پاکستان، کابل او واشنګټن تېر باسي.
طایرځلاند
ز
پاکستان په دې تېرو لسو کالونو کې نه یواځې دافغان دولت پر وړاندې بلکې د امریکا پر وړاندې هم په خپله ګټه یوه زبردسته لوبه پر مخ یوړله ، افغان دولت ته پکار و چې له دې لوبې يې ډير څه زده کړی وی خو تر اوسه پورې چې زه ګورم نه خو افغان دولت له تېرو تېروتنو کومه سبق زدکړ بلکې اوس هم دپاکستان پر وړاندې خپله ناکامه ستراتيژي پر مخ بیایي ،
په اوسنيو شرايطو کې بې له شکه د امریکا او دنورو هیوادونو سره ستراتيژيکه او اوږدمهاله ملګرتيا دافغانستان په ګټه ده اما که وکتلی شي هغه ارزښت چې لري يې ورته پام نه دی شوی او په وړو وړو خبرو دافغان دولت او امریکا ترمنځ اړیکې ترينګيلي شوي دي زه په دې برخه کې ټوله پړه پر افغان دولت هم نه اچوم په خپله امریکا هم په دې کې ملامته ده ولې چې له هغه فرصتونو چې دم ګړۍ يې دواړه هیوادونه لري او دهغه ضرورتونو له مخې چې په یو بل کې موجود دي يو هم ورته ژمن نه دی پاتې شوی افغانستان چې کورنيو جګړو په کنډواله بدل کړی و او دولتي اساسات له منځه تلي و همداسې یو ملګري ته ضرورت لري چې دافغانستان په جوړنه کې یې لاسنيوی وکړي او امریکا په سيمه کې د خپلو ګټو دپاره او دترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې دپاره دافغانستان په څېر يو ترهګرۍ او جګړې ځپلي هیواد ته ضرورت درلود چې په شریکه ددواړو هیوادونو ګټې تضمين کړي
همدا اوس چې افغان دولت دپاکستان سره دخپلو اړیکو د پراخېدو دعوه کوي او پاکستان ژمنه ورکوي چې په افغانستان کې دسولې په پروسه کې به ورسره پوره مرسته کوي ، دطالبانو مشران به له زندانونو خوشي کوي او دا لاهم ورته ويل کيږي چې دکوېټې شورا به دافغان دولت سره خبرو ته چمتو کړي دهغه شواهدو له مخې چې په دې برخه کې دپاکستان دکړنو اصلي څېره راښايي ددې خبرې دلیل دی چې پاکستان به حتی الامکان یواځې له داسې خبرو او له داسې حالاتو ګټه واخلي
له ۲۰۰۱ زیږديز کال نه را په دېخوا چې امریکا دنورو نړيوالو ملګرو سره یوځای افغانستان ته راغله او له پاکستانه یې هم هغه وخت دترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې غوښتنه وکړله دهغه وخت پاکستاني پوځي او دولتي چارواکي جنرال پرویزمشرف نه یواځې دطالبانو پر وړاندې دوسله والې مبارزې ژمنه ورکړه بلکې امریکا ته يې د ميانروو طالبانو د پېداکولو او دامریکا سره خبرو ته دکېنولو ژمنه هم ورکړله خو تر ننه ولې دا ژمنه عملي نه شوله ؟
په هم هغه وخت کې پاکستاني څارګرې ادارې په ريښتني مانا میانروي طالبان نه یواځې داچې ديوې سیاسي دريځ له لارې را مخته نه کړل بلکې دهغوي پر سر يې سودا وکړله او دیو مجرم شخص په حیث يې یا په امریکا خرڅ کړل او یا یې هم په خپلو زندانونو کې دیو مناسب وخت دپاره وساتل او یا یې هم ووژل ، په همداسې طالبانو کې یو مثال مونږ دوکیل احمد متوکل چې دطالبانو د واکمنۍ پر مهال دبهرنيو چارو وزیر و دهغه نیول کېدل او پرسر یې له امریکا څخه پېسې اخیستل و ، ښاغلی متوکل هغه طالب چارواکی و چې دطالبانو واکمنۍ پر مهال دطالبانو دزیات شمېر کارونو سره مخالف و په ځانګړي توګه داسامه بن لادن دمسلې په اړه همدا ډول دبودا بوتانو دړنګولو په اړه او پر یو شمېر هغه حساسو مسلو پرسر کومو باندې چې نړیوالو هم نیوکې کولې همدا لامل و چې دطالبانو دواکمنۍ په ورستيو وختونو کې هغه په دې مجبور شو چې له طالبانو بیل شي که لوستونکو ته دهغه وخت خبرونه یاد وي نو دابه يې هم په ذهن کې وي چې ښاغلی وکیل احمد متوکل دطالبانو په ورستيو ورځو کې نادرکه شو اما په ځای ددې چې پاکستان هغه دیو منځ لاري شخص په توګه دسیاست ډګر ته راداخل کړی وی هغه یې دیو خطرناک شخص په توګه په امریکا خرڅ کړ، همداسې مثال د ملا ضعيف،ملا برادر او ملا معتصم هم در واخلۍ .
دا ټول په دې دلیل دي چې دپاکستان څارګره اداره کله هم نه غواړي چې په افغانستان کې داسې سوله راشي چې افغانستان ديو قوي دولت څخه برخمن وي او ددې دپاره يې تل امریکا يي او افغاني چارواکو ته بازي ورکړې ده او په کې تر اوسه ښه کامیاب شوي دي.
