هندوستان او په افغانستان کې يې ښکېلتیا
طایرځلاند :
دامریکا داستخبارتي ادارې پخواني مشر بروس ريدل په (انډيا ټوډی ) ورځپاڼه کې لیکي (ښايي هند د افغانستان په کړکېچ کې ژورې ښکېلتیا ته سوق شي. هند مخکې لا د افغانستان مهم مرستندوی هیواد دی. هند له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري له افغانستان سره د څه باندې دوو ملیارد ډالرو مرسته کړې ده. ممکن هند د طالبانو د مخالفې شمال ټلوالې مهم سیمه ییز موتلف شي)
دسي آي ای پخوانی مشر بروس ریډل په داسې مهال دا ډول څرګندونې کوي چې تېره ورځ افغان ولسمشر حامد کرزی هندوستان ته په یو رسمي سفر تللی و او هلته يې دیو شمیر چارواکو او سوداګرو سره له نږدې وکتل له ستراتيژيک تړون له لاسلیک کولو وروسته دا دکرزي يو بل مهم سفر و چې په اوږدمهاله کې يې دهندوستان او افغانستان ملګرتیاته لا مضبوتیا ورپه برخه کوله په دې کې شک نه شته دی چې دطالبانو له نسکورېدو وروسته هندوستان په اسیايي بلاک کې هغه هیواد دی چې له افغانستان سره يې ډيرې مرستې کړي دي او دیو دوست هیواد په توګه یې دافغانستان په اړه په مهمو غونډو کې ونډه هم اخیستې ده
امکان دې ولري چې دهندوستان دا ډول هڅې داوسني نظام او ولس سره دښې ملګرتیا د دوام دپاره وي او په افغانستان کې خپل جایز سیاسي نفوذ ته لاره هواروي خو پاکستان تل دې ملګرتیا ته دشک په سترګه ګوري همدا ده چې په دې ورستیو کې دپاکستان زیاتو هڅو ته په کتو سره د سي آي ای پخوانی مشر بروس ریدل په افغانستان کې دهندوستان دښکېلتیا خبره یادوي
د ډاکټر نجیب الله له واکمنۍ ختمېدو وروسته پاکستان دافغانستان په مسایلو کې زیات دخیل شو او په ځانګړې توګه د جهادي قوماندانانو سره يې ښه اړیکو دې ته ضمینه برابره کړه چې په افغانستان کې په سیاسي مسایلو کې مستقیم لاس ولري خو په جهادي قوماندانانو کې هم داسې څو تنه وو چې دپاکستان هر ډول غوښتنو ته یې غاړه نه کېښودله همدا و چې پاکستاني څارګرې ادارې دکرنل امام په مټ دطالبانو يو ګروپ چمتو کړاو دافغانستان دجنګ میدان ته يې را دننه کړل په خپله د کرنل امام دخولې خبره ده چې څه وخت یې طالبان دافغان جګړې دپاره چمتو کړل نو يو شمېر استخباراتي مشرانو يې په اړه اندېښنې ښکاره کړې هغه وخت داسې فکر کیدلو چې ګوندې طالبان پخواني باچا ظاهر شاه پلوه دي او ظاهر شاه چونکې له هند سره دخپلې واکمنۍ پر مهال ښه اړيکې لرلې نو ځکه پاکستاني استخباراتويو شمېر مشرانو دطالبانو په اړه اندېښنه وښودله . کرنل امام په خپله وايي چې (ماهغوي ته وویل چې طالبان دپاکستان دپاره کوم خطرناک ګروپ نه دی او په اړه دې يې فکر نه کوي )هندوستان په افغانستان کې دطالبانو په خلاف د شمالي ټلوالې سره اړیکې ښې کړلې ځکه چې هندوستان ویرېدلو او افغانستان کې پاکستان پلوی حاکمیت يې دخپلو ګټو په خلاف ، له دې کبله ګاڼه، چې په کشمیر کې چې دپاکستان او هندوستان ترمنځ لانجمنه سیمه ده وسله وال اورپکي لاپسې زیاتېدل او په افغانستان کې بهرنيو وسله والو اورپکو ته هم لاره پېدا کېدله چې په کشمیر کې دجهاد په نوم دپاکستان په ګټه وجنګيږي دا هغه څه و چې افغانستان يو ځل بیا دپاکستان او هندوستان ترمنځ دپټې سیالۍ ډګر شو
په خپله طالبانو هم دپاکستان ټولې غوښتنې پوره نه کړلې په ځانګړې توګه د ډيورنډ مسله او همدا ډول دکونړ دسيند مسله، چې پاکستان ورته ډير لیواله دی.
