د مكتب جينكۍ تورې
لكه تورې شامتورې
سپين ټيكري يې لكه غاړو كې پټارې
ماشومتوب نه راوتلې
سپين ساده مخونه راغلې ډلې ډلې
د مكتب د زنګ چې كړنګ شو
زلمكي د ديوالو سيورو ته راغلل
كتابچې او كتابونه يې د ملا تر ملاوستنو لاندې پټ كړل
چا د ګوتو په سرونو په ويښتو كې كوڅې وكړې
چا بوټونه د پايڅو په استرونو باندې پاك كړل
د مكتب جينكۍ توندې_ نخره بازې
زلمكيو نه راتيرې شوې بيخياله
ته وا هيڅ يو يې و نه ليد
نرۍ ملاوې يې كږې وږې كولې
وې په زړونو كې حيرانې
زلمكي به را روان شي؟
كه ولاړ به وي لا چا ته
د غرمې په سره ګرمۍ كې
تورو تورو كميسونو كې راګيره
سره څونډۍ والا خولۍ ده
لږ په وچويلي راكوزه
لاندې دوه ببرې وروځې
لمر سيځلې غنمرنګه څېره ډوبه
د خولو څاڅكي يې راشي تر ګرېوانه
پيسې واخلي چا ته ګل په لاس كې وركړي
ګل پلورونكى زلمى شماري خپله ګټه
څو پستو ګوتو په لاس باندې لږ كېښكود
ګل يې واخيست ورو ورو شا ته ووتله
ګل پلورونكى لږ موسكى شو:
نن يې بيا ميده پيسې را باندې پور شوې
ګوندې بيا سبا ته واخلي څو ګلونه
۲۷/ ورى/ ۱۳۸۴