طایرځلاند
دنوي نقد سالار ايليت د نقد دارزښت په اړه دا یوه جمله بسنه کوي چې وايي (نقد دادب روح دی ) له دې ور اخوا په دې اړه ویل بې له تشریحاتو زما په خيال کومه بنیادي مسله راپورته کېدلی نه شي ، ایليټ په دې یوه جملې سره په کوزه کې سمندر بند کړی په ځای دددې چې اوس مونږ دنقد په ارزښت کتابونه ولیکو دا یوه جمله زما په خیال د نقد دارزښت ټول رازونه راته راښکاره کوي ، خو زه غواړم نن د مجلسي نقد په اړه وغږېږم
دشلمې پېړۍ له نیمايي نه لګ وړاندې دپښتنو په سيمه دادبي شعور دخورېدو څرکونه تر پخوا زیات روښانه دي او دهغه ادبي شعور ګټه دا وه چې په دپښتنو په منځ کې ادبي ناستو ته ضمينه برابره شوله او په لیکوالو کې ديو ځای دراټولېدلو يو سوچ پېدا شو ، په دې ناستو کې به مشاعرې کېدلې غزلې به اورېدل کېدلې نظمونه به اورېدل کېدل خوددې انجمونو يوه ځانګړتیا بیا دا هم وه چې په مسلسله توګه به يې اونیزې او پنځلس ورځنۍ ادبي ناستې کولې او دې ناستو ته به يې یو نوم هم ورکولو لکه (ولسي ادبي جرګه ) او داسې نور ددې ادبي جرګو د اونیزو یا نوبتي غونډو بڼه څه په دې ډول وه چې یو لیکوال به خپل نثر یا نظم نقد ته وړاندې کوه او بیا به ددې ناستې هر يو ګډونوال دمشر په اجازه په دې شعر خپل نظر ورکوه چې په دې لړ کې به د لیکوال د لیک توصیف هم کېدلو او نقایص به يې هم ورپه ګوته کېدل
له دې ور اخوا به زیاتره په داسې ادبي ناستو کې په موضوعاتو بحثونه او مذاکرې کېدلې چې هغه به بیا تر ټولو ارزښتمن کار و زمونږ په پښتو ادبياتو کې دا ډول نقد په مجلسي نقد شهرت پېدا کړ او وجه یې دا وه چې په دې ډول نقد کې به ټو ل حاضر مجلس ګډون کاوه
خواصل خبره اوس داده چې ددا ډول نقد ارزښت او اړتيا په څه کې ده ولې ارزښت لري او لرې ورته زمونږ ادبیات اړتیا لري اخر داسې کومه خوبي ده په دې ډول نقد کې چې باید لیکوال ورته پام وکړي ؟
له خوبيو خو یې باید ووایم چې چونکې په یوه غونډه کې چې ۲۰ یا له دې زیات لیکوال سره راټول وي او هغوي دیو اثر یا دیوې ادبي موضوع په اړه خپل نظرونه دعلمي او معقولو دلایلو سره وړاندې کوي ښکاره خبره ده چې هلته به دنويو تنقيدي رويو سرچينه وجود مومي ، او امکان لري چې د وخت په تېرېدو سره لیکوال یا دمجلسي نقد ګډونوال خپل نظرونه سره راټول کړي او دراتلونکې دپاره دنقد يوه ښه نظريه رامنځته کړلی شي .
په مجلسي نقد کې دګډونوال قضاوتونه تر ډيره عملي وي او په حقایقو ولاړ وي او دنقد دپاره تر ټولو ښه بنیاد هم دادی چې باید په حقايقو ولاړ وي او عملي بڼه ولري او مجلسي نقد دا چاره پر مخ وړي ځکه چې که په مجلس کې يو ګډونوال دکوم اثر یاموضوع په اړه له قیاسه لرې نظر ورکړي نو بل ګډونوال دهغه پر نظر ورکوي او له هغه زیات موجه دلایل وړاندې کوي ، له همدې ویرې په مجلسي نقد کې ګدونوال هڅه کوي او ځان ژغوري چې بې ځایه قضاوت ونه کړي
که څه هم مونږ نن سبا هم دا ډول ټولنې لرو او دا ډول ناستې شته دی اما هغه کار چې ترې واخیستلی شي نه ترسره کيږي ځکه چې زمونږ په ادبي فرهنګ باندې د شخصيت پرستۍ اوبا راغلې ده ، ددا ډول غونډو ګډونوال چې زه نن سبا ګورم نو تر ډيره يې په خوله مهر وهلی وي او وایې چې شیخ فريده پټه خوله دې بهتري ده ددا ډول خلکو په اړه زه په شخصي توګه دوه نظره لرم چې یا خو دوي بې چاره ګان د وینا له پاره څه لري نه او يا یې که لري د مصلحت له مخې او له دې کبله چې وړاندې ترې کوم (استاد) وینا وکړله نو ځان ته جواز نه ورکوي چې پر وړاندې يې څه ووايي
زه خو وایم دا دواړه ډوله خلک باید په داسې ادبي ناستو کې چې مقصد يې دادب پرمختګ او دعلمي ظرفیتونو لوړول وي پرې نه ښودل شي ځکه چې ادب هرڅه برداشت کولی شي خو منافقت او مصلحت دادب په لمن کې نه ځايږي
ماسره دولسي ادبي جرګې يو شمېر چاپ رودادونه دي څو څو ځل مې ولوستل او چې هر ځل يې لولم نو فکر کوم چې په دې مجلسونو کې زمونږ دنقد څومره غټه خزانه پټه پاتې ده
که د مجلسي نقد دا زخیره سره راټوله اومنظمه کړلی شي نو زمونږ دنقد دپاره يو قوي بنیاد ګرځېدلی شي همدا ډول دافغان ادبي بهیر یو شمېر پخواني رودادونه همداسې در واخله د ساهو لیکونکو مرکې ، دکواټ دساهو لیکونکو، دګډوالۍ پر مهال دافغانانو ديو فعالې ټولنې ، پښتو ټولنې ننګرهار رودادونه که ولوستلی شي نو زه په دې باوري یم چې ډيرې نوې خواوې به دادب لوستونکو ته په لاس ور شي . په کابل کې میشتي پیاوړي لیکوال نن سبا له ادبي جمود نه ګیله کوي او په حقه دي ځکه چې په تېرو لسو کالونو کې داسې یوه مرجعې په بشپړه مانا پېدا نه شوله چې مجلسي نقد پکې وشي ، او دمجلسي نقد ګټه همدا ده چې ادبي جمود ماتوي او هرچاته د اظهار قوت ورکوی ، ظرفيتونه روزي او دنقد زغم په لیکوالو کې زیاتوي او په ادب کې مصلحتي رويې له منځه وړي ، هرکله چې نن سبا دا هرڅه شته دی نو ضرورت دهمداسې ناستو دی چې د ذهني جمود له تورې بلا مو خلاص کړلی شي
۲۴ـ۱۲ـ۱۲کابل