((هغه وخت او داوخت))

دا په ما څه وشول دا زه ولې بدل شوم دومره                         

دا په ما څه وشول دا زه ولې بدل شوم دومره   

زه خو دکلي دجرګو دمرکو سړی وم

زما دکلي بنډارونه به اباد و په ما

زه دخپل کلي دزلميانو دزړګي سړی وم

دډيرو ژڼو دژوندون کیسې له ماسره وې

دکلي ډيرو نازنينو پېغلو

زما خوبونه لېدل

ښې راته يادې دي دکلي دڅو کالو کیسې

ديو څو پېغلو دلاسونو دسمالونه . ښېښي

ديو څو وچو مقدسو شونډو

څو مقدس لفظونه

خو هغه وخت زما معيار بدل و

وه زما لاربدله

اخ خدایه څه وشول دا زه ولې بدل شوم دومره

دچا دوه سترګو لره

ما ولې ځان بدل کړ

ماخپل جهان بدل کړ

ماچې دچا دسترګو نور غوښتلو

هغې زما له سترګو نور واخيسته

اوس زه دژوند په ډګر

داسې شېبې تېروم

چې دماضي دتېر موسم پسې ارمان راغی