زنداني ادب
شېررحمان بېتاب
زړه مې غواړي چې د زندان دې عادي عسکر ته په دوه لاسي سلام وکړم. چا ته چې الماني قولي اردو په دوهم نړيوال جنګ (١٩٤٢) کې د يو خطرناک زنداني د نظارت وظيفه ور په غاړه کړې وه. هغه زنداني د اعدام خوني تر څنګ په يو ځاى کې دغه بندي د نازيانو استخباراتي ادارې "ګسټاپو" نيولى وو. هر وخت به ددې ادارې غړيو په ده جبر او تشدد کولو. ده عاطفي عسکر په بندي جبر نه شو زغملاى. د اسير سره يې په ډېره نرمه لهجه يو څو خبري وکړې. بندي ورڅخه يو پنسل او څه کاغذونه وغوښتل. عسکر ورته دا ضروري څېزونه ورسول. بيا ده اسير د کاغذونو توکړو د زندان د سختو ورځو شپو حالات او خيالات وليکل. د وخت په تيرېدو سره دا معرکة اراء اثر "پهانسي ګاټ سے چند ياداشتين" په نوم مشهور شو. دا بندي د "چيک" اديب "جوليس فيوچک" وو. دده سزا دا وه چې د خپل مورني وطن سره يې بې دريغه مينه وه. پر خپل هېواد يې د کوم ښکيلاکګر اشغال نه شو زغملاى. هغه د يو ژورنالست په توګه د المانيانو پر ضد ډېر څه ليکلي وو. له همدې کبله د "ګسټاپو" پر وړاندې ديوال وو او هغوى ورته رنګ رنګ تکليفونه ورکړل. فيوچک چې څه په زندان کې ليکلي دي هغه د المانيانو د وحشيانيه ظلمونو رښتوني انځورونه دي. چې د "چيکوسلواکيه" تر معصرې وروسته يې پر ولسي وګړو باندې کړې وو. پدې ليکونو کې يې که يو خوا فيوچک ځان رښتونى د قلم څښتن ثابت کړى ىدى، نو بلخوا يې د خپل پلارني ښار "پراګ" سره مينه هم اثبات ته رسولې ده. دايې ليکلي چې "ګسټاپو" هغه څنګه او کله بندي کړو، څنګه يې د اعدام تر پولې ورسولو او څومره جبر او تشدد يې ورباندې وشو. دا ټولې خبرې فيوچک په ډېرې زړورتيا، ښکلي او په رښتوني توګه وليکلې. دده د اثر لوستلو سره د لوستونکيو پر زړه کې د نزديکت احساس راپاريږي. نوموتلى دانشور او ترقي پسند اديب هاورډ فاسټ وايې"چې د فيوچک دغو يادښتونو په رښتوني توګه د هغه جرس په څېر کار ورکړو چې اروپا بلکې ګردې نړۍ کې يې ددې پېغام انګازې خورې شوې چې د کوم قوت سره يو ظالم ظلم کوي،نو ددې نه زيات زور او قوت سره ددې ظلم غندنه هم کېداى شي. دا بغاوت د جبر او تشدد پر ضد ولس ته يو شعور ورکوي. هارډورډ وايې چې فيوچک المانيانو ووژلو مګر داسې اديبان کله هم نه مري. داسې کسان هغه چاته چې ځان وژلو ته تيار او اماده وي هغوى ته د ژوند کولو سليقه او د ژوند سره د مينې لارښوونه کوي. که د فيوچک ښکلې ځواني قرباني شوه مګر دده د زندان يادښتونه ژوندي دي، او ژوندي به وي. د هارډ ورډ په وينا فيوچک خلکو ته دا وايې چې د ضمير جنګ څه وي، او په دې ډګر کې څنګه جنګ پکار دى. "
که د فيوچک په څېر د زنداني اديبانو جاج وخستل شي نو په نړۍ کې نورو زنداني اديبانو هم ليک کړى دى او ډېر يې ښه کړى دى. لکه اندريف، داريوفو، ناظم حکمت، فيض احمد فيض، اجمل حټک او نور لوى نومونه هم شته.
