لیکوال فرینک گارڈنر(د بي بي سي دامنيتي مسایلو څېړونکی لیکوال)

ژباڼ / طایرځلاند

په سوریه کې د بشار الاسد دواکمنۍ له پاي وروسته هلته د کمیاوي وسلو دساتنې دپاره دباور وړ نړیوال پلان دچمتو والي دپاره وخت له لاسه په وتو دی

که څه هم لا په ښکاره دداسې ورځ په راتلو کې لا وخت شته اودسوريې واکمن لا خپلې ماتې منلو ته تیار نه دی خو حالات دومره په منډه دي چې له واکمن بشار الاسد وروسته امنیتي ننګونونو د له منځه وړنې دپاره لوديځ ته هم له دقته کار اخیستل پکار دي

دامریکا دسنا داستخباراتو د کمېټې مشر مایک روجرز بي بي سي ته ويلي دي که د دسوریې  کمیايي وسلو دساتنې دپاره کوم پلان جوړ نه شي نو د ټولې سيمې دپاره ستر ګواښ ثابتېدلی شي ، امکان دې ولري دا ډول وسلې لبنان ته ولېږدول شي او هلته دداسې ډلو لاسته ورشي چې  په هغوي د ترهګرۍ تورونه دي

مایېک روجرز وايي چې زه منم چې ددې وسلو په وختي توګه ساتلو دپاره مونږ د عرب اتحاد، ترکیې او دخپلو اروپايي ملګرو سره له صلا مشورې وروسته باید یو پلان چمتو کړو  چې دهغې دپاره مونږ باید ډيرې هلې ځلې وکړو

روجرز زیاتوي که مونږ دا ډول اقدام ونه کړو نو په سيمه کې به نا انډولي رامنځته شي کوم چې دمنځني ختيځ د ټولو حکومتونو دپاره يوه ویرونکې ننګونه ده

د منځني ختيځ په هیواد کې کمیاوي وسلې؟ ناڅرګنډ پټ مالومات ؟ که دیوې شېبې له پاره سوچ وکړو نو آيا دا ډول خبرې مو په ۲۰۰۳ کال کې دعراق په اړه نه وې اورېدلې ؟

يقيني خبره ده همداسې و خو دعراق او سوریې په مسایلو کې دوه عمده توپيرونه لېدل کيږي، دبشارالاسد حکومت له دې انکار نه کوي چې هغوي سره کمیاوي وسلې شته  بلکې دوي وايي مونږ به دا وسلې په خپلو عوامو نه کاروو

دویمه خبره دا ده چې په عراق کې ډبلیو بش برید ته ډير لیواله و خو لویدیځ هیوادونه په په سوريه کې پوځي کرکېچ ته تر وسه زړه نه ښه کوي

کیدی شي ددې لامل (په منځني ختيځ کې دا فکر وي چې لوديځ هیوادونه په اسلامي هیوادونو پوځي حملوته هر وخت چمتو دي ) هم وي ، خو په سوریه کې د لوديځ د زړه نازړه والي له کبله بل ډول مسایل را پېدا کيږي

په برطانیه کې میشته سوریاي ژورنالیست ملک عبده وايي چې په په سوریه  کې عام ولس دامنيت په اړه ډير اندېښمند دی خو که لويديځ په سوريه پوځي برید وکړي نو دکلک مقامت سره به مخ شي

لویدیځ د بشارالاسد مخالفينو ته دوسلو له ورکولو  هم انکار کوي او وايي چې دبشارالاسد له لرې کېدو وروسته کوم اخلاقي حق دمداخلې په سوریه  کې نه لري، همدا پاليسۍ خپلول خلک دلویدیځ منافقت بولي او فکر کوي چې یو خوا خو امریکا د بشارالاسد له منځه تلل غواړي خو بل لورې دده پر وړاندې مخلفین بیا ترهګر بولي

سوریايي خبریال ملک عبده وايي لویدیځ د بشارالاسد مخالفو ډلو ته وسلو ورکولو نه انکار کړی دی له دې کبله د حزب اختلاف نظر دی چې له بشار الاسد وروسته غرب ته په شام کې دهیڅ ډول مداخلې اخلاقي حق نشته دی

دملک عبده په نظر دامریکا له لورې دسورياي دولت داپوزیسیون سره اړيکه لرونکو او دالقاعده سره اړیکې درلودونکې ډلې (جباۃ النصرہ) نومونه دترهګرو په تور لیست کې شاملو سره هم  په حزب اختلاف کې دامریکا پر وړاندې منفي غبرګون پېدا کړی دی

تر اوسه پورې دبشارالاسد وروسته دشام په اړه چمتو والی یواځې په سفارتي هلو ځلو پورې محدود ښکاري خو دمنځني ختيځ او شمالي افریقا له پاره د برتانیا وزیر الیسټر برټ وايي برتانیه له وخته مخکې دهر ډول چمتوالي دپاره دمختلفو شبکو سره په ګډه کار پېل کړی دی

ټم کراس یوداسې شخص دی چې دمنځني ختيځ دهر مرکزي حکومت ده له منځه تلو له پایلو په ښه توګه خبر دی ، دبرتانوي پوځ دغه جنرال په ۲۰۰۳ کال کې دعراق دبیارغونې دپاره هلته ګمارل شوی و هغه د شامي صدر بشارالاسد ملاتړی نه دی خو وايي چې دشامي حکومت په بیړني توګه یواځې کول دلوديځ ستره ستراتيژيکه تېروتنه ده

(زما په خیال غربي هیوادونه په شام کې د یو سم دريځ خپلو کې ناکام شوي دي مونږ ډيره بیړه وکړله چې دبشارالاسد پر وړاندې مو سخت دريځ خپل کړ، مونږ هغه له وخته ډير وړاندې یوې خوا ته کړ چې ددې پایلې اوس دادی مونږ ګورو )

په حقیقت کې په شام کې حالات دومره په بېړه بدليږي چې دلویدیځ چمتوالی ورپسې نه ور رسيږي دبېلګې په توګه جباۃ النصرہ دبشار الاسد له واکه له لرې کېدو وروسته هم وسلو کېښودلو ته چمتو نه دي

دملک عبده په خیال د بشار الاسد له پر ځولو وروسته يو پیاوړی مرکزي حکومت شام له تکړه تکړه کېدو نه بچ کولی شي

دهغه خیال دی چې لوديځ امریکا او برتانیه تر یوه بریده له بشار الاسد وروسته په حالاتو اغېزمن کېدلی شي  خو په شام کې به تر ۵ کالونو بیا هم نا ارامي وي

دملک عبده په نظر په شام کې مهم رول دپوځ دی ، پوځ چرته چې د بشار الاسد دبقا دپاره کلیدي رول لري هلته مونږ ټول پوهيږو چې دشام دبقا دار مدار هم په پوځ باندې دی