ځلانـــــــد، د رڼــــــا او رنګــــــــونو شاعر

ليکوال : ګل رحمن رحماني

       په ادبي نړۍ کې  معمولا  ډېر ځله داسې کېږي  چې موږ لومړى په شعر زړه بايلو او بيا مو مخې ته شاعر ولاړ وي يا په بل عبارت تر شاعر  وړاندې له شاعرۍ سره اشنا کېږو او بيا د شاعر په لټه وو ، زما او ځلاند صيب دملګرۍ پيل هم ددې خبرې دويم ډول دى ، ما ځلاند دهغه تر شاعرۍ وړاندې پېژندلى او هغه هم ديوه هم مسلک په توګه خو وروسته  وروسته مو چې سره ناستې وشوې نو هغه مې ديوه شاعر په توګه حس کړ ، ورو ورو يې له خوږې او هنرمندې شاعرۍ سره هم اشنا شوم.

     دغه اشنايي دکاري چارپېريال په يوه غونډه کې وه  ، دى دکډوالۍ له ژونده نوى نوى خپل هېواد او کلي ته راستون شوى  و  او ماته دپوهنتون  ترڅنګ   د راډيو کارونه هم را تر غاړې وو خو ان په هماغه لومړۍ کتنه کې چې زه به ورته دپېژندګلوۍ کتنه ووايم ؛ دهغه  په خبرو ، څېره او کړو وړو  کې مې دهغه عالي شاعرانه کرکټر حس کړ  او په دې مې باور راغى چې زما دغه سترګور همزولى  زموږ لپاره ډېرې خبرې لري خو خداى دې هغه شېبې را ولي چې ټولې دغه خبرې تر واورم او دا هيله مې هغه وخت پوره  شوه چې کله راته ځلاند صيب دخپل شاعرانه او سندريز يون لومړۍ غزلپاڼه ( خوشبو نه وينه درنګونو څاڅي ) په مينه را ډالۍ کړه او ماهم په مينه ولوسته ، دهغه د لومړۍ ټولګې په لوستلو مې دغه هيله پوره شوه  کله به مې په ذهن کې ځلاند ګرځېده او کله هم د ( خوشبو نه وينه درنګونو څاڅي ) شاعرۍ رنګونه ، ډېر غزلونه مې ولوستل ، دښکلا او هنر بېلا بېلې تابلوګانې مې په کې وکتلې او په دې مې يقين راغى چې د ځوان او تنکي ځلاند شاعري له ده نه هم مشره او عالي ده، ده په دې ټولګه کې له ډېرو شعري فورمونو څخه کار اخيستى و خو که ريښتيا ووايم زيات خوند يې په غزل کې و او ځينې ازاد شعرونه يې له اضافي خبرو خالي نه وو .

     خو ښه شوه چې دوخت په تېرېدو له خوشبو نه  درنګونو څڅېدلو وينو رنګ راووړ ، رڼا او روښاني يې راکړه او زموږ ددغه شاعر لپه له رڼا ډکه شوه ، اوس نو په هغه زمانه کې يو چې دده په ( لپه کې رڼا ) ده ، ټول يې ګورو او حس کوو يې ؛  نو راځئ  چې دغه لپه پرانېزو او وګورو چې په دې رڼا زموږ دشاعر لپه څومره سوزېدلې او څومره به زموږ سترګې روښانه کړي  ؟

       که څه هم ددغه رڼا پېژندل ګران دي د رنګونو  او رڼاګانو دا مزل سخت او پېچلى دى خو لارې او نښې يې روښانه ښکاري ، منزل په کې هر څوک ويني اما ددې رنګينې ماڼۍ ددروازې موندل دومره اسانه نه دي ، شاعر په اغزو مزل کړى ، خو له کنډو کپرو او تنديکونو ، ستړيا او ناهيلۍ  يې ځان ژغورلى ، دى خپله وايي :

دا سړى چې شپې کوي په څوکو داغزو باندې

اوس يې هم په شونډو دژوندون دشور سندره ده

يا :

