ستړې سپوږمۍ!

دجون دمیاشتې پوره څوارلس شپې

ما په شوګېرې تېرې کړې

دهغې میاشت چې هره ورځ يې يو په دوه اوږده وه

او له سهاره تر ماښامه پورې

زه دسوچونو ، تلوسو ، دارزوګانو تصور کې ومه

ما دښکلا په زخم زخم وجود

دملهمونو دپټۍ دلګېدو په خاطر

مانه  ستړتیا هېره وه

او نن دجون څوارلسم تاریخ دی

دا دګولونو موسم هم نه دی

چې زه دګلاب په خوشبو خپل احساس ولمبوم

کلی هم نه دی چې لاړ شمه دګودر په غاړه

زه دسنځلې ګورې وینې لاندې خوب وکړمه

او څو شېبې دخوشبويۍ په جنت کې پاتې شمه

داخو ښار دی

هغه چې هره ورځ يو لوړ دنګ ښکلی سړی

سپنو جامو کې

چې په پخو يې تور بټان هم وي

او په دې لوړې دروازه باندې داخل ته ورځي

دهمغې فابرېکې

د انګړونو نه لوګي راخيژي

نن دجون دمیاشتې څوارلسمه شپه ده

سپوږۍ ته راغلې ،

نو دشپې له سره لوپټه هم ښویه شوه

زه په خپل زړه پوهیږم

چې هغه هم زما سينه کې نشته

خو ته ستړې ښکارې

له تا چاېېره ددې ورېځو غرونه

ستا دځوانۍ نشې له ما پټوي

زه خو نور نه پوهيږم

خو که له لمره ویرېږې

نو هغه به دومره پوهيږي چې یو چا څوارلس شپې شوګیر کړی دی

او هغه څوارلس شپې دي څوارلس کاله

او څوارلس کاله وړاندې

زه دځوانۍ په کراماتو پوهیدلی ومه

خو ته نن ستړې ښکارې

او ماته دخپلې ستړتيا

قدرې احساس هم نه شي

طایرځلاند

۱۱ـ۶ـ۲۰۱۲کابل