د پارېس ناسته

په لومړي ځل نن په پارېس کې دافغانستان دجګړې ټولې ښکېلې افغاني غاړې سره راټولې شولې او تمه ده چې دافغانستان پر وضعیت او د راتلونکي په اړه به ټولې خواوې خپل نظرونه ووايي

يو شمېر کتونکي خو ګڼي چې کومه ګټه به ورنه کړي ځکه چې طالبانو وار له مخه ددې ناستې په اړه ويلي و چې د ورتګ موخه یې یواځې دخپل دریځ وړاندې کول دي امازما په نظر دداسې ناستو ګټې په اوږدمهال کې ډيرې ښې او بنیادي وي

دپارېس دا ناسته چې ددې هیواد کورنيو چارو او دفاع وزارتونو په مرسته د ستراتيژيکو مطالعاتو دیو بنسټ له خوا رابلل شوې پکې دطالبانو سیاسي استازي، د حزب اسلامي استازی ،دافغان دولت سیاسي اپوزیسیون ، او په خپله ددولت او دسولې دعالي شورا غړي ګډون کوي

ددې غونډې اهمیت په دې کې هم دی چې دا یوه بین الافغاني ناسته ده او بل چاته پکې دا موقعه نه ده ورکړل شوې چې د خپل اثر او روسوخ له کبله په بل چا فشار واچوي

نه پکې د سیمې هیوادونه شته ، نه ګاونډي او نه هم د ترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې دګډ بلاک کوم غړی په دې ناسته کې چې ویل کيږي درې ورځې دوام به وکړي ټول افغانان دي ،

طالبانو ته ددې ناستې ارزښت په دې کې دی چې دقطر ددفتر وروسته به په لومړي ځل د یوسیاسي دريځ سره دنورو افغاني ډلو په منځ کې ځای شي ، همدې نکتې ته په کابل کې د برتانیه سفیر سر ريچارډ ستيج ودبي بي سي سره په مرکه کې اشاره هم کړې ده

(موږ فکر کوو اوس طالبان پوه شوي، که په راتلونکو یوه یا دوو کلونو کې په سیاسي بهیر کې شامل نه شي، نو د افغانستان راتلونکی به له هغوی پرته وي،).

حزب اسلامي دپاره يې ارزښت په دې کې دی چې دسولې خبرې چې تر ډيره پکې ځای طالبانو ته ورکول کېده دوي به يې هم اوس فعاله او پراخه برخه شي

ددولت دسیاسي اپوزیسيون دپاره يې ګټه په دې کې ده چې دوسله والو په دریځ به پوه شي او هغه ویره چې له دوي څخه یې لري زیات امکان دی په دې ناسته کې له خبرو وروسته دفعه شي

ددولت دپاره يې ګټه په دې کې ده چې وتوانييږي په دې درې ورځو کې دطالبانو او دحزب اسلامي سره نږدې شي او دخبرو اترو دپیل دپاره وړاندیز ورته وکړي

خو ددولت په اړه مې یوه نیوکه وه چې کوم استازی دوي لېږلی دی زما په خیال هغه په ستراتيژيکو ژورو باندې نه پوهيږي او هغه به له دې موقعې نه ډيره ګټه پورته نه شي کړلی اما دسولې شورا به یوڅه هڅه وکړي

طالبان که څه هم نه مني چې دسولې په اړه خبرې وکړي خو دا درې ورځې یو ځای ناسته ، یو ځای لمونځ او یو ځای ډوډۍ خوړل دا اړیکې به رانږدې کړي او دیو بل پيژندل به اسانه کړي که په دې ناسته کې دولت او وسله وال هغه که حزب اسلامي ده او که طالبان سره لګ هم نږدې شول نو په راتلونکي کې به یې افغانستان ته ګټه ډيره زیاته وي خو ګورو چې ددې ناستې تر پایه کومې خبرې منظرې عام ته راځي