قلندر مومند ته

لیکوال :    نجیب منلی

سپکه بڼکه چې په باد پورته شي

 اوړي را اوړي په هوا کې ناڅي

په دې امید چې به دلمر له کاسې

ورته کوم څاڅکی درڼا وڅاڅي

خو چې باد غلی شي بڼکه هم په ځمکه پرېوځي

دارزو ګانو موچۍ وپاريږي

نو دسپوږمۍ  دپلوشو په پړو

مين ديار غېږې ته ورسيږي

خو چې له ونې پانې  لويږي دا رسۍ وشلوي

شاعره ته چې دژوندون په لار کې

داسې بې باکه ښه یاران داووې

لاهم دجنګ په خونړي ډګر کې

هغه دلارې رفیقان یادوې

شاعره ستا هره سندره ژوند دی

درڼآ لښکر هم ستا په پل قدم ږدي

ته يو زېری دسبا دانقلاب يې

په دې څه که درقيب دسترګو خار شوې

ای شاعره چې دیار دبڼ ګلاب يې

شاعره ته يې چې نمرود سره تکرار کې خوښ يې

شاعره ځه انسانیت له پاره

دروڼ  سبا دموسکا زېری لیکه

دا دتيارو قصرونه ونړوه

مونږ ته دنوې رڼا زېری لیکه

دولس سترګو ته يو ځل کبريايي وښيه

خو  

ای دپښتو ادب ځلانده لمره

ای قلندره دادب سلطانه

دتا شعرونه لارښونکي ستوري

ای دپښتون دهيلو ډک اسمانه

ها دبڼکو پلوشو مثال راياد کړه يوځل

داخو منم چې پسرلي کې باغ ته

څوک دکوڅې مړاوی ګلاب نه لېږي

دستورو ډک اسمان لمنې ته څوک

هسې مړ ژواندی خړ شهاب نه لېږي

زه نور څه نه لرم ده شنه پاڼه سوغات د درويش

زما خوارۍ ته په اغماض وګوره

د ارادت دغه پېغام ومنه

شاعره ستا دې په خپل شان قسم وي

دنااشنا شاګرد سلام ومنه

درڼا څاڅکي په بڼکه باندې وڅڅوه

په خوار مين باندې د وړانګو طناب مه لنډوه