ادب او دتوارد او سرقې مسله
ټول انسان دیوې زمکې په سر ژوند تېروي او دټولو انسانانو په سر يو اسمان غوړېدلی دی ، دانسانانو په وجودي جوړښت کې هم کوم ځانګړی توپير نشته دی ، خو په کوم څه کې چې توپير لري هغه ذهني نړۍ ده ، دانسان وجود په دې کوچنۍ برخه کې دومره جهانونه پراته دي چې په کلونو کلونو ساینسپوهانو پرې کار وکړ خو اوس هم یې لا حقیقتونه په بشپړه توګه نه دي روښانه شوي نو هره هغه زیګنده او تخلیق چې د ذهني نړۍ له لارې په وجود کې راغلي وي ضروري خبره چې باید هغه هم سره توپیر ولري او دهر ذهن تولید باید دهغه خپل ملکیت وي
خو ولې داسې هم کيږي چې له یو شمېر ډيرو ذهينو انسانانو څخه خپل خپلوان او دهیواد په کچه او آن د نړۍ په کچه ترې خلک اغېزمن شي او ډير وخت دا اغیزه دهغوي په حرکتونو ، خبرو او کارونو کې څرګنديږي ، په ادب کې هو بهو همداسې ده په یو هیواد یا نړۍ کې داسې لیکوال هم پېدا کيږي چې هغوي یواځې په خپل نږدې خلکو نه بلکې په دنړۍ په زیاتې برخې خپلې اغېزې وشيندي او دهغه دفکر رڼا دنورو لیکوالو په لیکنو او تخلیقونو کې وځليږي
په همدې ځای کې مونږ له څو اصطلاحاتو سره مخ کيږو ، توارد، سرقه ، ترجمه ، په ادبي نظر دا درې واړه جدا جدا برخې دي اوهر يو خپل ځانګړي مشخصات او ځانګړتیاوې لري خو په پېل کې راځۍ په دې وغږيږو چې توارد ، او سرقه وايي څه ته او څه توپير په خپل منځ کې لري هم کنه ؟
په تاريخي اعتبار په دې اړه لومړي بحثونه په عربو کې پېل شول هغه وخت چې دعربي ادبیاتو د عروج زمانه وه او قصيدې په خپل بې مثاله سفر ځان ته ځانګړی ځای پېدا کړی و او دغورو شاعرانو ترمنځ به دشاعرانو مقامونه دهغوي په قصايدو ټاکل کېدل نو هغه وخت د مقابلې او پرتلې لړۍ هم پېل وې دمقابلې دپاره به هر شاعر هڅه کوله چې د کال تر ټولو غوره قصيده ولیکي او پرتلې به بیا د قصیدې څېړنه کوله ، هغه به يې ارزوله او په ښایستونو او بدرنګيو به يې غږېدل او چې له ټولو مرحلو نه ووتله او ټولو ته به منلې وه نو هغه دمقام به لومړی شو
په دې پرتلیز جاج کې په یو شمېر قصیدو کې هغوي ځنې نکات به هم پېدا کړل چې له دې شاعر وړاندې به نورو شاعرانو هم کارولي و او یا به يې هم همزولو کارولي و خو دنیوکې پروخت دوه خبرې منځ ته راغلې چې هغه یو توارد و او بله د سرقې
توارد هغه څه ته ویل کيږي چې دیو لیکوال په لیک یا په شعر کې داسې نښې پېدا شي چې هغه له ده وړاندې یا دده په هم عصرو په لیکونو او شعرونو کې موجود وي او بیا ددې شاعر په شعر کې هو بهو هم هغه ټکي هم هغه مفهوم او هم هغه ډول تصویر راوړلی شي دا توارد دی .
سرقه هم همدې ته ورته عمل دی چې دیو شاعر یا لیکوال په لیک کې داسې اثار راوړلی شوي وي چې له هغه مخکې یا یې دنورو معاصرو په لیکونو او شعرونو کې موجود وي
خو ددې دواړو ترمنځ توپير څه دی مونږ توارد کوم ګڼلی شو او سرقه کومه ؟
ددې دپاره لومړی غواړم د توارد ټکي په اړه لګه رڼا واچوم ،توارد دعربي ژبې ټکي دی چې دایراد ، ورود ، ورد اصلونه لري که له ایراد نه واخیستلی شي نو مانا یې يو شی راوړل ، داخلېدل ، او وړاندې کولو ته وايي او چې له ورد څخه شي د واو په زیر سره نو بیا یو شی په تکرار سره په ژبه راوړلو ته وايي .
