غزل
ښه پوهیږمه چې ځان به تماشه کړم
که دنیا ته تنهايي خپله ښکاره کړم
لږ راوګوره! چې نوې تجربه کړ م
خاموشي که څه شېبه، زړه کې ویده کړم
زه هینداره، خو په شا يې ستا تصویر دی
زه نظر وم، خو تا خپله آيېنه کړ م
په ماښام کې چې لمرونه چرته لويږي
ټوله شپه به زه هم هغه لور قبله کړم
بیا طایره ! انتظار دی راپه غاړه
وربه پورې کړم، روښانه به ډيوه کړم

طایرځلاند

۲۱ـ۴ـ۲۱