(په یکشنبه ۱۲ـ۱۲ـ۳۰ نېټه په فیس بوک  کې ملګري عزت الله شمسزي خبر کړم چې ملګري په شعر کې دالهام په اړه په ګرم بحث لګیا دي نو زه هم ورغلم هلته مې یو نظر ورکړ او بیا مې غوره وګڼله چې په دې اړه یوه لیکنه وکړم، په دې هیله چې د لوستونکو دپاره جالبه وګرځي)

په ټوله نړۍ کې دبل هرهنر په پرتله ادبیات او بیا په ادبیاتو کې دشعر په اړه ډير زیات بحثونه شوي دي خو اوس هم داسې موضوعات پاتې او شته دی چې لا هم بحث ته اړتیا لري او خلک يې په ذهنونو کې بېلا بېلې انګېرنې لري

یو هم په دې موضوعاتو کې دشعر د سرچينې مسله ده چې په بېلابېلو اړخونو یې لیکوالو او نقادانو خپل نظرونه او دلیلونه وړاندې کړي دي خو لاهم زمونږ په ټولنه کې ددې موضوع لا زیاتې تشريح ته اړتیا ده

دشعر په اړه تر ټولو قدیمه او لومړۍ نظریه د (الهام ) ده او ددې نظریې پېل له یونانه شوی دی

په یونان کې د (هومر) په نوم یو شاعر تېر شوی دی چې هغه ته دهغه وخت خلکو دشعر دپېغمبر لقب هم ورکړی و آن تر دې چې دهغه يو شمېر شعرونو باندې داعتقاد تر کچې باور درلود اودخپلو عقیدو برخه یې ګرځولې وه

دهومر په وړاندې افلاطون ښه پراخه کمپاین وچلوه او دخلکو دهغه اعتقاد دماتولو کوښښ یې وکړ چې دهومر په شاعرۍ يې درلود

دافلاطون نظریې په دې برخه کې یو څه متضادې دي يو ځای خو هغه شاعري د لیونتوب يوه نمونه ګڼي او فکر کوي چې دغیر نورمال ذهنونو زیږنده ده خو بیا بل ځای په دې نظر دی چې شعر الهام دی او دعقل او منطق مخه نیسي په خلکو کې جذباتیت پېدا کوي او داخلاقي اقدارو دماتولو مسولیت یې ور په غاړه کړ دهمدې نظريو په اساس دهغه دنظریاتو دا نچوړ راوځي چې شاعري د يو نارمل انسان کار نه دی

کله چې افلاطون دالهام خبره يادوي نو دهغه خدای یادونه هم کوي چې دشعر دخدای  “ميوز” په نوم نومل شوی له دې ښکاري چې ( میوز) دشعر دخدای په نوم شهرت درلود او دا نظریه دود وه چې شعر الهام دی او دیو ځانګړي خدای لورینه ده

همدا خبره تر پېړيو پېړيو را روانه ده خو په پښتو ادبياتو یې سېوری د فارسي ادبیاتو تر اغېزې لاندې شوی دی اما په خپله بیا زمونږ یو شمېر شاعران هم د الهام نظریه ردوي چې په لاندې کرښو کې به یې زه یادونه وکړم

خو دلته ضروري ده چې په دې لګه رڼا واچوو چې الهام وايي څه ته ؟

په عربي کې دوه اصطلاحات دي يو وحې او بل الهام دیني عالمان وحې په دوه ډوله یادوي ۱ جلي کومه چې د جبراییل په واسطه ترسره کېدله لکه د قران نزول

۲ دویمه وحې خفي ده چې جبراییل خو دخدای له لورې نه وي راوړي اما پیغمبر ته دخدای له خوا په زړه کې اچول شوي وي په قران کې په دې اړه یو ايات دی ( او نه کوي دا پېغمبر خبرې له ځانه ، دا نه ده مګر وحې ده چې زمونږ له خوا ورته لېږل شوې ده)

وحې چې کله اسم مصدر شي نو دعربي ژبې په اصطلاح بیا یې الهام مرادفه کلیمه ده او دوحې خفي يوه بڼه ده ، اهل تصوف همدا حالت د (القا) په نوم یادوي او وايي چې خدای تعالی ځانګړو خلکو ته په زړه کې ځنې خبرې اچوي ، اهل شعرا داهل تصوف دالقا نظریه دخپل شعر دارزښت دپاره کاروي او وايي چې (شاعري جز از پیغمبري است) ددې نظریې په اساس هر سړی شاعر کېدلی نه شي او نه هم بې له الهامه ښه شعر لیکلي شي ،

