يو هغه شاعران دي، چې يواځې تخيلي انځورونه پنځوي. خو يو شمير نور تخيل جوهر ګڼي خو د معنويت په رنګ کې يې رنګوي. ښايي  توري مي اړولي را اړولي وي . ګنې خبر هماغه زړه او سوليدلې ده، چې ادب د ادب لپاره، که ادب د ژوند لپاره. دشعر لپاره تخيل اړين دی؟ که تفکر؟ که د ځوا ب هڅه کوو. نو دا به منو چې تخيل مخکې دی. خو داخبره هم رښتيا ده، چې د تفکر له نشتوالي سره  هيڅ لوی شاعر لوی نه دی منل شوی. زموږ  کلاسيکو لومړی علوم فنون زده کړي و او بيا يې شاعرۍ ته لاس اچولی وو.خو اوس مهال دشعر ويلو لپاره پوهه ډيره اړينه نه بلل کيږي او چې کوم شاعران پوهيږي ، له هغو نه ګڼ شميريې نه پوهيږي، چې پوهه څنګه په شاعرۍ کې وکاروي چې هم يې هنريت زخمي نه شي او هم يې يو اضافي خو شاعرانه فکر ولري.
طاير ځلاند يو داسې زلمی دی چې هم يې ادبي پوهه موندلې او هم يې خپلې شاعرۍ ته د تفکر رنګ وکړی دی.او دا هغه څه دي چې د پښتو شعر په زلمي بهير کې يې لږ څرک تر ستر ګو کيږي. يو بيت يې را اخلو:
نيست خو نه يې خو په هست کې دې ګومان دی
ځان را وپيژنه څه يې کا ئيناته
کا ئينات مخاطب کول او په ډيره تنده ترې دا پوښتنه کول ، چې ته څه يي يوه داسې پوښتنه ده، چې فلسفانيه ذهنونه تخنوي. د بيت په لومړۍ مسره کې وايي:
نيست خو نه يې خو په هست کې دې ګومان دی. عام خلک خو په رښتيا هم کائينات حقيقت ګڼي، خو دا چې شاعر په کې شک کوي، موضوع ته فلسفيانه ليد لوری بښي. افلاطون به ويل، چې  ريښتونی جهان د مثال عالم دی او دا چې موږ يې احساسو ريښتونی نه دی. د ايډياليزم  دفلسفې ورستيو لارويانو هم د کائيناتو پر ځينو صفاتو شک کړی دی. د ايډياليزم دفلسفې يو ډول (( هرڅه زه يم)) نو ميږي. د دې نظرې پلويان يواځې فکر کوونکی ذات دی او دهغه تصورات ريښتوني ګڼي  او نور کائينات ورته د همغه ذات خوب و خيال ښکاري.

علامه اقبال د دغې فلسفې کلي پايله په يوه بيت کې داسې نغاړي:
اين جهان  چيست صنم خانه پندار من است
جلوه روی او ګرو ديدۀ بيدار من است
اوس چې خبره د کائيناتو پر چور ليز چورلي، پر دې اړه به د ښاغلي ځلاند يو بل بيت هم راواخلو:

کله زه د کائيناتو يوه زره شم

کله وايم چې وړوکی کائينات دی
 ريښتيا خبره ده که يواځې زموږ  ستور ټيلز په پام کې وي، تر ذرې ډير څه نه بريښي او دا خدای (ج)  ته معلومه ده، چې په ټولو کائيناتو کې به زموږ حيثيت څه وي ، خو دويمه مسره شوخ فلسفيانه رنګ لري او هغه دا چې انسان يې، يا ځان يې تر کائيناتو ستر بللی دی. او په مانا کې همداسې بريښي. حمزه با با په تنکي زلميتوب کې زما پام دې خبرې ته ور اړولی و، چې په کائيناتو کې کوم عناصر دي هغه ټول په لږ ه يا ډيره کچه د انسان په وجود کې شته  او همدغه يې لامل دی چې انسان ټول کائينات پيژني او پرې لاس بری کيږي.
د ښاغلي ځلاند په شاعرۍ کې د بيلا بيلو فلسفو څرکونه تر ستر ګو کيږي. د وجوديت  د فلسفې منونکي وايي  چې انسان تعريف نه لري او  هغه پر دې بنسټ چې  وايي انسان دا نه دی چې دی، بلکې انسان هغه دی چې کيدای شي. پر دې بنسټ مونږ چې هر ځل له ځان سره مخامخ کيږو ، له يوه نوي انسان سره مخامخ کيږو . زه د ښاغلي ځلاند په دغه بيت کې ورته کيفيت وينم.

