دطایرځلاند یو نظم څو  خبرې

لیک : عنایت الله دیدار

 (نوی کال)

 نثري نظم.

تر اوسه زه نه وم خبر چې

 زما دښار په سرکونو روان خلک دڅه په فکر کې دي ؟
دهغوي په شونډو ولاړ پاړونه ما نه شول ژباړلی
ما دهر دويم سړي
په سترګو کې يوه ژوره اندېښنه لېدله
سوالونه ډير و
او ځواب ؟
نو مونږ دڅه دپاره ځواب لرو ؟
ما خپل ځانته دخپل ځان په اړه ځواب نه دی ويلی
نو د ښار په سترګو کې سوالونه
زه څنګه ځواب کړم
زه نه پوهیدلم
چې مونږ ولې دموسمونو بدلون ته خوشاله یو
آیا زمونږ دزړه موسم بدل دی ؟
او که خلک هسې دګوتو شمېرلو ته
دنوي کال نوم ورکوي
که داسې وي نو بیا به مونږ
خپل نوي کال ته په انتظار پاتې شوو
ځکه چې
زمونږ دزړه موسم بدل نه دی
طایرځلاند
۲۰ـ۳ـ۲۰۱۲ کابل

 

داټهیک خبره ده،چې په تخلیق اوبیاخاص طورپه شاعرۍ کې څوک چاله څه تجویزنه شي کولای اونه چاله کوم رسالت سپارلی شي

خود ارټېسټ باید دې اړخ ته فکروي،چې له مانه خلک څه غواړي؟
ویکتارهوګوویلي و:ښه شاعربایدله ټول بشریت سره تړون اورابطه وساتي.ددې تړون ماناڅه ده؟ارټېسټ نه شي کولای،چې دټولوخلکوپه جذباتواوغوښتنوباندې پوه شي اودټول بني ادم لپاره شاعري وکړي.خودا هله امکان موندی شي، کله چې شاعردشعرپه روح باندې پوه شي.

چې مونږ ولې دموسمونو بدلون ته خوشاله یو
آیا زمونږ دزړه موسم بدل دی ؟

ځلاند جي! ستا نظم ، نثراوغزل مې خوښ دی، ځکه چې ټکي دي، جذبات دي خپل دی.په چاپسې نه ځې.اوداثرپذیرۍ نه پاک یې.په هنراوخاصه توګه شعرکې داثرپذیري دګناه هسې ده،چې ډېر،ډېراجتناب ترې پکاردی.هسې خوټول نظم منظم تسلسل لري،خوماله پکې دابره دوه کړۍ ډېره درندې ښکاري داډېرلوی بحث دی که داسې خبره چرته،ګیل ګامش،بدها،ناتاپوتاواردمانا،کانټ،دوکلس،شوپنهاوریابل کوم چاکړې وای،نوپه فلسفي مسئله کې به دحوالې په ډول وړاندې کېدله.
انسان اواندرون یوډېرلوی بحث دی.په انګېرنې اوباطني قواووباندې په بهرکې یوتحقیق شوی دی.یوه کس ته دمرګ سزااورول شوې اوجج امرکړی دی،چې په جوش اوبوکې یې وسوزوئ.مجرم یې په یوه کمره کې ایسارکړی دی،اوبهرته یې ورته یودیګی جوش کړی اوورته ویلي یې دي،چې څلوېښت ورځې وروسته به دې په دې جوش اوبوکې اچوو،ورځې تیريږي انسان داوبودسوزېدوپه اړه تصورکوي .کله چې څلوېښت ورځې پوره شي،نوهغه کس په یخواوبوکې واچوي،چې کله یې راوباسي،څه ګوري،چې سړی تڼاکی شوی دی اوپه یخواوبوسوزېدلی دی.افلاتون دحسن په اړه ویلي و:حسن په هرځای کې شته دی ،خودهغې دادراک لپاره خپل خپل معیارپکاردی.

دلته بیاخبره دانسان اندروني قواوته پاته ده.داچې بیااندروني قواوې څه دي په هغې باندې دلاشعورکوم اثرات پرېوتی شي،تربیت اوماحول څومره اثرلرلی شي ؟دانوبیادرنې مسئلې دي.

پاتې شوه دنظم دتخنیکي جوړښت خبره،شاباس!مات کړه داټول بتان اوټول زنځیرونه.کنځلې وکړه،خواهنګینې وکړه.

او:
او که خلک هسې دګوتو شمېرلو ته
دنوي کال نوم ورکوي
که داسې وي نو بیا به مونږ
خپل نوي کال ته په انتظار پاتې شوو
ځکه چې
زمونږ دزړه موسم بدل نه دی

زه ستادټکوپه حسن باندې لږه شان خبره کول غواړم.
ډاكټرسټيفين هاكنګ (dr stiffen hauking)
په خپل يوه كتاب (a brief history of time)
كې ليكي: د نړۍ دګردش او بدلون په چكر كې به يوازي هغه كسان ژوندي پاتې شي،کوم چې له فطرت اوښکلا سره نزدې تعلق لري. د چا په ليك كې چې د فطرت عكس وي .

همداراز د پښتو ژبې عظيم شاعر غني خان علیه رحمه هم استاد بېنوا ته په يوه ليك كې ليكي: شاعردې تل ځان دحسن غلام ګڼي، هم په دي اساس انسان ځان له ډېران نه باغ عدن ته او دفرش نه عرش ته رسولى شي.اوس نودلته بیابله مسئله دځان دځوابولولپاره راوړاندې کیږي.اوهغه داچې کوم حسن؟ځکه چې حسن خومطلق نه دی!
نوکه دشعرپه روح باندې خبره کول غواړې،بیادې خدای چرته راوله زه به صرف همدومره ووایم:
حسن خودې یودی په باربارچې مینیږم
زه دخپل وجودخواره اجزاراټولوم
ابوالمرادحضرت امیرحمزه بابا(رح)