دختیځ موسی قلعه :
طایرځلاند
له ۲۰۰۶ وروسته په سیستماتیک ډول په افغانستان کې یو ځل بیا دناامنۍ لړې خورې شوې او په هغه ځایونو کې چې فکر کېدلو وسله وال طالبان ځپل شوي دي له سره بېرته سره راټول شول
امریکا او نړیوال ملګري يې فکر کوي چې ګوندې دوي د ترهګرۍ په جګړه کې بریالي شوي دي او داوباما په خبره چې دافغانستان جګړه پای ته نږدې شوې ده خو څنګه چې فکر کې دهغه په خلاف ورځ په ورځ په افغانستان کې جګړه سختيږي لاملونه يې ډير دي خو عام ولس په دې اړه دامریکا او دملګرو ګونګ سیاست ته یې ګوته نیسي او نیوکه کوي چې سره له ډيرو امکاناتو نړیوال ولې تر اوسه ونه توانېدل چې دوسلوالو فعالیتونه لنډ کړي ؟
هغه ولایتونه چې دوسله والو نفوذ پکې زیات و لکه ، هلمند، کندهار، زابل،او ..... اوس دپخوا په پرتله ډير ښه شوي دي په کندهار کې د کلک هوډ په نوم عملیات ، په هلمند کې پرلپسې ګډ عملیات ددې لامل شول چې دوسله والو اصلي جالې او مرکزونه ړنګ کړي او په هغه ځایونو کې امنيتي ځواکونه يې ځای پر ځای کړل خو ددې په نسبت بیا یو شمېر نورې سيمې ډيرې نا امنله شولې چې په هغې کې لوګر، میدان وردګ، ننګرهار، لغمان حسابولی شو
لوګر دننګرهار سره په ازرې ولسوالۍ تړل شوی ، دازرې ولسوالۍ په څنګ کې د اچين ولسوالي پرته ده او داچين ولسوالي په پوله پرته سيمه ده چې ددولت کنټرول پکې خورا کم دی
همدا ډول دمیدان وردګو ولایت حال هم دی او دلغمان هم خو دپښتنې ځای دادی چې ددې سيمو دنا امنۍ اصلي سرچينې چرته دي ؟ او ولې په منظم ډول ورځ تر بلې يې حالات مخ په خرابېدو دي دلوګر په اړه خو همدا تېره ورځ هم بهرنيو رسنيو راپورونه ورکړي و چې دوسله والو منګلو کې لويږي اما دختيځ ولایتونو دسرنوشت څخه خدای خبر دی ؟
ننګرهار ولایت چې په تېرو کالونو کې ورته د سولې دکور نومونه ورکړل شول عام ولسي وګړو پر یو ځل خپلې وسلې د ډایاګ پروسې ته وسپارلې او دنشي توکو له کښت څخه یې خپلې کروندې پاکې کړلې اما ددې ټولو بدله همدا ده چې اوس پکې په رڼا ورځ ..... پخوا به ډير خبرونه دننګرهار د خوګياڼيو او چپرهار ولسواليو څخه راتلل اما نن سبا دننګرهار پرامنه سيمې نا امنه شوي دي او له تور سرک لاندې باچايي دبل چا ده
دبټي کوټ ولسوالي چې دجلال اباد ښار سره نږدې ده او دافغانستان تر ټولو ستره پروژه (دصنعتي پارک )يې په څنګ کې پرته ده نن سبا دننګرهار موسی قلعه یاد ول کېدلی شي همدا ډول په اچين ولسوالۍ کې واک دوسله والو لاس کې دی او دولتي چارواکو پر ځای خلک له ويرې وسله والو طالبانو ته ورځي ، په ګوشته کې په رڼا ورځې ډلې ډلې مخ پټي وسله وال ګرځي او دخلکو ژوند يې تريخ کړی دی اما څوک هم راپورته نه شول او چا غږ پورته نه کړ.
دننګرهار ډير اوسېدونکي په دې نظر دي چې دتورخم جلالاباد دسرک په نوم دپاکستاني کمپنۍ دپروژې ګټه دا وه چې پولې ته نږدې سيمو کې وسله والو ته دځای پر ځای کېدلو ضمینه برابره کړي ،
دافغانستان په نا امنيو کې خو دګاونډيو هیوادونو په اړه ډير څه ویل کيږي او ډير داسې دلیلونه هم شته چې پکې دسيمې داستخباراتو لاس درلودل ښکاره کوي خو دافغان امنتي ځواکونو پام چرته دی ؟ هغوي ولې له دې بې غوره دي چې له تور سرک لاندې تورې پګړۍ او پټ مخونه په واک کې دي ؟
دافغان دولت تر ټولو ستره تېروتنه همدا ده چې کله هم دسولې په برخه کې ددوه خوش رنګه ژمنې ورسره وشي نو له ډير څه څخه یې سترګې پټې شي اوس چې یو خوا دطالبانو دمشرانو د خلاصېدو خبرونه خپاره شول خو په همدې حال کې له ننګرهار او لغمان څخه سخت خبرونه هم راځي ، تېره ورځ دننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې دسرک پر سر نږدې یو ساعت سخته جګړه دوسله والو او امنتي عسکرو ترمنځ وشوله خو له دې سختې جګړې وروسته هم حالات هم هغه ډول ول دمرميو له استعمال وروسته امنتي ځواکونه په خپل مخ لاړل او وسله وال لاړل خپلو دیرو ته
په دې اړه باید چارواکي جدي فکر وکړي او دا موضوع بابیزه ونه ګڼي ګنې په نږدې ورځو کې به چې په نورو سيمو کې یخني زیاتيږي ننګرهار به په دويم وزیرستان بدل شي او بیابه لرې نه وي چې د وزیرستان په ځای مونږ ننګرهار ته د (ترهګرو جنت ) ووایو