خو پوښتنه داده چې ددې نظریې یا عقیدې د رامنځته کېدلو لامل څه و؟

په دې اړه ماچرته کوم څه نه دي لیدلي چې نور لیکوال څه نظر لري خو زما وایم چې څنګه چې مونږ ګورو زیاتره له استثنا پرته شاعران د درېمې طبقې خلک وي او له ډيرو محرومیتونو سره مخ وي ددې دپاره چې ځان ته يو ډول فوقیت ورکړي دا ډول نظريې یې ایجاد کړلې

په خلکو دځان منلو دپاره دالهام مسله رامنځته شوله هسې هم خلکو سره په ذهن کې پوښتنه وه چې شعر ولې دنورو خبرو په پرتله زیاته اغېزه لري ؟

نو چې الهام یې ورته د سرچينې په توګه یاد کړ نو دخلکو په ذهن کې یې ډير ژر ځای ونيوه او تر ننه په يو نه يو شکل دا لړۍ را روانه ده

خو په پښتو ادبیاتو کې ددې په اړه څه نظریات وجود لري ؟

 لومړی خو دا چې زه په شخصي نظر په شعر او په هر ډول تخلیق کې الهام دسره منم نه

 ۱ دلیل، الهام یوه خاص مانا لري او د وحې دویم شکل ته الهام وايي او شعر کله هم وحې نه ده او نه هم دوحې کومه درجه لري ځکه چې که یونانيان ورته وحې یا الهام وايي نو ابوالعلاي معمري ورته يوبل نوم پېدا کوي( ان لکل شاعر شيطانا يقول الشعر علي لسانه) ژباړه : دهر شاعر دپاره شیطان وي چې دهغه په ژبه شعر وايي

۳ په يو حدیث کې راغلي چې مشکوات هم راخیستی دي او که څه هم یو شمېر عالمان ددې حدیث درجه دضعیف ګڼي اما حديث کې راځي ( شاعران د دوزخ سپي دي )

۴ بل يو حدیث دی چې دا هم په مشکوات کې ذکر دی (وان من الشعر لحکمه)ژباړه: او ځنې له شعرونو نه حکمت وي ) دلته دحمکت کلیمه کارول شوې ده حکمت هغه علم دی چې د عقل په بنیاد ولاړ وي او ثابت وي لکه حضرت لقمان ته چې لقمان حکیم ویل کيږي ځکه چې هغه سره عقلي علم هم و ، نو علم خو ټولې دنیا ته مالومه ده چې په دوه ډوله دی ۱ هغه چې دخدای له خوا انسان ته ورکړل شوی دی کوم چې خدای تعالی خپل مخلوق ته ورکړی دی ، انسان ، فرښته ، پیري او ان حیواناتو ته هم او بل هغه علم دی کوم چې د کسب په توګه حاصليږي له يو استاد نه به درس وایې ، کتابونه به وایې ، مشاهده به کوې او تجربه به کوې نو شعر چې کله حکمت شو نو مانا دا چې یو کسبي عمل شو او هر کسبي عمل کوښښ ته اړتیا لري دې کوښښ ته مونږ په ادبیاتو کې د ریاضت کلیمه کاروو ،

له دې نه زما لوستونکي بېښي دا مطلب دې هم نه اخلي چې ګوندې په کوښښ سړی شاعر کېدلی شي ، په کوښښ شاعر ښه کېدلی شي ځکه چې دشاعر دپاره لا وار دمخه باید مونږ شعري طبعه ومنو،

۵ په قران کې دشاعر په اړه باندې ویل کيږي چې ( ژباړه: دشاعرانو ملاتړ ناکاره خلک وي ، دوي په هره ګوډ پېر کې په تېندکونو وي ، دوي هغه څه وايي کوم چې نه کوي ) که څه هم په دې اړه به دالهام دنظریې پلویان ووایی چې داسې شاعران الهامي شاعران نه وي خو زه وایم چې هره کله یې  خدای تعالی په خپله په دا ډول الفاظو مخاطب کوي نو فکر کول پکار دي چې څنګه به داسې شاعران خپل ځانګړي خلک وګرځوي

شاعران باید خوا بدي نه شي په اسلام او اسلامي کتابونو کې یې ډير زیات توصیف هم شوی دی او ښه ستایل شوي دي آن پېغمبر ص ورته په خپله دريځ هم سم کړی دی او دهغوي شعرونه یې په څو څو ځایونو کې ویلي هم دي

خو ما دلته داسلامي کتابونو دلیلونه ددې دپاره راوړل چې الهام پرست خلک پوه شي چې خدای ج مونږ خپل استازي مني که مونږ هسې دعوې کوو

اوس راځم ددې مسلې یو بل اړخ ته چې هغه تر ډيره د (علم النفسیات) سره اړیکه لري او هغه دا چې مونږ شعر دانسان دخپل ذات له سرچينو وګڼو

 ۶ په شعر کې چې مونږ څه ته الهام وايو په اصل کې دا دانسان د داخل هغه غبرګون نوم دی کوم چې دتخیل ، جذبې او تفکر په اساس سرچينه اخلي.