په شونډو يې سندرې دسپرلي دپېغلتوب دي

ګلاب ياره که هرڅو په اغزو باندې ولاړ دى

   په پښتو معاصره شاعرۍ کې تر ډېره د نا هيلۍ سيورى خپور دى او که اکثره شعرونه ولولو نو راته څرګنده به شي چې شاعر پکې دخپل ژوند د ماتو او مايوسيو کيسې کړې وي ، داسمه ده  چې ځينې کره کتونکي شايد ووايي چې هر کب له خپلو اوبو او شګو رنګ اخلي او دعربي شاعرې الملايکې په وينا چې شاعر بايد تل راته خپلې خبرې وکړي او ښه شاعر هغه دى چې خپل ژوند او چارپېريال خپلې شاعرۍ ته په ماهرانه ډول ولېږدوي خو دا چې شاعر ته دټولنې سترګور انسان ويل کېږي نو بايد چې دغه سترګې  د ورکړو  ناهيلو ترڅنګ دراتونکې لور او منزل هم يو څه روښانه کړي نه چې خپل مخاطبين يوازې تر ستونزو او بندښتونو ورسوي .

    که دځلاند دشاعرۍ دويم پړاو ياني په لپه کې رڼا ته په ځېر سره وګورو نو راته څرګنده به شي چې شاعر دغه دود مات کړى ، په ګڼو غزلونو کې يې ژوند ته دهيلو څرکونه ښکاري ، يوازې تر بند بست  پورې مو نه رسوي بلکې دوتلو لاره هم راته ښايي ، دى وايي :

 

 

 

سپوږمۍ  دباد شغا او زه تنها وطاق کې ناست يم

امېد شته چې ټک ټک راته نن بنده دروازه شي

اسمان به داسې تل تور اضطراب نه وي نيولى

هوا به تازه راشي او لمرونه به تازه شي

او ياهم :

ګورمه که راشې چرته ته په ورانو لارو بيا

څه دي په دې ښار کې ستا لپاره ځينې نه وځم

يو بل ځاى وايي  :

باور دې وشه که تڼاکې مې کتلې دپښو

باور دې وشه وروسته پاتې له کاروان ، نه يمه

راځه چې په هر ګوټ کې يې دمينې جومات جوړ کړو

زما او ستا خو ګرانه ورځې شپې دي په دې ښار

 دى په اغزو کې راټوکېدلي ګلاب ته هم هيله ورکوي  او ورته وايي  :

ته ازغي څه کوې خوشبو دې ورکوه ګلابه

دا خو ژوندون دى په خندا يې تېروه ګلابه

    خو ددې سره سره شاعر په يوه رنګين اضطراب او خواږه انتظار کې راګيردى ، په بارانې شپه څراغ بلېږي او يو انسان په تياره کې دچا  د راتلو خوږ  انتظار کوي ، دغه انتظار که څه هم له دردونکي يوازېتوب سره ملګرى دى خو له هيلو او ويسا ډک دى:

په يودېوال يې خپل تصوير ګله را وځړوه

زما وطاق به په دې سپينې اينې اباد شي

يا :

 د  وهم تور ځنګل دى ښار تنها په کې وسېږم له مودو

نيولې مې طايره دې دپاره ده په لپه کې رڼا

 

 -

 

چې مې دخيال اننګي دوړو باندې خړ ښکارېږي

همدا ساعت ستا ديادونو له سفره راغلم

   په ټولنيز ژوند کې که رنګ او رڼا دژوند نښې او انځورونه دي نو دشعر په قلمرو کې هم دغه دوې کلمې په زرګونو ماناګانې او ښکلاييز مفاهيم له ځان سره لېږدوي ، رڼا که په انساني  او خټينه  فلسفه کې دژوند نښه  او دوام را ښايي نو رنګ  هم په دغه چا رپېريال کې ددې بهير دسينګار ، شتون او سپېڅلتيا مانا لري ، زموږ نړۍ دژوند په رنګ او رڼا اباده ده خو موږ يې نه شو حس کولاى ، دا انساني ژوند  دتکميل نوم  دى ،  په بېړۍ کې دسپاره کس پام دومره بېړۍ ته  نه اوړي لکه څومره چې نندارچيان ددې بېړۍ جوړښت له او مزل له نږدې ساحل او ياهم کومې بلې بېړۍ حس کولاى شي ، شاعر به عادي او زموږ سره په يوه لار روان انسان وي خو دنظر عاطفي زاويه يې له موږ نه توپير لري .

 دى ديوه سيلاني او نندار چې په حيث ډېر ځله موږ  د هغه شي په ښکلا ييز او مانيز ارزښت پوهوې کوم چې موږ يې په بار بار ليدو هم نه شو حس کولاى يايې حس کولاى شو خو د يوه سترګور شاعر غوندې دبيان ژبه نه لرو .