له لغوي مانا یې که راتېر شو په توارد کې یو شی ډير زیات مهم دی چې هغه کې د لیکوال او شاعر نه شعوري دخالت دی، کله چې مونږ وګورو په یو لیک یا یو شعر کې راته پردۍ نښې ښکاره شولې نو په دې باید فکر وکړو چې دا کار شعوري ترسره شوی او که غیرې شعوري شاعر قصدا غوښتل دبل شاعر ځانګړي ټکي یا دشعر محتوا یا پوره شعر او بشپړه مصرعه راواخلي ، کله چرته په غیرې شعوري او غیرې قصدي توګه له یو شاعر او لیکوال دا کار ترسره شوی و نو توارد دی او که داسې وي چې یو شاعر په شعوري او قصدي ډول دیو شمېر غیرې مشهورو ښه شاعرانو شعرونه یا دهغه دشعر ځانګړي مشخصات په خپل نوم کوي نو دا سرقه ګڼل کيږي
دتوارد په اړه لګ پسې وړاندې ځو لکه څنګه مې چې په پېل کې وویل چې مونږ دیوې نړۍ وسېدونکي يو او په ځمکه شپې ورځې تېروو ډير داسې موارد به وي چې مونږ ترې یو ډول اغېزمن کيږو ډيرې داسې ریښتيني تجربې به وي چې مونږ ورسره نه یو مخ شوي خو هغه به زمونږ د ژوند بشپړه استازولي کولی شي او دنورو انسانانو دهیلو هنداره به وي په همداسې وخت کې مونږ دهغه تجربو نه زیات اغېزمن کيږو چې په عملي ډول دنورو له خوا رامنځته شوي او چې کله ترې اغیزمن شو دهغې تجربو تصویرونه زمونږ په حرکتونو او اعمالو کې څرګنديږي ، که مونږ غواړو او کنه خو دا ډول بدلون په مونږ کې راځي ، په شعر او شاعرۍ کې هم دې ته ورته کیسه ده ، ځنې وخت مونږ دیو شاعر یو شعر واورو په مونږ ډير ښه ولګيږي او زمونږ دهیلو استازولي کولی شي، داسې وخت کې دا شعر د وخت په تېرېدو سره زمونږ د ( لا شعور) برخه ګرځي او له ورځو ورځو یا میاشتو او یاکلونو وروسته بېرته زمونږ د شعور دنیا ته راځي که چرته په داسې وخت کې حافظه راسره مرسته ونه کړي او ددې شعر اصلي شاعر رایاد نه کړي نو مونږ پردی شعر په خپل نوم ولیکو، په دې وخت کې که چرته شاعر ته دهغه شعر دلومړي څښتن نوم وریاد شي او پوه شي چې داسې شعر خو دبل چا هم و نو هغه دې ته ریښتیني وي چې دهغه نوم ورسره ولیکي او یادونه وکړي چې دا شعر دپلانکي شاعر تر اغیزې لاندې لیکل شوی دی په عربي ژبه کې په داسې مهال بیا شاعران وايي چې " وقع الحافر علي الحافر " خو په توارد کې هم داسې نه وي چې که یو چا بشپړ نظم یا بشپړ غزل یا دغزل ټول شعر له بل چا اخیستی وي بلکې توارد زیاتره د یو بیت یوه مصرعه او یا هم له دې کم وي کله چې بشپړ شعر شي بیا هم هغه د ادبي سرقې په زمره کې راځي
خو دسرقې موضوع بیا بېښي له توارده جدا ده سرقه په عربي ژبه کې د غلا په مانا ده ، په شعر کې سرقه بېښي شعوري عمل وي او یو شمېر چلاکه شاعران دا کار کوي چې دداسې شاعرانو چې دخلکو مخ ته ډير نه وي را اغلي هغه راواخلي او په خپل نوم یې وليکي
خو سرقه بیا په څو ډوله ده یواځې داهم نه چې دهغه ټول شعر په خپل نوم کړي په څو ډولونو کې داهم سرقه ګڼل کيږي چې دیو شاعر په شعر کې ته کمی زیاتی وکړې ، ځنې ټکي مخکې وروسته کړي ، یا دهغه ځانګړي ترکیبونه او سمبولونه له هغه څخه را غلا کړي او په خپلو شعرونو کې يې ځای کړي داهم دادبي سرقې يو ډول دی
خو په نوي دور کې ځنې نورې اصطلاحاګانې هم ورته جوړې شوي دي د (کاپي رايټ) (ترجمه) ژباړه خو که چرته دبلې کومې ژبې څخه شاعر مضمون راوژباړي او خپل نوم ورسره ولیکلي نو دا ده ترجمه اما دادبي غلا یوه بڼه ده خو کاپي رايټ بیا د توارد او د سرقې په منځ کې یوه بله د شاعر وژونکې مرحله ده چرته چې دیو شاعر خپل اواز ورک شي او دنورو پېښې شروع کړي ، شاعر ښه پوهيږي چې غلا نه کوي ښه پوهيږي چې توارد هم نه دی او ښه پوهيږي چې ژباړي هم نه خو په شعوري لا غیرې شعوري توګه یو بل شاعر کاپي رايټ کوي دهغه دشعرونو مشخصات لکه د ګڼيو د ګاڼۍ زبیښي او دشربت ویستلو هڅه ترې کوي په پښتو شاعرۍ کې دا کار زیاتره د رحمت شاه سایل سره شوی دی زیات شمیر شاعر لکه فضل سبحان عابد، مرحوم صاحب شاه صابر، اقبال شاکر او،،،،،، داسې نور که تاسې د رحمت شاه سایل د شعري لارې ټول مشخصات درک کړي وي او بیا ددې ښاغلو شاعري مطالعه کړۍ نو درته به جوته شي که ددې لاندې شاعرانو نومونه ترې لرې کړې نو سبک شناسان به خامخا پرې وغوليږي چې ګوندې د رحمت شاه سایل شاعري ده په دې نږدې وختونو کې یو ملګري راته کتاب راکړچې کله مې ولوست نو نږدې دوه سوه شعرونه خو ما پکې داسې وموندل چې بېښي نور شاعران لکه ریاض تسنيم ، شاه سعود، ممتاز اورکزی، او زما په خپله بېښي نچوړ شوي دي او بېښي ورته شعرونه یې په خپلې ټولګې کې چاپ کړي دي دا هغه څه دي چې په ننۍ زمانه کې بېښي پټيږي نه که یو لیکوال خپل لیک ته سنجیده نه شي او په اړه یې غور ونه کړي نو دادبي سرقې دیوې تورې سپرغې په کنده کې به پرېوزي