 انسان د  ژوند په بېلابېلو وختونو کې دځنو شیانو په اړه ادراک کوي او ذهن یې انکشاف مومي او خام مواد دپنځګونو (ظاهري او باطني) حواسو په وسیله درک کوي او دا خام مواد دانسان د لاشعور برخه ګرځي ، لاشعور دانساني ذهن هغه برخه ده چې هیڅ سرحدونه نه لري او دانسان  د نورې ذهني نړۍ نه ډيره پراخه ده

 کله چې انسان دهغه شاعرانه کیف سره مخ شي نو لاشعور په اتوماتیکه توګه خام مواد تخیل ته سپاري ، تخیل پکې نوې تناسبات پېدا کړي تفکر پکې کموالی زیاتوالی وکړي او و یې تراشي او جذبه پکې خپله مالګه مساله واچوي

 اوس دلته دریاضت اغېزه ښکاره کيږي ، کله چې شاعر د لفظونو د پیلو ریاضت کړی وي او په ذهن کې يې د لفظونو د بند ښت يوه نقشه جوړه وي نو هلته ډير په اسانۍ دا تخلیقي عمل ترسره شي او هیڅ ډول خنډ يې پر وړاندې نه وي په اکثره وختونو کې  شاعران همدې حالت ته چې په غېرې ارادي توګه شعر ولیکلی شي الهام وايي

 خو زه وایم چې دا دهغه ریاضت نتیجه وي کوم چې شاعر له دې تخلیقي عمل څخه مخکې کړي وي ، په ریاضت کې یواځې شعر لیکل نه راځي

 په موجوداتو فکر کول د موجوداتو ترمنځ نوي تناسبات پېدا کول، لفظونو ته نوې ماناوې پېدا کول، دوه تصورات په ترکیب رایو ځای کول ، دا هغه څه دي چې دریاضت سره تړلي وي ، په خپله دشعر په بار بار لیکل او ورانول د ریاضت یو شکل دی

په شعر کې دالهام منونکي وايي چې هغه شعر چې بې دشاعر له کوښښ څخه ( امد) وشي نو هغه الهامي شعر دی

خو په ځواب کې ورته باید ووايو کله چې ذهني سکالو دشعر دپاره وتراشلی شي او په ذهن کې د لفظونو دبندښت دپاره يو ه سانچه جوړه کړلی شي (کوم چې په ریاضت سره حاصليږي) نو بیا شعر همداسې په غېرې ارادي توګه یا دهغوي په وینا د ( امد) په بڼه وجود کې راشي ،

 ریاضت وي دهمدې له پاره چې شاعر دلفظونو په کارولو برلاسی شي او لفظونه یې غلامان شي او چې څنګه یې وغواړي په ذهن کې يې هم هغه شان جوړښت خپلوي آن تر دې چې دموضوع په مناسب ورته په ذهن کې فورم هم ټاکل کيږي ،

که دا ونه منو نو بیاڅنګه په دې قناعت وکړم چې دشعر دالهام فرښته څنګه راباندې کله نظم ، کله غزل، کله ازاد نظم ، کله نثري نظم، کله هایکو او کله چاربیته یا ټپه نازولي او دا فورمونه هم هرې ژبې ته خپل خپل ورکوي باید هغوي دې ته هم یو ځواب خو ووایې او که دلته دفورم په انتخاب کې د انسان لاس ګڼي نو بیا خو دا الهامي عمل نیمګړی شو او مشترک شو دای یو بل شرک چې دشعر دالهام نظریه یې راته مخې ته کوي

په پښتو ادبیاتو کې هم په شعر کې دالهام منونکې شته دی او ډير زیات شعرونه په دې اړه ویل شوي دي ماته چې کوم مالوم وي زه به هغه دلته یاد کړم

څوک پیغمبر او څو ک شاعر کړي درده

په چا کتاب په چا غزل نازل کړي (رحمت الله درد)

دامد کیفیت داسې وي صابره

لکه خیژي په شاعر د یو نبي رنګ

ایوب صابر

او داسې نور.............

