خالد پښتو دنوي غزل نوی غږ
طایرځلاند
ښاغلى خالد پښتون په ځوانو ليکوالو کې او د نوي غزل نګارانو په صف کې د ((جدديت او پس جدديت)) د تحريک يوه داسې درنه او ژوندۍ نامه ده، چې د پښتو نوى غزل به پرې همېشه وياړي.
دغه ښاغلي د خپل تنقيدي شعور او تخليقي صلاحيتونو پر بنياد، د پښتو نوي غزل ته ګڼ نوي جهتونه ورکړي دي. د غزل د فن په لاره يې که هر څو د غزل د کلاسيکي رواياتو لمن نيولې ده او د غزل د هيئتي تجربې د بدعت نه يې ((له د دوه درې ځايه پرته)) ځان ساتلى دى، خو د غزل فکري لاره يې بالکل منفرده ده،
د غزل استاذانو به ويل چې غزل يو ((عشقي صنف سخن)) دى او بايد په دې صنف کې فقط هغه موضوعات وڅېړل شي، چې د عشق او جذباتو سره تړون لري، خو موږ چې د ښاغلي خالد پښتون غزل ته ګورو نو ده په خپل غزل کې د فلسفې، ساينسي، سياسي، معاشي، معاشراتي او ژوند سره نور داسې بغرنجه مسايل په داسې هنر د غزل د تندي خال کړي، چې اوس به څوک دا نه وايي، چې غزل يو عشقي صنف سخن دى، شعرونه:
ورځه کې مزل کوې د شپې په غېږ کې سا اخلي
لمر هم په مزه مزه قدم د ارتقا اخلي
هر ګام د تجس يو نوى زېرى وي ملګرو
موږ روسته پاتې کېږو د وختونو کډې لاړې
د وخت په رو کې تلوسو سره يې جنګ کولو
چغې د کاڼو وې اوبو سره يې جنګ کولو
هر يو شى په تغير دى، هر يو شي کې يو قوت دى
مړى هم په حرکت دى ژوندى هم په حرکت دى
"خالد پښتون"
خو ولې بيا هم يې د دې هر څه باوجود په غزل کې د تغزل او هنري باريکيو خيال ساتلى دي، که د حمزه بابا وروسته د موضوعاتو کثرت د کوم غزلنګار په غزل کې وي، نو زما په خيال هغه به خالد پښتون وي، ځکه چې د ده په غزل کې د عصري تقاضو او د خپل دور د ترجمانۍ سره سره د فلسفې او ساينس ګڼ نوي موضوعات هم څېړل شوي دي او د حمزه بابا نه وروسته چې تصوف د پښتو غزل نه په وتو دى د ښاغلي خالد پښتون په غزل کې يو ځل بيا په نوي بڼه او نوي انداز کې راڅرګند ېږي، چې د فلسفيت رنګ پرې خور دى، شعرونه:
په نوي شکل کې به بيا ته راټوکېږي ګله
ستا د وجود لوبه فنا پورې محدود نه ده
د مرګ په کيفيت کې يې انداز د ژوند بدل شو
بس هسې خلق وايي د روحونو کډې لاړې
ما وخته دا ستا د تقاضو په نوم
اوګوره هر رنګ غزل ليکلى دى
"خالد پښتون"
(پښتو غزل په نويو پړاوونو کې ) اخيستل شوی اقتباس