خواست

لکه خوب کې چې خپسې يم نیولی

زما چغې زما ستونې کې وچيږي

زه د درد کوم یو تصویر په زړه کې پټ کړم

زړه مې وچاودېد ساګانې مې ډوبيږي

سمندر چې په ظاهر خاموش ښکاري

خو سينه کې يې ساتلي طوفانونه

کوم زخمي دیوال په لپه کې راَټول کړم

سړی پورې کړي دکوم کوم کور ورونه

کومه ماته آيېنه سترګو کې واخلم

دسینګار اسباب خواره واره پراته دي

خو څېرې مو خرڅې شوي دي بازار کې

او په شونډو دلفظونو تور سکاره دي

دا دکوم دور فضا کې مې سا اخلم

چې خو شبو مې تر حواسو نه رسيږي

دا دکوم دور غذاب ځنې تېريږم

چې لاسونه مې تر ځانه نه رسيږي

زما غږ په ځنځیرو  د درد تړلی

زما چغې دي په ستوني کې وچويږي

زه په بړقو سترګو څه دي چې نه ګورم

په رڼا ورځ دلته څه دي چې نه کيږي

مایوسي کفر ده خدایه خو تر کومه

زړه خوشاله په نیمزاله امیدو  کړم

زما پخې دي څه پڼې دپولاد نه دي

مزلونه به ترکومه په ازغو کړم

ته رڼا يې یوه لار درڼا را کړه

له ما تللې دنیا خدایه بیا زما کړه