طاېر ځلاند

Profile Photo

طاېر ځلاند ، دننګرهار ولايت اوسېدونکی ، دادبي هلوځلو ترڅنګ ، دژورناليزم په ډګر کې کار کوم



غزل

رڼا، سپوږمۍ او خوشبويي روان دي خلک په لور د تنهايي روان دي  په یو سړي ده د کتو تماشه هی څه خوبونه د سړي روان دي  په پیښور که په کابل دي جانه جنګونه تول مې په زړګي روان دي نو اسمانو ته خو روحونه ختل؟ اوس اسمانونو ته لوګي روان دي یا ده سینه د کابل زخم زخم یا مې په شونډو اسویلي روان دي یه سمندره لږ مې نور هم چوپ کړه راته غ

14.02.2018 طاېر ځلاند

تازه غزل

نه د اقرار په ژبه پوه، نه د انکار ژبه زه لکه بت چې نه لرمه د اظهار ژبه کله نا کله انسانان شي د ازغو په مثال کله ناکله ژبه شي لکه د مار ژبه کاش کې چې زه هم داسې وی چې په هرڅه پوهیدی کاش کې چې ماهم وی زده کړی ددې ښار ژبه دا څنګه زه یمه چې اوف قدرې کولی نه

25.07.2013 طاېر ځلاند

کبیر ریحان: شعر د بې کاره خلکو کار نه دی

کبیر ریحان دخوست ولایت دی او عمر یې د ۳۰ او ۲۰ کالونو ترمنځ ښکاري خو په دې عمر کې پخه شاعري هغه څه دي چې دلوستونکو او اورېدونکو ځان ته پام ضرور راړوي هغه وايي چې دشعر له لیکلو نه يو مقصد لري او ددې مقصد دپاره هغه شعر ته مخه کړې ده او دغزل په مهينو تارونو دخپل زړه ارمانونه زمزمه کوي

06.06.2013 طاېر ځلاند

رات کې راني

رات کې راني لمر چې د غرۀ له دنګې څوکې نه پناه شي کله سکڼى ماښام شي لږې ډيرې تيارکۍ خورې شي دشپې په توره هېبتناکې بوګنونکي څهرې سپينه رڼا او پلوشې چې دسپوږمۍ خورې شي نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړه شې   خلق اودۀ شي او څادر د خاموشۍ واغوندي تۀ سېلانۍ شې او دستا په طرف ستوري ګوري تۀ چې په ناز کله سوره شې د هوا په اوږو ستوري له ځانه ورک شي ستا په لوري ګوري ګوري نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړ

04.06.2013 طاېر ځلاند

محبت

دمحبت په نوم یو چا رانه پېغام غوښتی خو زه حیران یم ولاړ یو سور ګلاب چې مې له ډيره وخت لاس کې ښکاري هغه زه چاته ورکړم؟ زه باوري یم په دې چې محبت نه یو مکان لري

28.05.2013 طاېر ځلاند

سرليک: تشکر لیک

نېټه: 04.03.2013 23:29 ستا هنری پانی ، بلخصوص دا خوږه او له معانی څخه دکو اشعار ما لپاره دیر خوند او لذت ورکړ .له دی کبله ما وغښتل چه خپل مننه تاسو لپاره تقدیم وکړم .وسلام.هیواد

12.05.2013 طاېر ځلاند

(ته زما ټوله شاعري يې) د ذات د اظهار هنداره

د اتلسمې پیړۍ په پیل کې عقلانیت په هنرونو کې دومره مهم عنصر وګڼل شو چې د کلاسیک ادب يوه پراخه برخه یې تشکیلوله. عقلانیت پلوو په هر څه کې د عقلاني منطق د کتلو هڅه کوله او کایناتو ته یې د یوې منظمې او په اصولو ولاړې زاویې او لید لوري په عینکو کې کتل. په اتلسمې پيړۍ کې د ماشيني اختراعاتو او پرمختګونو اغیزو د انسان په ذهن هم نه هیریدونکې تاثرات پرېښودل او انسان خپل ځان او په کاینات کې موجوده تناسب ته ځیر شو. انسان د خپل ژوند دلاښه تنظیم لپاره یو شمير اصول وټاکل

09.03.2013 طاېر ځلاند

ادب او دتوارد او سرقې مسله

ادب او دتوارد او سرقې مسله ټول انسان دیوې زمکې په سر ژوند تېروي او دټولو انسانانو په سر يو اسمان غوړېدلی دی ، دانسانانو په وجودي جوړښت کې هم کوم ځانګړی توپير نشته دی ، خو په کوم څه کې چې توپير لري هغه ذهني نړۍ ده ، دانسان وجود په دې کوچنۍ برخه کې دومره جهانونه پراته دي چې په کلونو کلونو ساینسپوهانو پرې کار وکړ خو اوس هم یې لا حقیقتونه په بشپړه توګه نه دي روښانه شوي       نو هره هغه زیګنده او تخلیق چې د ذهني نړ