دا خبره رښتيا ده چې په بند کې ليکل شوي تخليق ته ډېر مقبوليت او شهرت ور په برخه کېږي. والې چې دې کې رښتوني انځورګري شوي وي. مونږ اکثر ګورو چې يو جابر رهبر په کوم نيت خپل سياسي مخالفين په بنديخانو کې ساتي، او بد ترين تشدد ورباندې کوي.د دوى په هر حرکت باندې نظر ساتي دا يې کوښښ وي چې دې خلکو ته په تکليفونو رسولو سره به د دوى اوازونه خاموش پاتې شي ضمير به يې مړ شي. په رښتوني توګه په داسې تخليقونو کې مونږ د تاريخ هغه تياره ګوډونه لولو چې د هغې ذکر نه يو مورخ هم ځان خلاصوي مګر دا هغه ليکونه وي چې ددې پواسطه مونږ ته د يو امير وحشي څېره راښايي. دا هم مونږ ته ښآيي چې هغه وحشي امير د سياسي مخالفينو نه څنګه خپل غچ اخلي. هغوى ته په خپلو عدالتونو ( محکمو ) کې څنګه سزاګانې ورکوي. يا خو يې غرغره کړي او يا ورته بدترين غذابونه ورکړي. رښتيا خبره داده چې په زنداني ادب کې خو ليکوال له خلکو هېر شي کوم ليکوال چې په بنديخانو او اسير خانو کې وژلاى شوى وي، مګر دده ليکونه خاموش نه پاتېږي او د خپل دور ظالمان او جابران بې حجابه کوي. دلته يوه زړه راښکونکې خبره داده چې ددې ليکونو ليکوال مونږ ته د يو اتل او قهرمان په څېر وي او زمونږ ډېرې عاطفې دده سره شريکې وي.دده صورت په رښتوني توګه زمونږ خپل وجود وي،هغه چې کله د ظالمانو پر ضد غږ پورته کوي نو په رښتيا دا زمونږ اکتهارسس وي. او داسې ښکاري لکه څنګه چې مونږ خبرې کوو. ډېر ايراني منصفان منيري ورونه "منيرى برادران" څوک چې د شاه د دولت پر وخت د سياسي نظريو پر خاطر په ايران کې بندي کړاى شول. هغوى د بند ددې دور يادښتونه په دريو جلا جلدونو کې يو ساده حقيقت (ايک ساده سا سچ) په لړليک سره چاپ کړل په ١٩٩٨ کې الماني ژبې ته هم وژباړل شول. ويل کېږي کله چې په زندان کې په ليک او تخليق بنديز ولګېږي او د قلم څښتنانو نه قلم ضبط شي نو بيا شاعران او اديبان په ديوالونو انځورونه جوړوي. د پرواز کوونکو يا الوتونکو مرغانو عکسونه چې ددې پرواز په رښتوني توګه د ليکوونکي ازادي سره مينه ښايي. منيري وروڼه وايې چې زمونږ په څېر نورو پنځوونکو ته هم په زندان کې د ليک اجازه نه وه. زمونږ نظمونه، افساني، ډرامې ضايع شوې. نو مونږ خپل افکار له ازاديدو نه وروسته په ښه توګه وليکل که چېرته جاج واخستلاى شي نو زنداني ادب مونږ دغه درس راکوي چې ددې تخليقکار د جوليس فيوچک غوندې خو غرغره شي مګر دده ليکوونه په استمراري توګه احتجاج کوي. چيغې وهي، په اميرانو او ظالمانو باندې برى مومي. دا ليکونه هغه اميران په تاريخي توګه رسوا کوي. ددې ليکونو پواسطه خلک د ازادۍ او د سياست دښمنانو نه کرکه او نفرت کوي.او دې خبرې ته چمتو دي چې داسې وحشي خلک ايينده چرته ظاهر نه شي او ددوى دپاره دې څه رنګ سزا وټاکل شي.