پاکستاني چارواکي زیاتره وخت په داسې شرايطو کې امریکا او افغان دولت ته لوبه ورکوي چې ددوي دواړه په خپلو کې سره دهمکاريو نوي پړاونو ته داخليږي . کله چې دامریکا سره افغان دولت ستراتيژيک تړون لاسلیکوه هم هغه وخت هم دپاکستان دلومړي وزیر په خبرو کې افغان لوري ته راماتېدل داسې و لکه په ريښتیا چې پاکستان غواړي افغان دولت په پخو ودريږي خو چې کله هغه وخت ونه توانید چې دافغان لوري پام دهغې مهمې مسلې څخه واړوي نو یخ پر خپل ځای کېناستلو او دفشار په توګه يې نورې لارې خپلې کړلې ، هغه وخت هم تر یوه بریده دکابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې کړلې خو د عنعوي جرګې دپرېکړې او دولسي جرګې له پرېکړې وروسته دا مشکل حل شو ،
اوس چې بیا دامریکا سره د امنيتي تړون خبرې تودې شوي دي نو پاکستان هم خپلې زړې لوبې ته نوی رنګ ورکړ او افغان دولت سره دمرستې خبرې يې را واخیستلې ، دسولې دعالي شورا دسفر پر مهال يې یو شمېر د ټيټې کچې طالبان له خپلو زندانونو څخه خوشې کړل ، همدا تېره ورځ دپاکستان دبهرنيو چارو وزیرې حنا رباني دنورو مرستو خبره هم وکړله او دادی دافغانستان دبهرنيو چارو وزیر هم ورغی او غواړي په یو شمېر مهمو موضوعاتو ورسره خبرې وکړي ،
دپاکستان دسیاست دیو لوستونکي په توګه زه په دې باور یم چې بې له دې په داسې حرکتونو پاکستان دکابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې خرابې کړي او دامنتي تړون په مخکې خنډونه را جوړ کړي بل هیڅ نه دي ، په امنتي تړون کې یواځې دامریکا ګټې نه دي خوندي بلکې افغانستان هم ورته اړتیا لري او ډيرې ګټې يې ورکې خوندي دي نو باید پرې نه ږدي چې هر هغه هیواد چې دافغانستان دګټو مخالف وي له داسې شرایطو ګټه واخلي او د واشنګټن او کابل ترمنځ اړیکې خرابې کړي ، دپاکستان دومره دخیل کېدل په دې مانا دي چې غواړي له دې لارې امنتي تړون وځنډوي او بل په قطر کې طالبانو ته دفتر بې باوره کړي امریکا هم باید په دې پوه شي چې له ډير وخت وروسته يې د منځ لارو طالبانو سره داړیکې يو تار په لاس ورغلی باید دا موقعه له لاسه ورنه کړي او افغان دولت هم ، پاکستاني چارواکي افغان حکومت ته داسې ډاډ ورکوي ګوندې چې د سولې په برخه کې د قطر دفتر کومه مانا نه لري او هرڅه چې دي دپاکستان سره دي ، که افغان دولت چرې دپاکستان په دې لوبه کې داځل بیلوده نو یوځل بیابه يې غټ تاوان کړی وي ، زمونږ دبهرنيو چارو وزارت باید دیوې قوي ډيپلماسۍ له مخې دپاکستاني سیاست پر وړاندې د ورته سیاست بېلګې وړاندې کړي ځکه چې په دې ټول خبر دي افغانستان پر وړاندې دپاکستان سیاست بې له خپلو ګټو بدلېدونکی نه دی
په ځای ددې چې په داسې خوش باوره خبرو امریکا او افغانستان غوليږي له پاکستانه جدي غوښتنه وکړي چې هغه طالب بنديان چې پاکستان کې په زندانونو کې دي دوي ته وسپاري ، دمطلوبو اشخاصو په توګه افغانستان دا حق لري چې خپل بنديان له پاکستانه وغواړي اما افغانستان تر اوسه نه دی توانیدلی چې دا کار وکړي ، هغه طالب مشران چې په حقه مانا دافغانستان په اړه سوچ کوي او دافغانستان ګټو ته ژمن خلک دي پاکستان به هغه کله هم رامخکې نه کړي او که هغه ډول طالب مشران دپاکستان له منګولو را خلاص نه کړلی شي نو لکه د ملا عبید الله ، په څېر به يې ساه په زندان کې وخيژي دملابرادر په اړه هم ویل کيږي چې مړ دی خو لاتایید شوې نه دی او دملا عمر په اړه هم
که پاکستان په ريښتیا دافغانستان سره دسولې په اړه مرسته کوي نو باید ټول افغان طالب مشران چې بنديان دي هغه افغان دولت ته وسپاري او بیا افغان دولت پوه شه او دهغوي سره دخبرو پر مخ وړل هغه چې واقعي افغانان دي هغوي په خپلو کې سره په خبرو ښه پوهيږي خو پاکستان به داسې کله هم ونه کړي او چې داسې نه کوي نو امریکا او افغان دولت باید پوه شي چې پرې نه ږدي څوک ددوي ترمنځ خاورې باد کړي او اړیکې يې خرابې کړي ، افغان دلوت باید دپاکستان پر وړاندې یوه داسې ستراتيژي غوره کړي چې بیا داسې ونه شي چې له یوې سوړې يې دوه ځله یو مار ووچيچي