ښاغلی ځلاند |
هسې د ښې شاعرې د پاره ډیرې اړتیاوي او میعارونه دې چې باید شاعر یې پوره کړي، خو په اروا پوهنه پوهیدل ورته زما له نظر یو له ډیرو اړینو توکو څخه دى، ځکه د هر انسان عقلي زندګي درې اړخه لري: پوهېدل، احساس كول او اراده (چې د يوعمل د اجرا لپاره وي) او شاعرې تر ډېره بریده د همدې دریو توکو په سمه پوهېدنه او استعمال ښکلي کیږي.
په شاعرې كې موږ د ژوند د (پوهېدلو) په اړخ غږېږو، د ژوند د بد لونونو، تکلیفونو، غمونو، خوښیو، مینې او احساساتو څخه خبرې کوو.
د ارواپوهانو په نظر پوهېدنه داسې نه ده لكه د عامو وګړيو په نظر چې وي. په حقيقت كې د دوى د نظر پوهېدنه (خبرتيا) ته پوهنه وایې.
د ژوند په هره شېبه كې مختلف شيان زموږ په مغزو فشار واردوي چې بيا هغه زموږ د پام وړګرځي. څوك چې بې هوښه او ياهم ويده وي هېڅ خبرتيا نه لري او په زرګونو شيان چې د اورېدني، ليدنې او يا د پام وړ وي او د ده په شاوخوا كې موجود وي په نوموړي كس هېڅ اغېز نه لري او هېڅ ډول غبرګون يې په مقابل كې نه ښكاره كوي.ځکه خو د طایر ځلاند (شاعر) داسې نه ده، هغه له خپلو ټولو حسونو څخه د پوهې او د پنځ د پاره کار اخیستى او په شاعرې کې يې د اروايې حالاتو انځورونې، شخصیت جوړونې، د فکر کولو فن او د فکر نه کولو فن، اندېښنه، اضطراب او داسې نورو حالاتو ته پام کړى، چې د ځلاند صیب د پوهې په کچه او لوړوالي دلالت کوي.
طایر ځلاند خپل چاپیریال، خپل روان او اروا د خپلې پوهې او اروایې کیفیت تابع ګرځولې ده. هغه د ژوند نا خوالي، انساني شخصیت د ودې او د فکر د ودې په وړاندې خنډونه او خوځښتونه شاعرانه کړي. هغه د ډیرو نورو پښتنو شاعرانو سره په توپیر ډېر اندروني کیفیات، اروایي حالات ( د ځان او ټولنې ) شاعرانه کړي دي.
د مثال په توګه ځلاند صیب د شخصیت جوړونې ټولو اړخونو ته د غزل په تنګ او نازک چوکاټ کې پام کړى، د انسانې شخصیت وده چې د انسان په اروايي حالت پورې تر ډیره بریده تړاو لري او درې مهمې ځانګړنې شوق، باور او لید لوري ته اړتیا لري،دغه درې واړه ځانګړنې يې په ډیر ښکلي انداز سره د شعر په ګاڼه پسوللې دي:
لید لوری :
مدام د بل څېرې ته خپل نظر کې ځای ورکوي
هسې په هسې ایېنو ته استقبال نه کېږي
شوق او د فکر کولو توان:
هلته وجود د تور تمونو هیڅ امکا نه لري
چرته طایره! چې فرکونه او دماغ بلیږي
په ځان باور:
ستوری به نیم ، یم به کاڼی دا سمان دلمن
رانه وړل ځان سره که مانن درڼا خوبونه
-
طایره ! نور به د احساس رڼا کې سا اخلمه
ستړي مزل ته به تر څو وي د ډیوې ضرورت
==
دا مې کمال و چې د مرګ په سپینه لار ژوندی شوم
د بودا بوت وم د وختونو په ګوزار ژوندی شوم
د مرګ دا واړه فرښتې مې بیا وژلی نه شي
خو که یوځل چرته په شونډو د خپل یار ژوندی شوم
انسان د ودې او پرمختګ د پاره کار ته اړتیا لري، کار دی چې د یو تکړه او کمزوري انسان ترمنځ تفکیک پرې کیدایشي، کار د خیال پنځول هم دي او د خیالاتو عملي کول هم دي ، کار دی چې د انسانو د شخصیتونو توپیر پري کیږي ، شخصیتونو د هغوى د کار له مخې پیژندل کیږي او کار دى چې د شخصیت د پاره معيار جوړوي ، په همدې دواړو اړخونو طایر غږیدلي :
د ستړو ارماننو وجودونه مو په شا دي
ژوندي به شي ملګرو، بس روحونه ورته راوړئ
ایېنې ! تا نه که د حق وینا کمال پاتې شي
خدایږو د وخت نه به جلال او نه جما ل پاتې شي
د کار سره د انسان ژوند تلپاتې کیږي، موږ د نړۍ هغه ټول میړنې تر اوسه یادوه چې له موږ په سلونو کلونه دمخه یې ژوند کاوه، هغوى زموږ په ارواو، خبرو او خیالونو کې ژوندي دي .
