د اميد څراغ

طایرځلاند

زۀ د ژوندون دلارې داسې لاروى يمه اوس
چې هره لاره او کوڅه راته پردۍ پردۍ ده
په هر ګوډ پير کې زه د ځان په تماشه راځمه
په هر قدم د خپل احساس دقتل چغې اورم
زۀ اوس مزل کوم د ژوند په داسې لارو باندې
چې د ازغو  او مار کونډونه بل څه نشته پکې
په داسې لاره چې مزل پکې کم نه دى له مرګ
هر څهره نا پېژندلې هر نظر اجنبي
پولۍ پولۍ پښې يم د خلقو په هجوم کې روان

خپل پرهرونه مې سينه باندې تازه ساتلي
د احتجاج د غرۀ په سر مې ده خېمه وهلې
هم مې جامي دي تکې سرې د بغاوت اغوستي
تڼاکې پښې يمه روان دې اجنبي خلقو کې
خود اميد دا يو څراغ مې دى ساتلى زړۀ کې
خير دى که نن ددې بازار خلق ما نه پيژني
زما دفکر او نظر تقليد ته نه دي تيار
خو سبا ورځ چې د وهمونو له دې جاله خلاص شي
او د بادارو له دې او ږد استحصاله خلاص شي
دوئ به ما او پېژني څوک يمه زۀ څه غواړمه

دوئ به زما د مفکورې تايېد کې لاس اوچت کړي
بيا به په ګډه يو تحريک بوځو په مخه باندې...
ددې جونګړو د مظلمو حمايت به کوو
ددې خوارانو غريبانو حق کې غږ به کوو
د يزيد لاس نه به خنجر د مرګي هم اخلو
او دحسين په پرهرونو به مرهم لګوو
بيا به کوفه کې کربلا دوباره نه جوړيږي
بيا به سرې وينې په کوڅو کې داسې نه بهيږي
بيا به د چيچنيا زلمو ته باغيان نه وايې څوک
او دکشمير په ښائستونو به اور نه لګيږي
بيا به زما ښکلى کابل د ښاپېرو مملکت...
بيا به زما دقندهار د عظمتونو شمله

بيا به زما دننګرهار د سپين غر هسکې څوکې
په سرو لمبو کې د باردو داسې نه سوزيږى
او دهلمند مازديګري به داسې نه غميږي
بيا به مورګانې پېغلې خويندې داسې نه خواريږي
بيا به نغمې د ژوندانه دلته په زوره زوره
د ادم خان په هغه زوړ رباب کې وۀ غږيږي
د ګودرونو مازيګر به خداىۚ اباد ودان کړي
د بام په سر به سرې لمبې دلوپټو شي جيږي

د غرۀ لمن به دکوچيانو په کيدګو شي ښائسته
او غلغلې به دسندرو اوټپو شي جيږې
کنډر کنډر کورونه  نه به وي بيا داسې ويجاړ
چوپه چوپتيا د اوږدو شپو به سپين سحر کړي ماته
بيرغ دامن به په هر طرف کې ورپيږي
په دې اميد په پولۍ خپو ګرځم د خلقو مينځ کې
چې ددې خلقو د ذهنونو دا صفا هندارې
مدام به نوي د حالاتو په ګردونو خړې
دوئ به زما په څير جامې دبغاوت واغوندي
د ژوند  رنګونه به په خپله باندې اوپيژني
په دې اميد په دې ارمان په سرو سکروټو باندې
يمه روان په نابلده اجنبي کوڅو کې