13.01.2013 طاېر ځلاند

نقاد،نقد او قضات

 دنقد په اړه چې تر اوسه څومره نظریات رامنځته شوي او مشهور شوي دي زیات او کم هره نظریه راته وايي چې نقاد باید په يوه فنپاره دنقد پر وخت خپل مالومات دفنپارې په اړه بشپړ کړي او له هغه ورسته بیا دنقد په دریځ ودريږي په دې برخه کې دا هم ویل کيږي، چې نقاد باید دومره پوهه ولري چې ديوې فنپارې جاج واخیستلی شي دا ډول تاکید ددې دپاره کيږي چې دقضاوت پرمهال نقاد له تېروتنې څخه وساتي، خو دقضاوت دټکي سره به یو شمیر زیرک لوستونکي سم د واره  د

06.01.2013 طاېر ځلاند

شعر، الهام او تخلیقي سرچينې/ طایرځلاند

(په یکشنبه ۱۲ـ۱۲ـ۳۰ نېټه په فیس بوک  کې ملګري عزت الله شمسزي خبر کړم چې ملګري په شعر کې دالهام په اړه په ګرم بحث لګیا دي نو زه هم ورغلم هلته مې یو نظر ورکړ او بیا مې غوره وګڼله چې په دې اړه یوه لیکنه وکړم، په دې هیله چې د لوستونکو دپاره جالبه وګرځي) په ټوله نړۍ کې دبل هرهنر په پرتله ادبیات او بیا په ادبیاتو کې دشعر په اړه ډير زیات بحثونه شوي دي خو اوس هم داسې موضوعات پاتې او شته دی چې لا هم بحث ته اړتیا لري او خلک يې په ذهنونو کې بېلا بېلې انګېرنې لري

01.01.2013 طاېر ځلاند

لودیځ، له بشر الاسد وروسته سوریې له پاره چمتوالی نه لري

لیکوال فرینک گارڈنر(د بي بي سي دامنيتي مسایلو څېړونکی لیکوال) ژباڼ / طایرځلاند په سوریه کې د بشار الاسد دواکمنۍ له پاي وروسته هلته د کمیاوي وسلو دساتنې دپاره دباور وړ نړیوال پلان دچمتو والي دپاره وخت له لاسه په وتو دی که څه هم لا په ښکاره دداسې ورځ په راتلو کې لا وخت شته اودسوريې واکمن لا خپلې ماتې منلو ته تیار نه دی خو حالات دومره په منډه دي چې له واکمن بشار الاسد ورو

27.12.2012 طاېر ځلاند

د طایر ځلاند په لپه کې رڼا / ډاکتر ځلاند

  ښاغلی ځلاند هسې د ښې شاعرې د پاره ډیرې اړتیاوي او میعارونه دې چې باید شاعر یې پوره کړي، خو په اروا پوهنه پوهیدل ورته زما له نظر یو له ډیرو اړینو توکو څخه دى، ځکه د هر انسان عقلي زندګي درې اړخه لري: پوهېدل، احساس كول او اراده (چې د يوعمل د اجرا لپاره وي) او شاعرې تر ډېره بریده د همدې دریو توکو په سمه پوهېدنه او  استعمال ښکلي کیږي

25.12.2012 طاېر ځلاند

لپه کې رڼا - لیکوال مصطفۍ سالک

يو هغه شاعران دي، چې يواځې تخيلي انځورونه پنځوي. خو يو شمير نور تخيل جوهر ګڼي خو د معنويت په رنګ کې يې رنګوي. ښايي  توري مي اړولي را اړولي وي . ګنې خبر هماغه زړه او سوليدلې ده، چې ادب د ادب لپاره، که ادب د ژوند لپاره. دشعر لپاره تخيل اړين دی؟ که تفکر؟ که د ځوا ب هڅه کوو. نو دا به منو چې تخيل مخکې دی. خو داخبره هم رښتيا ده، چې د تفکر له نشتوالي سره  هيڅ لوی شاعر لوی نه دی منل شوی. زموږ  کلاسيکو لومړی علوم فنون زده کړي و او بيا يې شاعرۍ ته لاس اچولی وو.خو اوس مهال دشعر ويلو

25.12.2012 طاېر ځلاند

دمجلسي نقد ارزښت او اړتيا !