كانـت ( پیژندل شوي الماني فیلسوف) پخپل وخت کې تر بل هر چا زيات په كار كې بريالي و او داسې ويلي کیږي چې پخپل وجود يې په كامله توګه تسلط درلود. هغه خپله په دې اړه داسې ويلي دي: ما داسې كار وكړ چې عمر مې څو ځله ډېر شوو او تر هغه دمه پورې مې ژوند وكړ چې ما ته د روغتيا قوانينو نه و ټاكلى، ما ژوند وكړ (د هغو قوانينو ترمخه كانت بايد پنځوس كاله، ولتر بايد څلويښت كاله، تولستوي بايد څلورڅلويښت كاله او ګويته بايد دېرش كاله ژوند كړى واى) خو دوي ټولو له دې ټاکلو عمرونو ډیر او اوږد ژوند وکړ.
طایر ځلاند نه یواځې د کار په ارزښت خبرې کړې بلکي د کار د پاره یې لوري هم ټاکلي دی، کله کله ځینې وخت ډیر تکړه او د کار کسان خپله لاره ورکوي او خپله انرژې په بې ځایه او بې ګټې کار په مصرف رسوي، طایر د ټولنې همدې ستونزې ته په کتو، د کار د پاره څومره په زړه پورې وړاندیز لري:
راځه چې په هر ګوډ کې یې د مینې جمات جوړ کړو
زما او ستا خو ګرانه ورځې شپې دي په دې ښار کې
راټول چې ښاماران دي پرې نو داسې مالومیږي
ملګرو د لالونو خزانې دي په دې ښار کې
د افغانانو د ټولنې ډیر اړخونو د هغوي د ناپامې او ناپوهې څخه سرچینه اخلي، همدې حقیقت ته په پام سره ، طایر د افغانانو د ټولنې مختلف اروايې اړخونه پخپله شاعرې کې ځاي کړي لکه چې وايې :
راتلونکې ورځې به مو نه وي تیارې
نن مو که لاس کې اېنه پاتې شي
ایېنې که ددې ښار کوڅو کې کېږدم
نواخته به خلک طایره! په خپل ځان شي
د چاپیریال اغیز د انسان په شخصیت او ژوند نېغ په نېغه اغېز لري، خو دا اغېز یو اړخیز نه دى، د یوشتمې پيړې انسان د چاپیریال تر اغېز لاندې او چاپیریال یې تر خپل اغېز لاندې زیات را وستى، په یویشتمې پیړۍ کې انسان دومره پرمختګ کړى چې خپل چاپیریال یې د ځان تابع کړى، نه دا چې دى د چاپیریال تابع وګرخي .. په ژمې کې د ګرمې احساس کوي او په ګرمې کې د یخ ایرکنډیشن لاندې د یخنې احساس کوي، د پسرلې ګلونه په ژمې کې د خپلو ګلخانو په ښیښو کې ساتې او د ژمې له مېوو په وړې کې خوند اخلي ، نو ځکه همدې حقیقت ته په پام طایر وایي :
شاید خبرې به زه هم له وخته مخکې کوم
بیا مقابل کې چې ولاړه زمانه ده زما
--
کله زه د کایناتو یوه زره شم
کله وایم چې وړوکی کاینات دی
ښه دا سمه ده چې زموږ په ژوند کې تکلفیونه له خوشالیو زیات دي ، خو د مشهور فیلسوف نیچه خبره چې پخپلو خیالونو کې ځانته بندیخانې جوړولو په ځاي انسانان ولي ګلخانې او ګلستانونه نه جوړوي .
ریښتیا هم انسان کولایشي د مثبت فکر او سوچ له مخې د سبا تیارې د نن د پاره د خپل فکر په څراغ سره روښانه اور ڼا کړي، لکه څنګه چې ګلان د اغزو په څوکه غوړیږي، خوشبو هر لورې ته شیندي او د سبا ورځې خزان په وړاندې د یوې شیبې د پاره خوله په خندا پرانیزې، انسانانو ته هم په کار ده چې په اغزنو حالاتو کې د ګل په شان خپل چاپیریال خوشبویه کړي :
خاموشي خو د ګلونو طبېعت دی
خوشبو یانې خو په سل ژبو ګویا وي
---
هغه رڼا شي د ژوندون، شپه یې وژلی نه شي
چې ملګرتیا کوي حسین او له حسنه سره
کله چې د بدلون او ستونزې د حل په وړاندې یو ټولنیز خوځښت او حرکت وي نو بیا یې مخه هیڅوک نشي نیولي، لکه ځلاند صیب چې وایې :
ځکه را روانه په مستۍ له سمندره ده
یاره دا څپه د جمعیت له زور خبره ده
د فکر نه کولو د فن په اړه تر هرڅه دمخه د نړۍ د ځينو پوهانو ويناوې را اخلو چې له دې لارې د نړۍ د کړاوونو په وړاندې دريدلي او اوږد ژوند يې تېرکړ ی:
ناپېليون وايي: انسان د خپل توان، تعقل او استدلال په واسطه کولاى شي په وبا او طاعون هم غلبه حاصله كړي. په بل ځای کې وايي: د عمر اوږدوالى تركومه حده چې لازم او موږ ته ګټور ښكاري تل زموږ په واك او اختيار كې دى.
