په بحراني حالاتو کې د لیکوال مسولیت

طایرځلاند

دشاعر او لیکوال په اړه مې ډير زیات اورېدلي دي چې د ټولنې سترګې دي ، دقوم دلاس امساده او دورکو شويو قافلو د لارې رڼا ده خو کله کله مې په دې ټولو خبرو شک شي چې ګوندې ریښتیا به داسې نه وي

په حقیقت کې شاعر او لیکوال په يوه ټولنه کې اهم افراد شمېر ل کيږي او ديو تمدن اساسي برخه جوړوي ، دیو کلتور ريښتي هندارې او استازي دي خو دا ټول منصبونه داسې هم نه دي چې خوشې په خوشې دې شاعر او لیکوال ته ورکړلی شي ددې دپاره يو شمېر شرايط په پام کې نیولی شوي دي ، نو چې داسې ده اوس زمونږ کار اسانه شو او دا د تمیز کرښه را ښکلی شو چې نه خو هر شاعر او هر لیکوال د ټولنې سترګې دي او نه یې هم دلاس امسا ده او که هر شاعر بې له زحمته ځانته دا منصب ورکوي نو زه ورته مشوره ورکوم چې د رڼا ورځې خوبونه دې نه ګوري

زه هغه شاعر او لیکوال ته د ټولنې سترګې وایم چې د ټولنې په درد دوا کيږي د ټولنې له ستونزو خبر وي او د ټولنې مسولیتونه وپيژني که داسې يو لیکوال ځانته د ټولنې سترګې ووايي نو يوه خبره ځکه چې د ټولنې دبدن د سترګو کار يې ترسره کړی دی خو په اوسنيو حالاتو کې آيا زمونږ لیکوالې طبقې خپل مسوليتونه ادا کړي دي ؟

او که مسولیتونه یې ترسره کړي نو ولې بدلون په نظر نه راځي ؟

په پښتني ټولنه باندې له تېرو لسو کالونو یو داسې کړکیچن بحران خپل څادر خور کړی دی چې دپښتني ټولنې ساه یې تنګه کړې ده او ورځ په ورځ د انتشار په لور روانه ده ، که یو خوا د جګړې څخه په مستقیمه توګه اغېزمن کيږي او شوي دي نو بل خوا د رواني جګرې برخه هم ګرځېدلي دي او دې ټولو کشالو تر زیاتې کچې پښتون اولس په ذهني توګه مفلوج کړی دی او دمسایلو د پايلو د تحلیل او تجزیې وروسته پاتې دي .

همدا وجه ده چې په دې سيمه روانه سیاسي کشاله ورځ تر بلې بغرنجه کيږي او ټولنیز اساسات را نړوي ، دترهګرۍ په نوم روانه جګړه هغه څه دی چې دلته یې بحران ته لاره هواره کړې ده او سیاسي ثبات یې له منځه وړی دی او چې کله په يوه سيمه کې سیاسي ثبات نه وي نو هلته ټولنیز ثبات هم له منځه ځي

ځکه چې دسیاست لومړۍ اغېزې په خلکو وي او بیا په نورو اساساتو همدا وجه ده چې هغه ډلې چې په جنګ کې ښکېلې دي له هغوي څخه زیات عام خلک د بد مرغيو سره مخ دي او کړيږي

زمونږ لیکوال ، شاعر او ادیب داهرڅه په خلاصو سترګو ګوري خو پوښتنه دا ده چې زمونږ ددې قام سترګو دقام دپاره کوم خوبونه لیدلي دي او تر کومه يې ددوي غږ پورته کړی دی یواځې په شعر کې نه بلکې دیو لیکوال په حیث یې ددې ولس کومه ستونزه په نړيواله کچه وړاندې کړې ده ؟

هان یو شمېر ملګري به دا وايي چې شته داسې لیکوال چې هغه ددې ولس په درد درديږي او ددوي ستونزې او مسایل ښکاره کوي خو بیاهم دا پوښتنه په خپل ځای پاتې کيږي چې ولې يې تر اوسه رنګ رانه وړه ، ولې اوس هم زمونږ ولس په ذهني توګه وروسته پاتې شو او له حقایقو څخه بې خبره ژوند کوي ؟

په هندوستان کې د انګلیس په وړاندې د سرسيد احمد خان تحریک ولې اغېزمن ثابت شو ، هم هغه وختونو ته نږدې ولې دخداي خدمتګارو خوځښت کامیاب او اغېزمن و او یاهم د سراج الاخبار په شکل کې ولې دهغه وخت دیوشمېر لیکوالو خوځښتونه اغېزمن و ؟مونږ چې کله په دې خوځښتونو څېړنه کوو نو دا خبره جوتيږي چې هغوي يو فکري وحدت او روښانه دريځ درلود بلکې هغوي ډلو مشترګ اقدار درلود او دهغې له مخې یې مبارزه کوله او مبارزه یې هم اغېزمنه وه .

نو نن دې زمونږ لیکوال له ځانه سره سوچ وکړي چې په ريښتیا هم ټولنه او قوم ماته خپله سترګې وايي او که زه يې په زوره پرې منم چې زه دخپلې ټولنې سترګې او دلاس امسایم

که زمونږ لیکوال دا تمه لري چې په ریښتیا دې ددې ټولنې سترګې او دلاس امسا شي نو ورته پکار ده چې په شعوري توګه يې دمسایلو دحل دپاره مټې را ونغاړي او يو ډلییز حرکت دې شروع کړي انفرادي هڅې که څه هم مهمې دي خو تر څو چې ډلیزې هڅې نه وي ځای نه نیسي

زمونږ زیات شمېر لیکوال په انفرادي توګه ډير ښه کار کوي او دذهنونو په روښانه کولو او دروانو بحراني حالتونو په اړه خپل مسولیت پر مخ وړي اما ددې دپاره يو چوکاټ پکار دی او بیاهم تکراروم چې یو ډلیيز حرکت ته ضرورت دی او فکري حرکت لره

همدا مهال په افغانستان کې د مزدورانو ټولنې شته دی ، دهنرمندانو ټولنې شته دی ، د سلمانیانو ټولنې او اتحاديې شته دی چې خپل مسولیتونه پر مخ وړي اما يو لیکوال ادیب او شاعر دی چې بې مهاره روان دی او په خپل زړه چليږي او درڼا ورځې خوبونه ويني

زما په نظر باندې که دیو فکري حرکت په توګه زمونږ لیکواله طبقه رامخکې شي نو دا خبره هم امکان لري چې زمونږ د لیکوال د رڼا ورځې خوب دې هم تعبیر ورکړي

او که داسې ونه کړي نو په تاریخ کې به لیکل شوي وي چې دیویشتمې پېړۍ دلومړي لسيزو لیکوالو خپل مسولیتونه هم نه پيژندل او نه یې کوم اغېزمن ګامونه پورته کړي دي او دا به زمونږ دپاره په تاریخ کې تر ټولو ستر پېغور وي

23ـ12ـ2012کابل