  طایرځلاند دنوي نقد سالار ايليت د نقد دارزښت په اړه دا یوه جمله بسنه کوي چې وايي (نقد دادب روح دی ) له دې ور اخوا په دې اړه ویل بې له تشریحاتو زما په خيال کومه بنیادي مسله راپورته کېدلی نه شي ، ایليټ په دې یوه جملې سره په کوزه کې سمندر بند کړی په ځای دددې چې اوس مونږ دنقد په ارزښت کتابونه ولیکو دا یوه جمله زما په خیال د نقد دارزښت ټول رازونه راته راښکاره کوي ، خو زه غواړم نن د مجلسي نقد په اړه وغږېږم دشلمې پ

24.12.2012 طاېر ځلاند

په بحراني حالاتو کې د لیکوال مسولیت

په بحراني حالاتو کې د لیکوال مسولیت طایرځلاند دشاعر او لیکوال په اړه مې ډير زیات اورېدلي دي چې د ټولنې سترګې دي ، دقوم دلاس امساده او دورکو شويو قافلو د لارې رڼا ده خو کله کله مې په دې ټولو خبرو شک شي چې ګوندې ریښتیا به داسې نه وي په حقیقت کې شاعر او لیکوال په يوه ټولنه کې اهم افراد شمېر ل کيږي او ديو تمدن اساسي برخه جوړوي ، دیو کلتور ريښتي هندارې او استازي دي خو دا ټول منصبونه داسې هم نه دي چې خوشې په خوشې دې شاع

23.12.2012 طاېر ځلاند

دحافظ همیم جلالزي دنظم تجزیه

دحافظ همیم جلالزي دنظم تجزیه طایر ځلاند ۲۲ـ۱۲ـ۲۰۱۲ د دسمبر د ۲۱ نیټې په اړه مې له څو ورځو اورېدل چې دابه دقیامت ورځ وي دې افواه نه یواځې دا چې په غربي هیوادونو کې خپلې ډنډورې وغږولې بلکې ددې نغارو غږ تر افغانستانه هم را ورسېد په راډيو تلویزون او ټولنيزو رسنيو يوه مهمه موضو وګرځېدله داسې هم نه چې ددرېمې درجې پاملرنه يې ځانته را واړوله بلکې

22.12.2012 طاېر ځلاند

دپاریس غونډه او ګټې یې

د پارېس ناسته په لومړي ځل نن په پارېس کې دافغانستان دجګړې ټولې ښکېلې افغاني غاړې سره راټولې شولې او تمه ده چې دافغانستان پر وضعیت او د راتلونکي په اړه به ټولې خواوې خپل نظرونه ووايي يو شمېر کتونکي خو ګڼي چې کومه ګټه به ورنه کړي ځکه چې طالبانو وار له مخه ددې ناستې په اړه ويلي و چې د ورتګ موخه یې یواځې دخپل دریځ وړاندې کول دي امازما په نظر دداسې ناستو ګټې په اوږدمهال کې ډيرې ښې او بنیادي وي

20.12.2012 طاېر ځلاند

پاکستان، کابل او واشنګټن تېر باسي.

پاکستان، کابل او واشنګټن  تېر باسي. طایرځلاند   ز پاکستان په دې تېرو لسو کالونو کې نه یواځې دافغان دولت پر وړاندې بلکې د امریکا پر وړاندې هم په خپله ګټه یوه زبردسته لوبه پر مخ یوړله ، افغان دولت ته پکار و چې له دې لوبې يې ډير څه زده کړی وی خو تر اوسه پورې چې زه ګورم نه خو افغان دولت له تېرو تېروتنو کومه سبق زدکړ بلکې اوس هم دپاکستان پر وړاندې خپله ناکامه ستراتيژي پر مخ بیایي ،

12.12.2012 طاېر ځلاند

دختیځ موسی قلعه :

دختیځ موسی قلعه : طایرځلاند له ۲۰۰۶ وروسته په سیستماتیک ډول په افغانستان کې یو ځل بیا دناامنۍ لړې خورې شوې او په هغه ځایونو کې چې فکر کېدلو وسله وال طالبان ځپل شوي دي له سره بېرته سره راټول شول امریکا او نړیوال ملګري يې فکر کوي چې ګوندې دوي د ترهګرۍ په جګړه کې بریالي شوي دي او داوباما په خبره چې دافغانستان جګړه پای ته نږدې شوې ده خو څنګه چې فکر کې دهغه په خلاف ورځ په ورځ په افغانستان کې جګړه سختيږي لاملونه يې ډير

12.12.2012 طاېر ځلاند

هندوستان او په افغانستان کې يې ښکېلتیا

هندوستان او په افغانستان کې يې ښکېلتیا طایرځلاند : دامریکا داستخبارتي ادارې پخواني مشر بروس ريدل په (انډيا ټوډی ) ورځپاڼه کې لیکي (ښايي هند د افغانستان په کړکېچ کې ژورې ښکېلتیا ته سوق شي. هند مخکې لا د افغانستان مهم مرستندوی هیواد دی. هند له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري له افغانستان سره د څه باندې دوو ملیارد ډالرو مرسته کړې ده. ممکن هند د طالبانو د مخالفې شمال ټلوالې مهم سیمه ییز موتلف شي)

12.12.2012 طاېر ځلاند

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more