طاېر ځلاند

Profile Photo

طاېر ځلاند ، دننګرهار ولايت اوسېدونکی ، دادبي هلوځلو ترڅنګ ، دژورناليزم په ډګر کې کار کوم

تنقيد


(ته زما ټوله شاعري يې) د ذات د اظهار هنداره

د اتلسمې پیړۍ په پیل کې عقلانیت په هنرونو کې دومره مهم عنصر وګڼل شو چې د کلاسیک ادب يوه پراخه برخه یې تشکیلوله. عقلانیت پلوو په هر څه کې د عقلاني منطق د کتلو هڅه کوله او کایناتو ته یې د یوې منظمې او په اصولو ولاړې زاویې او لید لوري په عینکو کې کتل. په اتلسمې پيړۍ کې د ماشيني اختراعاتو او پرمختګونو اغیزو د انسان په ذهن هم نه هیریدونکې تاثرات پرېښودل او انسان خپل ځان او په کاینات کې موجوده تناسب ته ځیر شو. انسان د خپل ژوند دلاښه تنظیم لپاره یو شمير اصول وټاکل

09.03.2013 طاېر ځلاند

ادب او دتوارد او سرقې مسله

ادب او دتوارد او سرقې مسله ټول انسان دیوې زمکې په سر ژوند تېروي او دټولو انسانانو په سر يو اسمان غوړېدلی دی ، دانسانانو په وجودي جوړښت کې هم کوم ځانګړی توپير نشته دی ، خو په کوم څه کې چې توپير لري هغه ذهني نړۍ ده ، دانسان وجود په دې کوچنۍ برخه کې دومره جهانونه پراته دي چې په کلونو کلونو ساینسپوهانو پرې کار وکړ خو اوس هم یې لا حقیقتونه په بشپړه توګه نه دي روښانه شوي       نو هره هغه زیګنده او تخلیق چې د ذهني نړ

13.01.2013 طاېر ځلاند

نقاد،نقد او قضات

 دنقد په اړه چې تر اوسه څومره نظریات رامنځته شوي او مشهور شوي دي زیات او کم هره نظریه راته وايي چې نقاد باید په يوه فنپاره دنقد پر وخت خپل مالومات دفنپارې په اړه بشپړ کړي او له هغه ورسته بیا دنقد په دریځ ودريږي په دې برخه کې دا هم ویل کيږي، چې نقاد باید دومره پوهه ولري چې ديوې فنپارې جاج واخیستلی شي دا ډول تاکید ددې دپاره کيږي چې دقضاوت پرمهال نقاد له تېروتنې څخه وساتي، خو دقضاوت دټکي سره به یو شمیر زیرک لوستونکي سم د واره  د

06.01.2013 طاېر ځلاند

شعر، الهام او تخلیقي سرچينې/ طایرځلاند

(په یکشنبه ۱۲ـ۱۲ـ۳۰ نېټه په فیس بوک  کې ملګري عزت الله شمسزي خبر کړم چې ملګري په شعر کې دالهام په اړه په ګرم بحث لګیا دي نو زه هم ورغلم هلته مې یو نظر ورکړ او بیا مې غوره وګڼله چې په دې اړه یوه لیکنه وکړم، په دې هیله چې د لوستونکو دپاره جالبه وګرځي) په ټوله نړۍ کې دبل هرهنر په پرتله ادبیات او بیا په ادبیاتو کې دشعر په اړه ډير زیات بحثونه شوي دي خو اوس هم داسې موضوعات پاتې او شته دی چې لا هم بحث ته اړتیا لري او خلک يې په ذهنونو کې بېلا بېلې انګېرنې لري

01.01.2013 طاېر ځلاند

دمجلسي نقد ارزښت او اړتيا !

  طایرځلاند دنوي نقد سالار ايليت د نقد دارزښت په اړه دا یوه جمله بسنه کوي چې وايي (نقد دادب روح دی ) له دې ور اخوا په دې اړه ویل بې له تشریحاتو زما په خيال کومه بنیادي مسله راپورته کېدلی نه شي ، ایليټ په دې یوه جملې سره په کوزه کې سمندر بند کړی په ځای دددې چې اوس مونږ دنقد په ارزښت کتابونه ولیکو دا یوه جمله زما په خیال د نقد دارزښت ټول رازونه راته راښکاره کوي ، خو زه غواړم نن د مجلسي نقد په اړه وغږېږم دشلمې پ

