غزل
نن دښار هره کوڅه ده نابلده
زه به نه یم تر ابده نابلده
خدای خبرکه په وجودکې بیاراټول شي
روح مې وواته له حده نابلده
نیمه شپه کې له اسمانه راته کيږي
اوازونه بې سرحده نا بلده
دا دکومې پيړۍ خلکو کې شریک شوم
پکې ښکارم نابلده نابلده
ستاپه سترګوکې طایره خپل خوب ويني!
آيېنه له خپله قده نا بلده
22.04.2012
- طاېر ځلاند
غزل ښه پوهیږمه چې ځان به تماشه کړم که دنیا ته تنهايي خپله ښکاره کړم لږ راوګوره! چې نوې تجربه کړ م خاموشي که څه شېبه، زړه کې ویده کړم زه هینداره، خو په شا يې ستا تصویر دی زه نظر وم، خو تا خپله آيېنه کړ م په ماښام کې چې لمرونه چرته لويږي ټوله شپه به زه هم هغه لور قبله کړم بیا طایره ! انتظار دی راپه غاړه وربه پورې کړم، روښانه به ډيوه کړم...
26.05.2012
- طاېر ځلاند
ځلانـــــــد، د رڼــــــا او رنګــــــــونو شاعر
ليکوال : ګل رحمن رحماني
په ادبي نړۍ کې معمولا ډېر ځله داسې کېږي چې موږ لومړى په شعر زړه بايلو او بيا مو مخې ته شاعر ولاړ وي يا په بل عبارت تر شاعر وړاندې له شاعرۍ سره اشنا کېږو او بيا...