په يوه نوي کيفيت باندې بيا مست يم

نن مي ځان سره بيا نوی ملاقات دی

د ښکلا پيژندنې نظريې هم د آيډ ياليسټو فيلسو فانو په اند موضوعي يا ذهني دی. دغه ډله کسان وايي، چې ښکلا د اشياوُ صفت نه دی، بلکې د کتونکي په ستر ګو او  اروا پوهنه کې دی. شاعران چې دغه راز افکار بيانوي، موخه يې فلسفه نه وي، بلکې ښکلا پنځوي. او بايد چې په پټو سترګو بيان کړې فلسفه د ليکوال فلسفه ونه ګڼل شي. ښاغلي ځلاند هم دمحبوب جمال خپل خوب او خيال ګڼي.

زما سترګي ستا جمال دی، خو ب او خيال دی

دا منظر دکوم يو کال دی، خوب او خيال دی
 د ژوند په اړه هم د ښاغلي ځلاند اند فلسفيانه بريښي او هغه ځکه چې د بقا د لارې هوس يې بللی دی. يو شمېر لکه بودا  ژوند رنځ بولي او ځينې يې د روحانيت په مخ کې پرده بولي. يو شمير نور  خو يې يوه پيښه بولي چې ګواکې انسان په تصادفي توګه ژوند موندلی او د مادي بدن له انتشار سره يې روح هم منتشر کيږي  خو مونږ مئينان به لکه د رحمان بابا هم دا وايو:
ښه ده ښه ده دا دنيا
چې توښه ده د عقبا
هو تر مادي ژونده وروسته روحونه ارتقاء کوي او خدای (ج) ته د ورتلو په سفر کې انسان يو منزل مخکې ځي. او دا کېسه له همدې ژونده پيل شوې ده او همدغه يې ارزښت دی. ښاغلي ځلاند وايي:
داسې نه چې په مثل خاک او خس دی
ژوند خو خپله د بقا د لار هوس دی
ښاغلی ځلاند کله کله د فلسفې تر څنګ د اروا پوهنې پر لور مخه کوي. مينه څنګه پيليږي ، سره وګوري او بيا دغه دوه عام انسانان د يو بل په اړه فکر پيل کړي او يو بل دومره ښکلي کړي، چې  په بل  چا کې داسې ښکلا نه ويني. بيا چې دا انسان کله ډير ډير وګوري، نو لږ وخت پيدا کوي چې تصوير يې د پخوا په څېر ښکلی کړي. د بيلتون تجربه په کار ده، چې مئين ته  دمحبوب په تصور کې د ډوبيدو وخت ورکړي. ښاغلی ځلاند وايي:
د هجران د تجربې لپاره ګرانه
يو څه وخت زړه صبر وو له ملاقاته
ښاغلي ځلاند ته د ټولنې اروا پوهنه هم څرګنده ده، په هر انسان کې د نرګسيت څه ناڅه ماده شته او پرځان مئين وي، خو زموږ په ټولنه کې خبره بل راز ده.  ډير ځله نا پوهي د دې لامل کيږي، چې هر څوک دې خپل ګاڼی من و ګڼي. څومره چې انسان په کائيناتو کې ورکيږي، نو خپل ارزښت ورته لږ ښکاره کيږي. ښاغلی ځلاند پر خپله ټولنه طنز کوي او وايي دا خلک دومره خود پرسته شوي که ائينې ورته کېښودل شي، د ځانونو ننداره به يې د ژوند مشغولا شي، بيت دی:
ائينې که د دې ښار کو څو کې کيږدم
نو اخته به خلک طايره پر خپل ځان شي
 لږ به نور هم په ټولنه  کې پاتې شم. عجيبه ده دافغانستان  غميزه هم عجيبه ده. يوې ډلې چې په يوه مهال کې ښکلا ګانې او سپرلي قتل کړي دي، دبشريت پر حقونو يې پښې ايښې دي. اوس چې د چا په پښه اغزی لاړ شي، نو دوی لاريون کوي. چې دارنګه کېسې اورې نو هيله به دې پيدا شي، چې دښاغلي ځلاند په دې شعر سره ځواب ورکړې:
چيرته و هغه وخت ښکلا باندې مينه خلک
چې په رڼا ورځې ګلونه قتليده طايره
موږ  په جګړو کې ډير څه له لاسه ورکړل ،خو هغه دحمزا بابا خبره:
(( شي ضرورت د جمعيت له انتشاره سره))  هو وايي، که کور مې وسوځيده نو ديوالونه يې پاخه شول. د جګړو درې لسيزې د پښتو ادب د ارتقالسيزې هم دي. دغه زلمي چې دپښتو ادب د بيړۍ پارو يې لاسونو ته سپارل شوی دی، هڅه به کوي چې دا بيړۍ تر منزل مقصوده ورسوي. د حسن اختتام په هيله همدا موضوع  او د ښاغلي ځلاند بيت چې وايي:
وخت که هر څو ورباندې خپلې مرثيې ليکلې
ما کړه  د زړه خونه دا ستا په تصويرنو ښکلې