ښاغلى زبېر حسرت، چې په پښتو ادب کې د يو څېړونکي، نقاد، افسانه نګار او خاکه نګار، په حېث پېژندل شوى، د پښتو غزل يو ښه شاعر هم دى، کله چې يو ليکوال په نثر کې دومره ننوځي چې په ډېر لږ وخت کې په اهمو موضوعاتو کار وکړي، نو ضروري خبره ده، چې د شعر تخليقي صلاحيت لره يې نقصان رسي، خو زبېر حسرت چې د ادب په کوم اړخ ليکل کړي دي نو د هغې معيار خيال يې ضرور ساتلى، چې د زبېر حسرت نه د هغه لوستونکي کوي، د يو شاعر په توګه زبېر حسرت د خپل تخليقي زاره چاودون سره سره په مختلفو لمحو او کېفيتونو کې راښکاره شوى، خو د زبېر حسرت شاعرانه وجود او د غزل نګارۍ ثبوت موږ د هغه په غزليزه شعري مجموعه ((د ګل په کټوري کې)) کې ليدلى شو، چې د زبېر حسرت مشاهده، مطالعه، تجزياتي زاويه، نظر او تخليقي رويه د يو ژوندي انځور په شکل په کې ښکاري. زبېر حسرت د خپلې ژبې د حوري او صوتي اهنګونو نه خبر دى، د خپل تهذيب ژوره پېژندنه ورته حاصله ده او د خپلو زړو او نويو شاعرانو مطالعه يې ښه په سنجيدګۍ سره کړې ده، دغه ټول خواږه يې په خپل ځان کې رانغاړلي دي، او په رد عمل کې يې د يو نوي سوچ سره د غزل ليکلو هڅه کړې ده، هر څو يې که په غزل کې د مينې موضوع زياته بيان شوې ده او د هجر او وصال، د وفا او د جفا ټپې يې زمزمه کړي دي، خو ولې د خپلې معاشرې د عذاب او قيامت قيامت لمحو نه يې هم سترګې نه دي پټې کړي، د کابل د کوڅو ويرونه او د پېښور محرميانې يې په غزل کې سلګۍ سلګۍ کېږي، د مظلومې طبقې په مرسته کې يې د خپل قلم نه د تورې کار اخيستى او خپله اهمه ادبي فريضه يې پوره کړې ده، شعرونه:
په رڼا ورځ مې قافله په لويه لار کې لوټ شوه
د حاکمانو د سايې لاندې په ښار کې لوټ شوه

د ستم اور دى او که سيورى د مرګ
هر ځاى په سر د پښتانه ولاړ دى

کور په کور، کوڅه په کوڅه، چم په چم، په کلي کې
وير دى، واويلا ده، وير ژړا ماتم په کلي کې

په مطلع مطلع سرو سترګو، په مقطع مقطع ګل شونډو
ستا حسرت غزل سرا دى له شعرونو پاکې نه دى
"زبېر حسرت"