خوشال بابا دغزل شاعر/ طایرځلاند
له روښانيانو نه وروسته، کله چې پښتو غزل ته خداى پاک د خوشحال خان خټک غوندې نابغه پېدا کړو، نو ډېر زر يې د فارسي غزل د مقابلې جوګه کړو، خوشحال بابا پښتو غزل ته هغه څه ورکړل، چې تر اوسه په پښتو غزل کې نه و، د پښتو غزل جولۍ کې يې ډېر ګلونه واچول.
پښتو غزل يې د معنوي پانګې له مخه ښه غني کړ، له ژوند سره تړلي ټول موضوعات يې د پښتو غزل په رباب نغمه نغمه او ټپه ټپه کړل. خوشحال بابا په لومړي ځل پښتو شاعرۍ ته مزاحمتي رنګ ورکړ:
اتفاق په پښتانه کې پېدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګرېوان پاره کا
په جهان د ننګياليو دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
پښتانه چې نور څه فکر کا نابود دي
بې له تورې خلاصى نشته په بل کار
خوشال بابا
خوشحال بابا تر ډېره حده پښتو غزل د فارسي غزل له رنګه رابېل کړ او تر ډېره حده يې د پښتو غزل "پس منظر" کې د يو پښتني چاپېريال او د پښتني فکر او مزاج روح غزونې کوي، چې دغه صفت بيا په نورو کلاسيک شاعرانو کې ډېر کم په نظر راځي،.خوشحال بابا يوازې پښتو غزل ته ځانګړى رنګ ورنکړ بلکې د پښتو غزل لمن يې ډېره پراخه کړه او هر رنګه موضوعات که عشقي دي، که اخلاقي، که د قامولۍ دي، که ديني، که د تصوف دي، يا فلسفيانه، جمالياتي دي او که نفسياتي، تاريخي دي او که د خپل دور مسايل دي دا او داسې نور ډېر موضوعات يې د پښتو غزل برخه جوړه کړه او په دې سر بېره د پښتو غزل فني اړخ ته يې هم پرمختګ ورکړ او شعري صنايع او بدايع يې په غزل کې په کار راوستل،.ځينې خلک په خوشال دا الزام لګوي، چې په خوشال کې شعريت نشته، خو که په دقيق نظر وليدل شي، نو د خوشال بابا غزل کې شعريت او تغزل له چا نه کم نه دى.دخوشال بابا غزل کې موسيقيت شته دی اوکه لومړی مونږ ځان ته دشعريت اوتغزل معيار وټاکو،چې شعريت څه ته وايي؟تغزل په غزل کې کومه ځانګړنه ده ؟اوله دې نه وروسته دخوشال بابا غزل ته مخه کړو نو په خپله به زماپر اند دداسې نظرترديدوکړدکوم په بنيادچې مونږ دخوشال بابا په غزل دشعريت اوتغزل دنشتوالي تورلګوو،دبېلګې په ډول به يې ديوغزل څو شعرونه به له تاسې سره شريکه کړم خوشال بابا وايي،
دسحرباده ګذرپه چمن بيا کړه
په چمن کې رنګارنګ ګلونه وا کړه
بې نياز څه خبر له نازه چې ناز څه وي ؟
ستا دسترګو بلا واخلم ناز پر ما کړه
ترکومه چې زه په شعريت او تغزل پوهيږم ،نو شعريت او تغزل دشعر او غزل هغه صفتونه دي چې دځنوشيانو په پآم کې نيولو سره يې غزل ياشعر له تغزل او شعريت نه برخمن کيږي ، لکه سړيتوب چې يووصف دی اوپه انسان کې دځينو ځانګړتياو له مخې منځ ته راځي، تردې چې کله مونږ هغه صفتونه په کومې مېرمن کې هم وګورو نو ورته وايو چې دسړيتوب کار دې وکړ، نو همدا ډول چې کله هغه توکي دکومو له پاللو اورعايت کولو نه شعريت اوتغزل په وجود کې راځي په پام کې ونيول شي ، نو شعريت او تغزل خپل په خپله پېدا شي ، زما پراند دلفظونو موزون جوړښت ، د ژبې سمه کارونه ،دفني اصولو رعايتول، په شعر کې تخيل،جذبه ،اوشعري صنايع په سمه توګه کارونه دشعريت او تغزل درامنځته کېدا سرچينې دي، اوکه دخوشال بابا غزل دپورتني معيار په تناظر کې ګورو نو داسې څه دي چې دخوشال بابا غزل يې له شعريته او تغزله محروم کړی دی؟ زما پر اند نه خو دخوشال بابا په ټوله غزليزه شاعرۍ کې دلفظونو جوړښت نه خو نامناسب دی ،اونه هم کومه ژبنۍ ستونزه لري، دفني اصولو روايت مونږ ته له خوشاله راپاتې دی ، له دغه پورتنيو شعرونو نه هم تاسې اندازه کولي شۍ چې دخوشال بابا غزل کې دتخيل څومره تازه ګي ده اوڅنګه ژوندۍ جذبه په کې غزونې کوي ،اوشعري صنايع هم دخوشال بابا په غزل کې يوه ښېګڼه ده چې له ډيرو کلاسيکي شاعرانو په غزل کې نشته ده ،نو ځکه دا خبره چې دخوشال بابا غزل تغزل او شعريت نه لري ماته له منطقه لرې ښکاري ،
که دنظم، که دنثر ، که دخط، دی
په پښتو ژبه مې حق دی بې حسابه
خوشال بابا