24.12.2012 طاېر ځلاند

په بحراني حالاتو کې د لیکوال مسولیت

په بحراني حالاتو کې د لیکوال مسولیت طایرځلاند دشاعر او لیکوال په اړه مې ډير زیات اورېدلي دي چې د ټولنې سترګې دي ، دقوم دلاس امساده او دورکو شويو قافلو د لارې رڼا ده خو کله کله مې په دې ټولو خبرو شک شي چې ګوندې ریښتیا به داسې نه وي په حقیقت کې شاعر او لیکوال په يوه ټولنه کې اهم افراد شمېر ل کيږي او ديو تمدن اساسي برخه جوړوي ، دیو کلتور ريښتي هندارې او استازي دي خو دا ټول منصبونه داسې هم نه دي چې خوشې په خوشې دې شاع

23.12.2012 طاېر ځلاند

سالک دحمزه دغزل وارث

سالک دحمزه دغزل وارث طائرځلاند دپښتو ادبیاتو ډګر له پخوا راهيسې په شاعرۍ ګرم پاتې شوی دی او تر ننه دا لړۍ روانه ده که څه هم اوس مهال یو شمېرزمونږ خالي الذهنه لیکوال دشاعرۍ له مقام او ارزښته منکرشوي دي خو ولې له دې حقیقته سترګې نه شي پټولی چې يوه ژبه بې له شعره کله هم پرمختګ نه شي کولی

25.02.2012 طاېر ځلاند

علم ګل سحر يو Humanistشاعر

علم ګل سحر یو  Humanistشاعر                       طایرځلاند              

08.02.2012 طاېر ځلاند

دپښتني تنقيد نوې غوښتنې

دپښتني تنقيد نوې غوښتنې طایر ځلا ند دتنقيد د ډګر د نوموتي لیکوال ټي اي ايلیټ داخبره دیو متل حیثیت لري چې (نقد د ادب روح دی) که مونږ په لومړي نظر یواځې دوجود او روح په تړون فکر وکړو نو د ايلیټ داخبره دڅو اړخیزه فلسفي زاويو نه برخمنه ښکاره شي، پ

27.12.2011 طاېر ځلاند

پښتو غزل ددوه زره لسم کال په تناظر کې

پښتو غزل ددوه زره لسم کال په تناظر کې   طایرځلاند يوېشتمې پېړۍ په لومړي قدم کې له ځانه سره ډیرداسې ناورينونه راوړل چې تر دوه زره لسم پورې هغه پرهرونه چې له امله يې سينې ځړیکې څړېکې وې ټکور نه شول او نن هم ددرېمې نړۍ وګړي يې له امله زوريږي تاسې به وایې چې عنوان دغزل په اړه دی

15.12.2011 طاېر ځلاند

ادب دژوند له پاره

  ادب دژوند له پاره طایرځلاند مشهور قول دی چې، شعر او ادب دژوند تفسیر هم دی او دژوند انځور هم . دشعر او ادب په اړه دوه نظریې عامې دي (ادب د ادب  لپاره)او (ادب دژوند له پاره ) لومړۍ نظریه، ادب یواځې د روحا ني خوښۍ او تفریح یوه ذریعه ګڼي ، ددې نظریې منونکي دادب ل

28.11.2011 طاېر ځلاند

زنداني ادب/ شېررحمان بېتاب

زنداني ادب   شېررحمان بېتاب            زړه مې غواړي چې د زندان دې عادي عسکر ته په دوه لاسي سلام وکړم. چا ته چې الماني قولي اردو په دوهم نړيوال جنګ (١٩٤٢) کې د يو خطرناک زنداني د نظارت وظيفه ور په غاړه کړې وه. هغه زنداني د اعدام خوني تر څ

06.04.2011 طاېر ځلاند

ډاکټر زبېر حسرت دغزل سره / طایرځلاند

ښاغلى زبېر حسرت، چې په پښتو ادب کې د يو څېړونکي، نقاد، افسانه نګار او خاکه نګار، په حېث پېژندل شوى، د پښتو غزل يو ښه شاعر هم دى، کله چې يو ليکوال په نثر کې دومره ننوځي چې په ډېر لږ وخت کې په اهمو موضوعاتو کار وکړي، نو ضروري خبره ده، چې د شعر تخليقي صلاحيت لره يې نقصان رسي، خو زبېر حسرت چې د ادب په کوم اړخ ليکل کړي دي نو د هغې معيار خيال يې ضرور ساتلى، چې د زبېر حسرت نه د هغه لوستونکي کوي، د يو شاعر په توګه زبېر حسرت د خپل تخليقي زاره چاودون سره سره په مختلفو لمحو او کېفيتونو کې راښکاره شوى، خ