پاکستان داهم غوښتل چې له طالبانو څخه دټرانیزيټي لارې داسې اسناد هم ترلاسه کړي څو داوږدې مودې له پاره منځنۍ اسيا ته خپله سوداګري پراخه کړي خو دمنځنۍ اسیا هیوادونو اودطالبانو نه اړېکې ددې لامل شوې چې دپاکستان دا پروژه هم پر ځای پاتې شي هم هغه و چې دامریکا له راتګ سره پاکستاني چارواکو طالبانوسره خپلې اړيکې پرېکړلې او دمشرف په مشرۍ دترهګرۍ پر ضد جګړه کې ودرېدل ، زیات شمېر وسله وال طالبان يې بنديان کړل او خپل مهم کسان يې لکه په کندوز کې چې وو له افغانستانه را وویستل . هغه وخت خپله جنرال پرویز مشرف په کویټه کې په يوې غونډه کې ومنله چې (تر اوسه دوي دطالبانو سره مرستې کولې خو له دې وروسته به دترهګرۍ پر وړاندې نړیوال ګروپ سره ملګري شي ) پاکستان دا هیله هم لرله چې دخپل هغه اثراو رسوخ له مخې چې د روسيه په خلاف يې دافغان جهاد پر مهال امريکا ته ښودلی و دافغانستان په راتلونکي کې پراخه ونډه او مهم ځای ولري خو ولې داسې ونه شول او هم هغه و چې له ۲۰۰۳ کال وروسته دترهګرۍ په جګړه کې يې ددوه مخۍ ستراتيژي غوره کړله چې په نتيجه کې يې پر پاکستان دافغان ولس او حکومت نیوکې پېل شولې او هندوستان ته دا لاره هواره شوله چې دموجوده نظام او افغان ولس سره خپلې اړیکې پراخه کړي او دافغانستان په بیا روغونه کې ونډه واخلي
دا هغه تاريخي ننداره ده چې له امله يې اوس هم په افغانستان کې دواړه هیوادونه دخپلو سیاسي نفوذپراخولو دپاره کار کوي خو توپير همدومره دی چې پاکستان دوسله والو او پخواني یو شمېر جهادي رهبرانو له لارې دا کار کوي او هندوستان بیا داوسني نظام سره دمرستوله لارې او د اوسني نظام په پخو ودرولو کې همکارۍ له لارې دا کار کوي
دې تاريخې نندارې ته په کتو سره د امریکا داستخباراتو يا سي آي ای پخواني مشر دا خبره چې هندوستان به په راتلونکي کې په افغانستان کې لا ښکېل شي له قیاسه لرې خبرې نه ده ځکه چې هندوستان ته اوس بله لاره هم پاتې نه او هندوستان به دا هڅه وکړي چې دپاکستان دسیاسي نفوس مخه ونيسي
خو دبروس ریدل ددې خبرې سره راته اتفاق دافغانستان له ګټو لرې ښکاري چې هندوستان به په افغانستان کې دطالبانو پخوانۍ مخالفه شمالي ټلواله پیاوړي کړي . زه فکر کوم چې هندوستان به په دې فکر وکړي چې د ډلو پر ځای دمرکزي دولت او په ټوله کې د ولس سره خپلې مرستې زیاتې کړي او دامنتي ځواکونو دپیاوړي کولو او افغان دولت سره دوسلو دمرستې له لارې به دا کار وکړي
همدا مهال چې رسنۍ راپورنه ورکوي دشمالي ټلوالې یو شمېر رهبران پاکستان سره نژدې شوي دي او پاکستان هم غواړي چې دپښتنو پر ځای په افغانستان کې نور اقلیتونو سره اړیکې ټينګې کړي هغه څه دي چې هندوستان به يې په اړه فکر وکړي ، دشمالي تلوالې دمشرانو سره دپاکستاني چارواکو کتنې او هغوي سره دښه اړیکو درلودلو وړاندیز هغه څه دي چې په خپله د حزب اسلامي دپاره او همدا ډول د طالبانو دپاره هم دمنلو وړ نه دي او ددې ښکاره ثبوت دحزب اسلامي او دطالبانو ورستي دريځونه دي چې په اختريزو پېغامونو کې يې روښانه کړل ، له دې نه دا هم جوتيږي چې له دې وروسته زیات امکان دی چې پآکستان د پوځي مداخلې پر ځای په راتلونکي کې سیاسي مداخلې ته مخه کړي او ددې دپاره يې شمالي ټلوالې سره اړيکې جوړې کړي دي
نو دهندوستان دپاره په داسې شرايطو کې بله کومه لاره نه شته دي بې له دې چې دشمالي تلوالې یا دبلې کومې وسله والې ډلې د ملاتړ پر ځای ددولت سره مستقیمه مرسته وکړي او په هغه څه کې چې افغان دولت ورته اړتیا لري دپوره کولو کوښښ یې وکړي زما په فکر د هندوستان دپاره به له قوي یو موټي او پرمختللي افغانستانه بغیر بل څه په ګټه نه وي