خو زما په خیال دا نظریه په پښتنو کې له شعوري زیاته په غېرې شعوري توګه د فارسي ژبې له اغېزې راغلې ده

حسد چه مي بري اي سست نظم بر حافظ
(حافظ شیرازي)    قبول خاطر و لطف سخن خداداد است

تو مپندار که من شعر به خود مي گويم
(مولوي)   تا که هوشيارم و بيدار يکي دم نزن

اتی هی غیب سې یه مضامين خیال می

غالب صریرې خامه نوای سروش هی ( میرزا غالب)

خو داسې شاعران او لیکوال هم شته چې هغوي دا نظريه رده کړې ده او په صراحت سره يې ددې نظریې پر وړاندې دریځ نیولی دی چې يو خوا ترې د پښتنو فکري منطيقيت څرګنديږي او بل خوا علميت

په شل کاله دیګ زما د شعر په اور بار شو 

په دا دور مې پوخ چې شپیته کاله مې تللي (خان خوشال خټک)

په دې شعر کې خان دهغه څلویښت کلن ریاضت یادونه کوي چې دشعر دپاره يې ترسره کړی دی او په پایله کې پوخ شوی دی ، الهام داسې شی نه دی چې ګنې لومړی خام وي او بیا پوخ شي له دې شعر څرګنديږي چې خوشال بابا د شعر او د ذهن په ارتقايي حالتونو باور درلود او په دې عقیده و چې شعر دوخت په تېرېدو سره پختګي پېدا کوي

په يو بل شعر کې خوشال بابا وايي

داخبره بده نه ده چا وئيلې

په تحقيق چې شعر حېض دے درجال

په دې شعر کې د (حیض) کلیمه د پام وړ ده هغه یو ډول ناروغي ده چې له بلوغت وروسته په ښځينه طبقه کې په دوامداره توګه وي دحیض په اړه به ډاکټران ښه بحث وکړلی شي اما زه دومره پوهيږم چې دا مرحله د تخلیق دشېبو يوه شېبه ده طب خو دا هم وايي چې هغه وينه که په بنده کړلی شي نو په صحت بده اغېزه کوي ، داهم وايي چې کله چې دا وينه بنده شي او دحمل حالت وي نو هغه وخت کې ( جنین) ته ګټه رسوي

نو دلته شعر د حیض سره تشبيه له حکمته خالي نه ده لکه څنګه چې حیض دیو مسلسل دروني پروسس په نتیجه کې رامنځته کيږي

له دې شعر ځنې مونږ دا نتيجه اخیستلی شو چې شعر دروني یو مسلسل پروسس نه تېريږي او چې کله په سالمه توګه دا پروسس ترسره شي او دیو کیفیت سره مل شي نو يو شمېر خلک ورته الهام وايي حالانکې هغه یو کیفیت وي چې د څو شېبو دپاره وي او تېر شي ،

خوشال په دستارنامه کې ليکي :

(دشعـرکارعظیم دی،ددې خانه براندازسینه ګدازڅوتعـریف توصیف کوم،لګیدلی اوردی،چې هرڅه سره پرمخ وړي،میلمه زوروردی چې واړه وینې دزړه خوري ،دهرچا کارنه دي ، دشعـرطبیعـت په مثال دتوند باد دی، دشعـر مستي ډیره ده )

له خوشال بابا را وروسته رحمان بابا په شعر کې د انسان د دروني کشمش او کیفیتونو نه لا ډيره ښه پرده پورته کړې ده او وايي

دا متل دی چې له درده زبېرګی خيژي

ګنې څه و د رحمان له شاعرۍ ( غبدالرحمان بابا)

او دا خو ښکاره خبره ده چې درد هم دانسان یو دروني عمل دی چې ديو شمېر پېخو پر وړاندې يې په داخل کې د غبرګون په توګه رامنځته کيږي

شعر نه دی داخو ناب د زخمي زړه دی

يا وتلى دستي دم له خولې د مړه دى( حمید بابا)

زمونږ دکلاسیک درې واړو شاعرانو نظر چې سړی و ځيري نو دا حقیقت په ډاګه کوي چې هغه څه ته چې پخوا خلکو الهام وايه هغه دانسان په وجود کې یو کیفیت دی چې کله کله را پاريږي او دتخلیقي شېبو پېل ترې کيږي

............................................................................................................................................

استفاده

خټک خوشال خان،دستارنامه،پښتوټولنه،۱۳۴۵کال.

صابر ایوب  ځېګر خون

ځلاند طایر لیکنه(پښتانه اوادبي نظریات)ناچاپ ۲۰۱۱

ځلاند طایر دپښتو غزل تنقيدي جاج دانش چاپ ۲۰۱۲

خالي مولانا، مقدمه شعر و شاعري  اردو

(روهي صديق ،دپښتومعاصرادبیات،)

د شمسزي عزت الله لیک په نیټ کې په ۲۰۱۲ـ۱۲ـ۳۰نېټه