     شعر ته ځکه دواقعيتونو دويم ځلې انعکاس ويل شوى چې شاعر ديوه عاطفي انسان په توګه لومړۍ په ټولنه کې له يو څه اغېزمن کېږي هغه په ذهن کې پخوي او دلومړي انعکاس دوره بشپړوي خو کله چې شعر وليکي ، خپلو مخاطبينو ته يې وړاندي کړي نو دغه دويم ځلي انعکاس دخپلو مخاطبينو دنظر په هنداره کې حس کوي .

   ځلاند هم دژوند شاعردى ، په رڼا او رنګونو مين انسان دى دهغه دخيال له هرې ګلڅانګې خوشبو او رڼا ګانې څاڅي ، موږ ته ژوند ګرانوي او دا پيغام راکوي چې وخت يوازې درنګونو امتزاج دى .

   بده به نه وي   چې دلته په دې اړه  يو څو بېلګو ته هم تم شو .

درنګونو امتزاج دى درنګونو سرچينه ده

سحرونه او لمرونه ، ماښامونه او لمرونه

يا :

شپه ده که سحر که ماښامونه دي

دا خو دفطرت خواره رنګونه دي

لپه کې رڼا راوړه طايره ورته تږى يم

لاره دژوندون ده ، ماښامونه دي بادونه دي

يا :

خاموشي خو دګلونو طعبېعت دى

خوشبويانې خو په سل رنګه ګويا وي

 

 

 

يا:

ستوري خو ځکه ستوري پاتې شول لمرونه نه شول

دوى خو په نيمه لاره خپلې قافلې هېرې کړې

يا :

ستوري خو هره شپه راخېژي  داسمان لمن ته

خو ولې ورکه ده په ځمکه له  مودو نه رڼا

     همداسې دې ته ورته نور ګڼ ظاهري او باطني رنګونه دهغه په شاعرۍ کې څرکونه وهي ، شاعر دخپلې ظاهري  نړۍ  او يوې لرې نغښتې په رڼايي ولاړې نړۍ ښه عکاسي کړې ده ، دا موږ ته په ډاګه څرګندوي چې شاعر دا تصويرونه د بل چا له سترګو نه دي اخيستي ، هغه ديوه لاروي غوندې په دغه لاره تېرشوى او قدم په قدم يې دسترګو ليدلى حال بيان کړى دى ، دا سفر د باطن په وزرونو ترسره کېږي ، دتصوف او عرفان نړۍ ته مو په يوه نرۍ لاره  رسوي .

کله ته هم دبل چا لباس کې راشې

خدايه زه هم کله نه ، دځان  په شان يم

جهان دګرد په څېر زما په مخ راخور دى ځکه

په چوپه خوله ورته خاموش لکه ښېښه ولاړ يم

کله  ناکله بې مفهومه کړي تصوير  دوجود

کله ناکله  دهستۍ شي ا يېنه سمندر

بقا ما پسې را دورمي

زه  روان  مخ په فنا يم

زه دخپل فکر معراج ته رسېدلى

حقيقت مې دى راوړى له  سرابه

هسې سراب  باندې دزړه دښته خړوب څنګه کړم

دتږي تنده خو اشنا په  سمندر ماتېږي

       دځلاند په يوه لپه رڼا کې چې ځلاند صيب  ورته دويم پړاو وايي ؛ هر څه په غزل اوښتې  او موږ ديوه په تول پوره غزل داوچت منار له ښکلا  او  انځورونو سره اشنا کوي ، دلته ډېرې عادي خبرې هم په اوچت غزل اوښتې  او زړه ته په اسانۍ لاره کوي ، په دې کتاب کې خو  نه نور شعري ژانرونه شته او نه يې هم  ورکې دلومړي کتاب  دشاعرۍ تکراري خبرې او تکراري عيني او ذهني انځورونه.

