګڼل شوې چې زموږ معاصرینو لاس ته رارسیدلې ده. دلته نه غواړو ددغې تذکرې پر معرفي او ځانګړنو خبرې وکړو، یوازې یوشمېر هغه لغات، عبارات او ژبنۍ ځانګړنې به وڅېړو چې په تذکرة الاولیا کې راغلي او ددغه کتاب د زوړوالي او لرغونتوب ښکاره نښې دي. یوشمیر هغه کلیمات چې اوس یا معمول نه دي او یا هم که په لیکنۍ پښتو کې کاریږي اخیستنه یې د همدې تذکرة الاولیا له متن څخه...