23.03.2011 طاېر ځلاند

سعيد ګوهر دتخلیق دنويو معيارونو سفير/طایرځلاند

طایرځلاندمرحوم سعيد ګوهر دپښتو دښه ليكونكوپه صف كۍ دتخليق او تحقيق په هرو دواړو حوالو په سالمه پښتونخوا كې ديو معياري ليكوال په توګه پيژندګلو لري ، نظم او نثر دواړه دمرحوم دتخليقي وړتياودعظمت روښانه ثبوتونه دي، دپټې خزانې سره داختلاف باوجود څوك هم ددې دتحقيقي كارنامې نه انكار نه شي كولې او تخليقي نثر كې دمرحوم خواره واره تنقيدي مضامين اوتبصرې دمرحوم دتنقيدي شعور راز پ

05.03.2011 طاېر ځلاند

خالد پښتو دنوي غزل نوي غږ/ طایرځلاند

  خالد پښتو دنوي غزل نوی غږ طایرځلاند ښاغلى خالد پښتون په ځوانو ليکوالو کې او د نوي غزل نګارانو په صف کې د ((جدديت او پس جدديت))  د تحريک يوه داسې درنه او ژوندۍ نامه ده، چې د پښتو نوى غزل به پرې همېشه وياړي. دغه ښاغلي د خپل تنقيدي شعور او تخليقي صلاحيتونو پر بنياد، د پښتو نوي غزل ته ګڼ نوي جهتونه ورکړي دي. د غزل د فن په لاره يې که هر څو د غزل د کلاسيکي رواياتو لمن نيولې ده او د غزل

21.02.2011 طاېر ځلاند

خوشال بابا دغزل شاعر / طایرځلاند

خوشال بابا دغزل شاعر/ طایرځلاند   له روښانيانو نه وروسته، کله چې پښتو غزل ته خداى پاک د خوشحال خان خټک غوندې نابغه پېدا کړو، نو

07.02.2011 طاېر ځلاند

طایرځلاند

هرڅو که دبلينډه بدرۍ په اړه تر اوسه مختلف نظرونه دي او په خپله دهغې دوجود په اړه لوستونکي له وسوسو او ګمانونو سره مخ دي چې دبلينډه بدرۍ په نوم کومه ښځينه شاعره شته کنه ؟يا ددې ښځينه نوم دڅادر لاندې کوم نارينه دخپلو ستړو احساساتو ستوماني وباسي؟داهغه پوښتنه ده چې ترننه يې دلوستونکو په ذهن کې خوره تياره رڼا نه کړله،ځکه چې تراوسه خو يې نه کتاب چاپ شو او نه يې هم په کومه مشاعره کې ګډون کړی دی يواځې لوستونکي يې شعرونه دانټرنيټ په پاڼو کې ګوري،چې زه يې هم دنوم سره له همدې لارې بلد شوی

30.01.2011 طاېر ځلاند

ادب ، اودلوستونکيوپيد اکول؟

ادب ، اودلوستونکيوپيد اکول؟ طايرځلاند : کتابونه دانسان له ذهني کشمکش ،تلوسو، او شک نه په وجود کې راځي ، نوځکه به دکتاب ارزښت اواړتيا تر هغې وي ترکومه چې ديوټولنې په وګړو کې دشک ،  قوت او توان ژوندی وي داسې ښکاري په دې روستيو کې دانسان په ذهن باندې دبازاري شيانو اغېزه

21.12.2010 طاېر ځلاند

غزل ګو شاعر ، څوك ؟/طایرځلاند

غزل ګو شاعر ، څوك ؟ طایرځلاند كله چې  هم په شعر خبرې كيږي نو تاسې به هم دداسې ډيرو اصطلاحاتو سره مخ شوي يې ، چې  يا خو به مو دهغې داصطلاح په پټو معانيو سوچ نه وي كړى او راوړل شوې اصطلاح ته به مو په يو بابيز نْظر كتلي وي ، او كه سوچ مو پرې كړى هم وي نو دتوهم ديو نوي جهان سره به مخ شوي يې ، چې له دې جملې نه يوه هم دغزل ګو] او [ نظم ګو] اصطلاحات دي دغه دوه اصطلاحات چې هريو يې يو بشپړ شاليد لري زياتره وخت

03.11.2010 طاېر ځلاند

پښتو غزل په سرو تال کې

پښتو غزل په سرو تال کې ليکوال  طايرځلاند دمحفل ښايست په څه دى ؟  په نغمه يا په شراب ،       له شرابو مۍ توبه ده ،  زه مهي يم نغمه اب ، موسيقي دانساني سرشت او انسان روح دتسکين يوه فطري ذريعه ده په قدرتي توګه په ابشارونوکې د اوبو په شور کې خپله موسيقي ده . ددنسيم په نرمه او پسته هوا چې له پاڼو سره کله غاړه کيږي نو په هغې کې هم يو قسم خوشالۍ بښونکي اهنګ محسوس

18.10.2010 طاېر ځلاند

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more