 

 

 

   دشعر دتلپاتې والي او خوږلت راز  غښتلي او شهکار انځورونه دي  چې که هر څو پرې دحالاتو ګردونه  پرېوځي  خو دغه انځورونه په ايرو کې د لال غوندې  روښانه وي  او زموږ سترګې  پسې ګرځي ، په لپه کې رڼا هم زموږ لپاره دانځورنو  يو  همدغسې البم دى ،دغه انځورونه پکې شاعر له خپل ژوند او خپلې  ټولنې  اخيستي خو ځينې  پکې داسې هم شته چې زموږ سترګې ورسره نا اشنا دي يا په بل عبارت دغه انځورنه بېګانه ښکاري لکه په دغه دوو بېلګو کې :

سوړ ډسمبر دى او ستا ياد راسره

تا لره خلاصه دروازه پاتې ده

ډسمبر دى او کابل دى ، خاموشي ده او ستا ياد دى

تنهايي ده او سړک دى  او روښانه دي بلبونه

يا :

اوس هم لا شېبه  دانتظار ده دخزان دکال

شپه ده ، خاموشي ده ، سرکونه دي بادونه دي

         د ډسمبر مياشت  په غربي ادبياتو  په ځانګړي ډول په شاعرۍ کې ځانکړى شاعرانه ارزښت او کيفيت لري ، کټ مټ لکه په شرقي شاعرۍ او ادب کې چې شاعران ديلدا شپې ته دښکلا او خوند له زوايې نه ګوري او په شعرونو کې يې راوړي  ، ما دا انځور تر اوسه  په  نورو  پښتو  شعرونو کې نه دى ليدلى  ممکن  شاعرد غربي ادب  تر مطالعې يا اورېدنې وروسته ترې دې اغېز لاندې راغلى وي .

    دلوديځ  په ګڼو شعرونو کې اورو  چې باران وي ، خاموشي وي ، په سړکونو د بادونو يادونه کېږي ، سړک ډېر يادېږي  چې دځلاند په صيب دې کتاب ما دغسې څو انځورنه وليدل ، زموږ په کلاسيک او معاصر ادب کې يوازې دلويو لارو او دلويو لارو دمساپرو يادونه  راځي  خو دسرک کلمه  او انځور  نه دى کارول شوى  اما  وروسته له دې يې شايد زموږ معاصر ژوند او شاعري ايجاب کړي .

    ځان غوښتنه يا دځان ستاينه دهر انسان  فطري او ذاتي ځانګړتيا ده ، په باطن کې هر انسان ځان غوښتونکى دى ، هغه انسان  چې بار بار موږ له خپلو ستاينو منعه کوي  په زړه کې خامخا له خپلو ستاينو خوښ وي او دده  په اړه  زموږ  مثبتې او ستاينيزې خبرې پرې له ظاهري ممانعت سره سره پرې   ښې لګېږي .  په  شعر او شاعرۍ کې د ادبي  فونوو له اړخه دې  ته دشاعرانه تعالي اصطلاح کارول شوې ده ، تعالي په لغت کې لوړ والي ته وايي او په اصطلاح کې که چرته شاعر پخپله په خپل کلام کې  دشعر جوړونې يا شاعرۍ له اړخه ځان  وستايي  شاعرانه  تعالي ورته  وايي ، لکه غزلبول شاعر کاظم خان شيدا چې وايي :

رنګيني يې د اشعار تر حنا زېب کا

دشيدا دېوان په لاس واخلئ خو بانو

يا دخوشحال بابا دا بېلګه  :

دپښتو ژبې يې ډېرې خوبۍ ورکړې

چې خو شحال کړ په پښتو شعر اغاز

 

 

 

حميد مومندهم دخپل شعر په اړه وايي :

که امسا يې دموسي بولي وګړي

ښايي نن سبا حميده ستا قلم دى

ښاغلى طاير ځلاند هم له هغو شاعرانو دى چې په معاصره شاعرۍ کې يې ددې ادبي جوړښت له کموالي سره سره په شاعرۍ کې دا ډول بېلګې موندلاى شو دى  وايي :

زه که حمزه او قلندر نه يم طاير خو يمه

سپين غره مه وايه چې تا کې غزلخوان نشته

او ياهم :

چې دخپل دور نقادان ځان ته را مات نکړمه

طايره زه به ددې دور غزلخوان نه يمه

 

    ځلاند دلته ځان ديوه غزلخوان شاعر په توګه را پېژني ، خو کچېرته په لپه کې رڼا ته ځېر شو او په غور يې وګورو نو دغزل رنګينې يې موږ په دې باوري کوي چې که دهغه دا دعوې په ټوله  مانا  په ځاى نه دي نو بې ځايه هم نه دي ، ده غزل پاللى ، لوستلى، رياضت يې په کې کړى او بيايې موږ ته دخپل غزل ګڼې شهکارې بېلګې  هم وړاندې کړي دي.