سه نكا: ډېر وخت داسې ښكاري چې حتى مرګ هم زموږ د ارادې په قوت پورې تړلى دى او ترڅو چې وغواړو ژوندكولاى شو.
ګويته بيا وايي :د فكرنه كولوفن له هغه فن څخه عبارت دي چې انسان په دې پوه شي چې د هغو پېښو اوخيالونواو هغو فكري او دماغي ګډوډيوڅخه چې د نوموړي شخص د كمزوري کېدو او له پښوڅخه د لويدلو سبب ګرځي د مخنيوي سبب وګرځي دغه فن ته د فكرنه كولو فن وايي.
د فکر بدلون کولایشي هر څه بدل کړي. د فکرکولو فن او د فکر نه کولو فن داسې دوه لوي اسباب یا وسایل دي چې ملتونه او افراد کولایشي د هغوى په استعمال سره پخپل ژوند او چاپیریال او حتی خپل تقدیر بدل کړي. طایر ځلاند همدې ټکو ته په ډیر هنر سره اشاره کوي :
شپه چې رڼا کې د تیارو ځنګل کې لار کړي پېدا
سپوږمۍ ویده شي بیا سهار هله د لمر غېږه کې
لار د لټون به لنډوو د نوي فکر سره
طایره ! ژوند که په هرګام دی د خطر غېږه کې
د وهم دوړې څنډم فکره ستا له ستړو وږو
ما اوریدلي د ژوند دښته کې سفر بدل شو
او س د ډیوو نه، د لمرونو ضرورت دی ورته
داسې تیاره کړله حالاتو د انسان ذهن کې
د فكر كولو فن تر ټولو هغو وسيلو چې انسان يې بايدد ژوند په ډګر كې له ځان سره ولري تر ټولو ښه وسيله ده چې د ترقۍ او پرمختګ جوګه ګرځي. يوازې د همدې ځواک او توان په واسطه چې د فكر له منظمېدو څخه عبارت ده انسان کولاى شي ددې قوت په واسطه د يوويشتمې پېړۍ انسان د هغه ځنګلي او وروسته پاتې انسان ځاى ونيسي او يو داسې انسان چې د علم او ادب په ښكلا ښايسته وي منځته راوړي. د همدې بدلون ارزښت ته په کتو ، ځلاند دا اړتیا څومره ښکلي شاعرانه کړي:
د نظر ایېنه نوې کړه طایره
زه د نوي دور نوی غزل خوان یم
--
ستوري خو ځکه ستوري پاتې شول لمرونه نه شول
دوی خو په نیمه لاره خپلې قافلې هېرې کړې
په یویشتمۍ پیړې كې په ميليونونو كسان ديو ډېر خطرناك دښمن سره مخ دي.د دې دښمنۍ ضايعات دهرې هغې ناروغۍ څخه زيات دي چې موږ تاسو وېره ورڅخه لرو. د دې درد او ناروغۍ نوم د ځان خوړل، يا بې ځايه او بې موجبه پرېشاني ده. په پېل كې فكري ناراحتي موږ او تاسو ته كومه مهمه ناروغۍ يا عرضي تر نظر نه راځي، مګر د وخت په تېريدو سره او د ناروغ د غفلت له امله نوموړې ناروغۍ په خطرناكه دماغي ناروغۍ بدلېږي، چې بيا ډېرخطرناك عواقب منځته راوړي. طایر ځلاند د همدې ناروغې په خرابو پایلو پوهیږي ، نو ځکه داسې وایي :
یوشتمې پېړۍ ښار کې مې زړه تنګ شو
له سل کالو مخکې کلي ته روان یم
اندېښنه او شک د ننې دور یو بل انسانې دښمن دي ، چې انسان ترې کړیږي او دې ناروغې ته ځلاند داسې پام کوي:
یو شک دی، اندېښنه ده، د هر چا په زړه دیره ده
تیارې را خورې شوي، دې منظر کې دوختونو
لکه څنګه چې پورته د یویشتمې پیړې د ناروغیو په لړ کې ذکر ترې وشو، طایر یې په غزل کې داسې راوړې:
طایره ! هر سړی مات مات دی د وجود دننه
چرته سالمه د انسان څېره مې ونه لیده
خو دې ټولو ستونزو او ناروغیو د پاره حل لاره او درملنه هم شته، کومې ته چې طایر ځلاند داسې پام کړي:
بهر رڼا هم شته، سکون هم شته او مینه هم شته
طایره ! تور داغ د ګمان که مو شي زړونو نه ورک
د طایر ځلاند ( په لپه کې رڼا ) ډیرې خبرې، ډیرې مرغلرې یې په ځان کې نغاړلي او ډیر په زړه پورې اروایې حالات او کیفیات یې د شعر په پسته، اهنګیزه او غزلیزه جامه کې نغاړلي، ملګري یې لوستلو او را سپړلو ته را بولم.
درنښت
ډاکتر ځلاند
تله، ۱۳۹۱ کابل