   په دې کې ممکن راسره ټول موافق وى چې هر شاعر کله کله په خپله شاعرۍ کې دځانګړو کلمو له مخې پېژندوى وي او دشعر په نړۍ کې يې شعر په هغه پورې دنوم له نشتوالي پرته هم ځان ور تړي  چې دغه بېلګه موږ دګڼو شاعرانو په شاعرۍ کې محسوسولاى شو ، چنار کلمه به هرڅوک په بېلا بېلو بڼو کاروي خو دپيرمحمد کاروان دشاعرۍ اصلي سبمول او نښه ده چې شايد تر ټولو شاعرانو يې زياته کارولي وي .

   دطاير ځلاند شاعري هم ځينې همداسې کلمې لري چې بار بار ورسره مخ کېږو ، دهغه په پخوانۍ او اوسنۍ شاعرۍ کې زه له دغه کلمو سره زيات مخ کېږو چې عبارت دي له :

اضطراب ، خاموشي ، هنداره ، سپوږمۍ ، ځنګل ، څراغ ، خوشبو، سمندر، ښار او ايينه ، په شعر کې دتکراري کلمو راوړل که څه هم په نوو انځورنو او ترکيبونو کې وي خو کله کله ترې  دشعر مخاطب ستړى کېږي  او فکر کوي چې له يو ځل لوستو خبرو سره مخ دى.

        پخوانيو شاعرانو که خپله شاعرانه طبعه په بېلا بېلو شعري ژانرونو کې ازمايلې وه  نو دبديع او بيان ګڼ ادبي صنعتونه يې هم په شعوري ډول په خپله شاعرۍ کې کارولي وو يا په بل عبارت دژانر او ادبي صنعت لپاره يې هم شاعري کړې وه  خو اوس مهال دژانر يا فورم لپاره شاعري نشته او که وي هم ډېره کمه ده ، په غير شعوري ډول په شعر کې ددې خبرو راتګ شعر ته شعريت او هنريت ورکوي ، له دغه صنعتونو څخه يو هم تلميح ادبي صنعت دى چې له پخوانيو مشهور پېښو څخه دشاعر دخبرتيا او زياتې مطالعې پيغام راکوي.

 

 

 

    شاعر ځلاند چې دکلاسيک او اوسني شعر ترڅنګ دبهرنۍ شاعرۍ په ځانګړي ډول د اردو  او  فارسي مطالعه  هم لري ؛ نو دا صنعت يې په غير شعوري ډول هم پاللى او دهنر خواږه يې په کې شنيدلي دي ، يو څو ښې بېلګې يې دادي :

درڼا خوب يې ليدلى خداى دې خير کړي

بيا يوسف دى روان کړى خپلو وروڼو

صليبونه خو په هره لار کې جوړ دي

خو کمى د ژوند اواز ته دمنصور دى

يوسف مخى به په مصر کې خرڅېږي

او خوشحاله به په خوب کې زليخا وي

    دځلاند صيب يوه بله غوره ځانګړتيا داده چې په کوزه او بره پښتونخوا کې يې شاعرانه ژوند کړى ، دواړو  خواوو ته له پوره پېژندګلوۍ څخه برخمن دى ؛ نو ځکه  خو يې ددې ځاى او هغې خوا دشاعرانو او ليکوالو په نږدې کولو او ادبي هڅو په همغاړې کولو کې مهم رول لوبولى دى .

    نه غواړم خپلې خبرې اوږدې کړم ، زه ځلاند صيب دپښتو معاصرۍ شاعرۍ يو مخکښ غزلخوان ګڼم چې شاعري يې دڅنګه والي او څرنګوالي دواړو له اړخه دده  عمر او د ژوند تجربو ته په پام سره ؛ په تول  پوره او د هنر له خوشبو ډکه ده.

   نو  بې له شکه چې په لپه کې رڼا په پښتو شعري ادب کې يوه غوره زياتونه ده چې دغزل دمينه والو سترګې او لارې به روښانه کړي ، دحسن ختام په توګه به دهغه يو بيتونو راوړم

نه په ځمکه باوري نه په اسمان يم

زه که خان يم په يارانو باندې خان يم

يويشتمې پېړۍ ښار کې مې زړه تنګ شو

له سل کالو مخکې کلي ته روان يم

چې اواز مې په زنځير د درد تړلى

وخته وايه چې زه ګرم په کوم ارمان يم

دنظر ايېنه نوې کړه طايره

زه دنوي دور نوى غزلخوان يم